د افغانستان د تازه ميوو د صادراتو ستونزې

په افغانستان کې د تازه ميوو د حاصلاتو موسم په را رسېدو سره افغان چارواکي اټکل کوي، چې سږکال به بهرته د تازه ميوو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالى راشي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي د دې زياتوالي لامل په دې برخه کې له هند، متحده اماراتو او يو شمير نورو هېوادونو سره شوې سوداگريزې موافقې بولي.

په طبعي ډول د انگورو، خټکیو، هنډوانو، انارو، زردالو، شفتالو او نورو تازه ميوو د توليد له اړخه افغانستان په سيمه او آن نړۍ کې يو بيسارى هېواد دى چې د دې هېواد د صادراتو يوه مهمه برخه جوړوي.

خو لکه څنگه چې يو شمېر افغان کروندگر او بڼوال شکايت کوي د ترانزيتي لارو د خرابوالي، امنيتي ستونزو او سړو خونو د نشتوالي له وجې يې يوه اندازه دا ميوې ضايع کېږي.

پر همدې د دې اونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې غږېږو او غواړو له تاسو واورو، چې کورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو بازارونو ته د تازه ميوو د څرنگوالي په اړه خپلې شخصي تجربې، کیسې او د شته ستونزو حل لارې راسره شرېکې کړي.

په پروگرام کې د گډون لپاره د پنجشنبې په ماښام مخامخ خپرونې ته په دې شمېرې زنگ ووهئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

تاسو دارنگه کولاى شي، چې په پښتو فيېسبوک کې هم په دې اړه خپلې نظريې پرېږدئ.

ورته مطالب