لوبې د ماشومانو په روزنه او خوښۍ کې مرسته کوي

Image caption د لوبو د اسانتیاوو د اړوندو نوښتونو له کبله په ټولنو کې د همکارۍ روحیه پیاوړې شوې ده.

د یوې څېړنې د رپوټ پر بنسټ ویل شوي چې لوبې له ماشومانو سره د ژبې په زده کولو، ستونزو حلولو، خطر اداره کولو او په خپلواکه توګه د زده کړې د مهارتونو په زده کولو کې مرسته کوي.

د ماشومانو د لوبو د پالیسۍ د ادارې دغه رپوټ موندلې چې لوبې د ماشومانو د جسماني او دماغي روغتیا تر څنګ د دوی پر رواني روغتیا هم مثبت اغېز لري.

رپوټ دا هم موندلې چې که ماشومان د ښوونځيو د لوبو په میدان کې لوبې وکړي نو دا یې پر تعلیمي استعداد، ذهنیت او کړو وړو مثبت اغېز لرلی شي.

په څېړنه کې د مېندو او پلرونو له خولې ویل شوي چې د لوبو په میدانونو کې د ماشومانو لوبېدل په کورنیو کې د ښه ژوند او خوښۍ لامل شوی دی.

څېړنې دا هم ویلي چې په عامه ځایونو کې د ماشومانو د لوبو اسانتیاوو د ټولنې ضد کړو وړو او نورو ته د زیان رسولو په پېښو کې کمې راوستی دی.

څېړنې موندلې چې کورنیو او ټولنو د لوبو له اسانتیاوو ګټه پورته کړې او د کورنیو غوښتنه دا ده چې په اوسنیو اسانتیاوو کې باید نور مثبت بدلونونه راوستل شي.

په څېړنه کې ویل شوي چې د لوبو د اسانتیاوو د اړوندو نوښتونو له کبله په ټولنو کې د همکارۍ روحیه پیاوړې شوې ده.

څېړنې موندلې چې په ښوونځیو کې د لوبو میدانونه جوړول د ماشومانو د فزیکي فعالیت په لوړولو کې مرسته کوي.

رپوټ ویلي: "لوبې نه یوازې د ماشومانو پر ژوند مثبت اغېز لري بلکه په ټولنو کې هم د مثبت بدلون راوستلو لامل کېږي. رپوټ ښيي چې که سایستوال او د پالیسیو جوړونکي د ماشومانو د لوبو د اسانتیاوو په برخه کې پانګونه وکړي نو دا به د ماشومانو پر تعلیمي لاسته راوړنو، صحتمنده ټولنې او د ټولنو تر منځ د زغم د کچې لوړولو په برخو کې مرسته وکړي".

ورته مطالب