څنگه د"بچه بازۍ"مخه نيول کېداى شي؟

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي دي،چې"بچه بازي" يا له تنکيو هلکانو ناوړه جنسي گټه پورته کول په دې هېواد کې ورځ تربلې ډېرېږي.

په دې اړه د کمېسيون له لوري ترسره شوې سروي کې ويل شوي دي،چې له تنکيو هلکانو د ناوړه جنسي گټې اخيستنې په ځينو پېښوکې آن د افغان پوځ او افغان پوليسو اړوندان هم ښکيل دي.

" بچه بازي " داسې يوه پدېده ده،چې په افغانستان غوندې يوه دوديزه ټولنه کې څوک پرې دومره نه غږېږي او ډير مهال قربانيان يې هم د رسوايۍ له ويرې زړه نه ښه کوي، چې پرې د شوي تېري رپوټ ورکړي.

بيوزلي، ټوپکماري، ناپوهي، ناقانوني، انساني قاچاق او له سزا معافيت يو شمېرهغه لاملونه بلل کېږي،چې له کبله يې له تنکيو هلکانو دنڅاگرو يا په جنسي موخوکار اخيستل کېږي.

اوس پوښتنه داده، چې څنگه د دې ناوړه پدېدې مخه نيول کېداى شي؟

کورنۍ ، ښوونځى ، ملاامامان او حکومت په دې برخه کې څه کولاى شي ؟ پر همدې د دې اونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې درسره غږېږو .

نو د پنجشنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شي، چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه راپرېږدئ.

ورته مطالب