د بشر پالو درناوي او نورو تشویق لپاره څه کول په کار دي؟

د انځور حقوق
Image caption د اگست ١٩ د بشر پالنې نړيواله ورځ ده.

سبا سه شنبه د اگست ١٩ د بشر پالنې له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د هغو په ياد لمانځل کېږي چې د بشري خدمتونو په خاطر په ستونزمنو او سختو شرايطو کې بشري چوپړونه ترسره کوي، اړمنو خلکو ته مرستې رسوي او په دغه لاره کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى.

"نړۍ زياتو بشر پالو ته اړتيا لري".

سږکال د دغې ورځې شعار همدا ټاکل شوى. ملګرو ملتونو د اگست ١٩ د ٢٠٠٨ کال د خپلې ٦٣ عمومې غونډې پر مهال د بشر پالنې د نړيوالې ورځې په نوم ونوموله. موخه يې د نورو بشر پالو تشويق او د هغو درناوى دی.

افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دى چې بشر پالې ډلې او سازمانونه په کې په زياتېدونکې توگه له گواښونو سره مخ دي.

د دې اونۍ ستاسو نظر پروگرام کې غواړو له تاسو درنو اوريدونکو واورو چې څنگه کېدای شي په ټولنه کې بشر پالنه، که هغه د درملنې په برخه کې وي يا بي سر پناوو ته د سر پناه د برابرولو او يا هم په نس وږو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو وي، تشويق شي؟

په بشر پالو ډلو بريدونو ستاسو په سيمه کې بشري مرستې څومره اغېزمن کړي دي؟

د دوی د خونديتابه او د فعاليت د دوامدار ساتلو لپاره ستاسو په اند څه کول پکار دي؟

ايا ستاسو په سيمه کې د بشري مرستو اغېز محسوس دی؟

که په دې اړه نظر يا تجربه لرئ، پروگرام ته زنگ ووهئ، شميره يې ده:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او د برېښنا ليک پته ده:

Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب