ولې قومي مشران او مخور په نښه کېږي؟

کندهار کې د ولسمشرحامد کرزي د تره زوى حشمت خليل کرزي وژل کېدل په افغانستان کې د قومي مشرانو،علماو او مخورو د وژل کېدود اوږدې لړۍ يوه وروستۍ پېښه ده.

موږ وروستيو کلونوکې په پرلپسي ډول د افغانستان په بېلابېلو سيمو او د ډېورند د کرښې پورې غاړه خيبرپښتونخوا کې د سلگونو قومي مشرانو د وژل کېدو شاهدان و او داسې نه ښکاري،چې دا لړۍ دې ډېر ژرو درېږي .

سره له دې،چې ويل کېږي د ټوپک واکمنۍ د قومي مشرانو، علماو او مخورو هغه پخوانى رول اغيزمن کړى خو په دوامداره ډول د دوى په نښه کېدل د دې ښکارندويي کوي،چې خبره داسې نه ده.

په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې غواړو د قومي مشرانو او علماو د هدفي وژنو پر احتمالي لاملونو او د هېوادنيو او سيمه ييزو مسالو په هواري کې د هغوى پر ونډې وغږېږو.

تاسو هم کولاى شي،چې په خپل ولايت ، ښار ، ولسوالۍ او کلي کې د قومي مشرانو او علماو پر رول خپلې شخصي تجربې راسره شرېکې کړي.

نو پرموضوع د غږېدا لپاره د پنجشنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

تاسو دارنگه کولاى شي، چې په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم په دې اړه خپل پيغامونه او نظرېې راته پرېږدئ.

ورته مطالب