ستاسې نظر: ټاکنيزې ناندرۍ او د خلکو هيلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ يوه کانديد عبدالله عبدالله د انتخاباتي کميسون له خوا اعلان شوې پايلې رد کړې

د افغانستان د ولسمشرۍ يوه کانديد عبدالله عبدالله د انتخاباتي کميسون له خوا اعلان شوې پايلې رد او خپل لورى يې گټونکى اعلان کړى دى.

د ټاکنيز کميسبون مشر احمد يوسف نورستاني د دوشنبې پر ورځ د لومړنيو پايلو اعلان پر مهال وويل چې ډاکټراشرف غني احمدزي څه د پاسه ٥٦ او ډاکټر عبدالله څه د پاسه ٤٣ سلنه رايې ګتلې خو دا وروستۍ پايلې نه دي.

د يوه کانديد له خوا اوس د دغو پايلو له ردولو وروسته عادي افغانان د راتلونکې په اړه څه هيلې يا اندېښنې لري؟

په همدې ستاسې نظر خپرونې کې غږېږو.

که غواړئ په دې اړه پروگرام کې راسره برخه واخلئ د خپلو نظرونو لپاره نن د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ ووهئ.

دغه راز پر فيسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

د خپرونې وړاندې کوونکی عنایت الحق یاسیني دی.