فیسبوک په امریکایي محکمې دعوه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې وروسته د ۳۸۱ کسانو له ډلې څخه ۶۲ کسانو پر وړاندې د درغلیو تور ولګید

ټولنیزې شبکې فیسبوک ویبپاڼې د امریکا د محکمې په هغه پریکړه قانوني ادعا کړې چې فیسبوک یې اړ کړی و د ۴۰۰ کسانو ځانګړي معلومات دې محکمې ته وسپاري.

دغه وېبپاڼه وايي تر اوسه د دولتي ادارو په پرتله تر ټولو لوړه غوښتنه ده.

تېر کال د نیویارک یوې محکمې د خلکو اړوند انځورونه، شخصي پيغامونه، او نور معلومات تر لاسه کړي وو، چې قاضي دا خبرې روانه اوونۍ ښکاره کړې.

په پریکړه کې فیسبوک ډیجیټل منبع ياد شوی دی.

قاضي ویلي و چې دا کمپنی باید په څیړنیز خبرداري عمل وکړي.

په دې قضيه کې د هغو کسانو په خلاف څیړنه پیل شوې چې د معلوليت له امله يې له دولتي اسانتیاو ګټه اخیسته. او د دوی د فیسبوکونو نه دا معلومه شوه چې دوی په بشپړ ډول روغ جوړ دي.

محکمې فیسبوک ته ويلي، د ۳۸۱ فیسبوکې اکاونټونو جزییات را ټول کړي چې په هغه د دغه ډول کسانو پر وړاندې سندونه موجود دي.

له دې وروسته د ۳۸۱ کسانو له ډلې څخه ۶۲ کسانو پر وړاندې د درغلیو تور ولګید.

محکمه وايي، تورنو کسانو د خپل بدني، دماغي او ټولنیزو ستونزو په اړه دولت ته دروغ ویلي وو، په داسې حال کې چې د فیس بوک له اکونټ نه یې نورې کیسې څرګندې شوې.

ورته مطالب