افغانستان کې د زياتېدونکې بېکارۍ علتونه څه دي؟

Image caption د کارگرانو اتحاديې وايي بې روزګارۍ کې تېرو څو مياشتو کې ډير زياتوالى ليدل شوى دى.

په افغانستان کې د نوو شمېرو تر مخه دې هېواد څخه د ټولو جگړيزو بهرنيو پوځيانو پلان شوې ستنېدو، د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو برخې کې د راغلي ځنډ او په پانگونه کې د کمښت له امله د بې روزگارو کسانو په شمېر کې زياتوالى راغلى دى.

د کارگرانو اتحاديې وايي په دې شمېره کې تېرو څو مياشتو کې ډير زياتوالى ليدل شوى دى.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په همدې خبرې کوو چې تاسې د بې روزگاره خلکو د شمېرو زياتېدو په اړه څه وايئ؟

د دې شمېرو د ډېرېدو علت څه دى؟

حکومت په دې برخه کې څه کولى شي يا يې بايد وکړي؟

که غواړئ په دې اړه خپرونه کې برخه واخلئ د خپلو نظرونو لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال پر ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.

دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودلى شئ.

د خپرونې کوربه عنایت الحق یاسیني دی