په وسلو کې د یورانیمو کارول او زیانونه یې

Image caption په بېل شویو یورانیم ۲۳۸ کې یواځې یو سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي

یورانیم په طبیعیت کې د موجودو عناصرو له ډلې تر ټولو دروند هغه یې دی، چې د جوش درجه یې د سانټي ګرېډ تر ۱۱۳۲ درجو پورې رسېږي، چې نیمايي عمر یې نژدې ۵ میلیارده کاله دی. په طبیعي ډول د یورانیمو دوه مشهور ایزوتوپونه شته چې یورانیم ۲۳۵ او یورانیم ۲۳۸ نوميږي. له ټولو هغو یورانیمو څخه چې په طبیعیت کې موجود دي ۹۹،۷ سلنه یې یورانیم ۲۳۸ او ۰،۳ سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي، چې په دې کې یواځې یورانیم ۲۳۵ یې په نیوټرونونو باندې د چاودنې وړتیا لري.

چاودنه

دغه چاودنه هله رامنځته کېږي چې یورانیم ۲۳۵ په بطي نیوترونونو باندې بمبارد شي. د دې چاودنې په پایله کې چاودېدلي یورانیم په دوو نورو عناصرو اوړوي، چې په ترڅ کي یې درې نیوټرونونه او د ۲۰۰ میګا الکټرون وولټ په اندازه انرژي هم چاپیریال ته خپروي. چاپیریال ته دغه وتلي درې نیوترونونه په خپل وار سره د یورانیم ۲۳۵، درې نورې هستې چووي او په پایله کې یو ځنځیري هستوي تعامل رامنځته کېږي، چې دا تعامل په طبیعیت کې د انرژي تر ټولو ستره چینه بلل کېږي. دغه چینه کېداې شي د برېښنا تولید لپاره په هستوي بټۍ کې جوړه شي او یا هم د هستوي بم په بڼه وکارول شي. که چېرې یاد شوی هستوي ځنځیري تعامل په یوه محدوده او تر کنټرول لاندې حالاتو کې رامنځته شي نو هغه ته د هستوي ځنځیري تعامل سوله یېزه بڼه وايي. خو که چېرې دا تعامل په غیر کنټرول شوي حالت او بڼه رامنځته کړای شي نو هغه ته د هستوي بم اطلاق کېږي چې کارول یې هستوي ناورین رامنځته کوي. همداراز که چېرته په یورانیم ۲۳۸ باندې یو نیوترون ور اضافه شي په پلوټونیم ۲۳۹ باندې د اوښتلو امکان لري چې پلوټونیم بیا په خپل وار سره د نیوټرونونو په واسطه هستوي چاوديدونکي توکي دي.

طبیعي یورانیم

یورانیم په طبیعیت کې موندل کېدای شي خو پلوټونیم باید په هستوي ریکټور کې په مصنوعي ډول جوړ شي. طبیعي یورانیم د سپینو زرو پرتله شل ځله په طبیعیت کې زیات موجود دي. کله چې د یورانیمو له یوې ټاکلې کتلې څخه د یورانیم ۲۳۸ په لرې کېدو سره په دې کتله کې د یورانیم ۲۳۸ سلنه را ټیټه او د ۲۳۵ لوړه کړای شي دې عملیې ته د یورانیمو بډاینه وايي. په هستوي بټۍ کې له ۵ تر ۲۰ سلنه پورې غني شوي یورانیم کارېدای شي، چي په هستوي بم کې باید تر ۹۰ سلنه پورې بډای شي. د هر یو ټن طبیعي یورانیمو څخه چې د هستوي ریکټر لپاره غني کېږي، یواځې ۱۳۰کیلو ۵ سلنه غني شوي یورانیم لاس ته راځي. د دغې پروسې پاتې شونې چې په لوړه سلنه یورانیم ۲۳۸ دي د فقیر شویو یورانیمو په نامه یادیږي. کله چې غني شوي یورانیم په هستوي بټیو کې وکارول شي نو پاتې شونې یې هم تر ۹۵ سلنه پورې یورانیم او پاتي یې پلوټونیم وي، چې د هستوي پاتې شونو د پروسس یو ډېر مهم اصل په هستوي پاتې شونو کې د یورانیم ۲۳۸ او پلوټونیم ۲۳۹ بېلول دي. په بېل شویو یورانیم ۲۳۸ کې یواځې یو سلنه یې یورانیم ۲۳۵ دي. فقیر شوي یورانیم د هغو د بیې ټیټوالي او کثافت لوړتیا له امله په هغو وسلو کې کاریږي چې د کاري تخنیک بنسټ یې د هستوي چاودنو تخنیک بنسټ نه دی. په دې ډول وسلو کې یورانیم د دې لپاره کارېږي چې زغره وال ټانکونه او نور زغره وال تجهیزات ویجاړ کړي، په دې کارونه کې یوارنیم هستوي انشقاق نه کوي، ځکه خو دغو وسلو ته اټومي بم نه ویل کېږي. یورانیم په دروندوالي یا کثافت کې تر سروپو ۱،۷ برابره درانده دي. نو ځکه خو د سروپي زغروالو موانعو څخه د تېرېدنې وړتیا هم لري. دغه یورانیم د کارونې په وخت کې ډېر زیات د یورانیمو ګرد تولیدوي چې چاپیریال په شدیده توګه ککړوي. که څه هم فقیر شوي یورانیم د دې لپاره چې الفا تولیدونکي دي او الفا د انسان تر پوستکي د تېرېدو وړتیا نه لري د غیر خطرناکو جګړیزو توکو په کتار کې راځي. خو لکه څنګه چې یورانیم د سروپو په شان شدید زهري وژونکي خاصیت لري، نو که چېرې د فقیرشویو یورانیمو تولید شوي ګرد تنفس شي، د دې خطر شته چې د وجود بېلابېل انساج په تېره بیا پښتورګي په شدیده توګه زیانمن کړي او د سرطان لامل شي. فقیر شوي یورانیم په وجود کې د ښه جذب وړتیا نه لري او په لنډ مهال کې له وجود څخه وځي. د نړیوال روغتیايي پروګرام اداره وايي، چې ۰،۶ مایکروګرامه یورانیم د وجود هر یو کیلو ګرام کتلې په تناسب د انسان روغتیا ته زیان نه رسوي چې دا ټاکل شوي د عادي چاپېریالي اکټیفیټي په پرتله اته برابره زیات دی.