ستاسو غږ: پر کوچنیانو د جګړې ناوړه اغېزې

ملګري ملتونه وايي پروسږکال په افغانستان کې شاوخوا سل تنه کوچنیان د جګړې لپاره ګمارل شوي او کارول شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون د کوچنیانو او وسله والو نښتو په اړه په خپل کلني رپوټ کې د زورزیاتي بېلا بېل ډولونه چې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د کوچنیانو پر ضد کېږي یاد کړي دي.

په رپوټ کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د ځانمرګو بریدونو یا نورو خطرناکو کارونو لپاره د کوچنیانو د ګومارلو بېلګې وړاندې شوې دي.

په دغه رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو هم په ځېنو مواردو کې له کوچنیانو ناوړه ګټه اخیستې ده.

ستاسو په نظر د جګړې له امله کوچنیانو ته د ورپېښو ګواښونو او خطرونو مخه څنګه نیول کېدی شي؟

کورنۍ، ټولنه او نور د کوچنیانو د ساتنې لپاره څه باید وکړي؟

نظر مو د فېسبوک، برېښنالیک او ټېلفون له لارې ستاسې غږ پروګرام ته راولېږئ.

د پنجشنې په ماښام ستاسو غږ پروګرام ته مخامخ پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ:۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د پروګرام کوربه اسماعیل سعادت دی