د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بهرنیانو رول څومره مهم بولئ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د جون پر ۱۴مه ترسره شوې

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له دویم پړاوه شاوخوا ۲۰ ورځې تېرې شوې، خو لا تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

دې کار د خلکو پر کار او ژوند ژورې اغېزې کړي او د خلکو اندېښنې يې راپارولې دي.

د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د ګڼو هېوادونو استازو د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د بېلګې په توګه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جمیز ډوبینز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، د امریکا د سنا مخورو غړو او ځینو نورو په دې برخه کې لیدنې کتنې کړي.

وړاندې تر دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هر راز نه لاسوهنې ډاډ ورکړی وو او نورو هېوادونو هم پخپله د افغانانو له خوا د ټاکنو بهیر د پرمخ وړولو هرکلی کړی وو.

د ټاکنو بهیر اوږدېدو او د ټاکنیزو ډلو تر منځ د بهرنیانو منځګړیتوب او یا مداخلې خلک اندېښمن کړي او وايي ټاکنې باید د معاملو قرباني نه شي.

ستاسو په نظر ولې د افغانستان په کورنیو مسئلو کې بهرنیانو ته اړتیا پیدا کیږي؟

آیا افغانان د ستونزو د له منځه وړولو توان نه لري او که خپل منځي باور نشته؟

د ټاکنیزو ستونزو د حل لپاره د بهرنیانو منځګړیتوب ولې او څومړه اړین دی او آیا ورته خوشبین یاست؟

خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ، او که غواړئ چې په خپرونه کې ګډون وکړئ نو خپله د ټیلیفون شمېره مو راته ولیکئ او یا د یکشنبې په ماښام اته بجې خپرونې ته مخامخ زنګ ووهئ او خپل نظرونه راسره شریکې کړئ.

د تیلیفون شمېره ده 0202202300

ورته مطالب