هوايي سفرکې ځان خوندې احساسوئ؟

د انځور حقوق EPA

په ختيځ اوکرايين کې د ماليزيا د هوايي کرښې د بوينگ الوتکې غورځېدل د مسافر وړونکو الوتکو د لوېدو پېښو د لړۍ يوه وروستۍ هغه ده،چې د الوتکې دعملې په گډون ٢٩٨ کسان په کې ووژل شول.

تېرکې هم د مسافر وړونکو الوتکو د گڼو پېښو شاهدان و او پرته له شکه،چې راتلونکې کې به هم دا ډول مرگونې پېښې پېښېږي.

که څه هم،چې د واټنونو د اوږدولي له کبله الوتکو کې له سفره ډډه نه شي کېداى، خودا هم يو واقعيت دي،چې په پرلپسي ډول د الوتکو د غورځېدا پېښو د هوايي سفرونو پر خوندېتوب له ځنو سره اندېښنې پېدا کړي دي.

په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو،چې الوتکو کې د سفر پرمهال څومره ځانونه خوندې احساسوئ او که د موټراو اورگاډي په څيرد سفرنورې وسيلې درته شونې وي کومه يوه به غورکړئ؟

په پروگرام کې د گډون لپاره د سه شنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

تاسو دارنگه کولاى شي،چې د بي بي سي په پښتو فېسبوک کې هم په دې اړه خپل پيغامونه پرېږدئ

ورته مطالب