څنگه افغانستان څخه د انساني قاچاق مخنيوى شونى دى؟

د انځور حقوق AFP
Image caption څښکال په لومړي ځل ملگرو ملتو لخوا د انسانانو د قاچاق د مخينوي ورځ لمانځل کيږي.

څښکال په لومړي ځل ملگرو ملتو لخوا د انسانانو د قاچاق د مخينوي ورځ لمانځل کيږي.

ددې لمانځنې هدف په نړيواله کچه د انسانانو د قاچاق ستونزې ته دخلکو پام راړول دي.

ددې قاچاق له امله هر کال لوى شمير کسان چې کوچنيان او ميرمنې په کې هم شاملې دي، د نړۍ بيلابيلو هېوادو ته قاچاق کيږي او په درنو کارونو کې ترې کار اخيستل کيږي.

افغانستان اود سيمې نورهېوادونه هم له دې څخه مستثنى نه دي.

د جگړو د ناخوالو له امله له تيرو درېو لسيزو څخه لوى شمير کې افغانانو په لويديځ يا نورې نړۍ کې د "هوسا ژوند" په خاطر د مرگ خطر منلو سره د لاقانونه لارو پۀ کارولو ټاکلي هېواد ته د رسېدو هڅه کوي.

دافغانستان په اړه په دې لړ کې ډير هيښوونکى بدلون دا دى چې چې اوس بهر ته کوچنيان هم په قاچاقي توگه لېږل کيږي.

هغه کسان چې له قاچاقي لارو بهر ته ځي، ډير يې داسې حالت سره مخامخ کيږي چې تر کالونو کالونو د " غلامو کارکوونکو" په توگه کار ته اړ وي.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو چې ولې اوس هم افغانستان څخه بهرته خلک له قاچاقي لارو ځي، د " مريوو کار کوونکو" ستونزه په افغانستان کې څومره عامه ده او د مخنيوي لپاره يې حکومت څه کوي شي يا بايد وکړي.

که غواړئ په دې اړه خپرونې کې برخه واخلئ د خپلو نظرونو لپاره د د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په فيس بک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ

ورته مطالب