د وکيلانو خونديتوب او حقونو نوي قانون په تړاو مو انگېرنې څه دي؟

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د استازو د خوندیتوب او حقونو د قانون طرحه د ولسي جرگې د یوازې اتو غړو په مخالفت تصویب شوه

د افغانستان ولسي جرګې د روانې اوونۍ په لومړيو کې د ملي شورا د استازو خوندیتوب او حقونو قانون ومانه، چې په کې وکيلانو ته د ندې پرمهال او له دندې وروسته يو لړ ځانگړي امتيازونه په پام کې نيول شوي دي.

د نوي قانون له مخې حکومت به اړ وي چې د پارلمان استازو ته د هغوى د دندې له پاى ته رسېدو وروسته دوه ساتونکي او د اصلي مياشتنۍ تنخوا څلورمه برخه ورکړي.

د پارلمان استازي که آن دندې يې ختمې هم وي، کولى شي په خپله سياسي او کورنۍ يې د خدمت پاسپورټونه ولري.

دا لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې غړي د یوه قانون طرحه له کوم جنجال پرته په آسانۍ تصویبوي.

د پارلمان د استازو خوندیتوب او حقونو د قانون په تړاو ستاسو نظر او انگېرنې څه دي؟

آيا اړتيا ده چې د ملي شورا استازي دايمي امتيازونه ترلاسه کړي؟

د ستاسو نظر په دې گڼه کې له تاسو اورو.

پروگرام کې د گډون په موخه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

تاسو همداراز کولى شي چې د بي بي سي پر پښتو فېسبوک هم په دې تړاو خپل نظر موږ سره شريک کړئ.

د خپرونې کوربه يما بارز دى.

ورته مطالب