ستاسې غږ: د بې پيلوټو الوتکو بريدونو زياتوالى او اغيزې

د انځور حقوق AP
Image caption د وسله والو پر ضد د بې پيلوټو الوتکو بريدونو کې زياتوالى ليدل شوى دى

افغانستان څخه د بهرنيو جگړيزو پوځيانو وتلو شمېر کمېدو سره، په دې هېواد کې د وسله والو پر ضد د بې پيلوټو الوتکو بريدونو کې زياتوالى ليدل شوى دى.

دا ډول بريدونه که څه هم په سيمه ييزه او نړيواله کچه د يو شمېر حکومتونو لخوا ناندريز بلل کيږي، خو امريکا او متحدين يې ادعا لري چې د بې پيلوټو الوتکو بريدونو په پاکستان او افغانستان دواړو کې د وسله والو د فعاليتونو محدودولو کې لوى رول لوبولى دى.

د دې بريدونو منتقدين بيا په دې نظر دي چې له دې امله ډيرو ملکي وگړو ته ځاني تاوانونه اوړي.

ملگرو ملتونو هم په دې تړاو يوۀ راپور کې ويلي هغه هېوادونه چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ترسره کوي د نړيوال قانون له مخې په دې مکلف دي چې د دې حملو له امله د ادعا شويو ملکي تلفاتو په اړه پلټنه وکړي او پايلې يې راښکاره کړي.

دا اونۍ ستاسې غږ کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو په تړاو له تاسو اورو چې تاسې جگړې کې د بې پيلوټه الوتکو کارونې ته څنگه گورئ، ملکيانو ته يې تاوان ډير دى او که وسله والو ته، لکه څرنگه چې امريکا اونور نړيوال ځواکونه يې ادعا کوي.

که غواړئ په دې اړه خپرونې کې برخه واخلئ د خپلو نظرونو لپاره د د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال

په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په فيس بک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

د خپرونې کوربه عنايت الحق ياسيني دى.

ورته مطالب