ننداره کالم: "د خلکو دښمن" ننداره

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایبسن "د خلکو دښمن" ننداره کابل کې د سټیژ پر سر مینه والو ته وړاندې شوه.

تیاتر د ټولنې هنداره ده. ګڼ شمېر لیکولانو خپلې ټولنیزې او سیاسي ستونزې په تیاتر کې منعکسې کړې او پرګنې هڅولي او بیا د خلکو په مټ کله پاڅون کله بغاوت منځ ته راغلی او د نظام په اصلاح او یاهم بدلون کې تیاتر خپله ونډه اخیستې.

خو مدني پرمختګ چې د علم او ساینس په تکامل پورې نښتي لومړی سیاسي افکار منځ ته راوړي او وروسته خلک په سیاسي اندونو وېشي.

په یوه امن ټولنه کې چې د ډیموکراسۍ په اصولو ولاړه وي سیاسي یووالی منځ ته نه راځي. وګړي خپل فردي افکار مومي او وروسته همرنګه افکار سره نښلي او جماعت جوړوي.

په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون محصلینو په ګډون افغان ډایرکټر هارون نوري چي د کالیفورنیا په پوهنتون کې د تیاتر زده کړې کړي اوس مهال د کابل پوهنتون په ښکلو هنرو پوهنځي کې درس ورکوي د ناروې هېواد د نولسمې پېړۍ لیکوال هینریک ایبسن Henrik Ibsen" د خلکو دښمن" لیکنه د ښکلو هنرونو پوهنځي په انګړ کې ګڼ شمېر حاضرینو ته د ستیژ پرمخ وړاندې کړه.

د خلکو دښمن د هغه ټولنې ناخوالې بیانوي چې د ودې په حال کې ده او په اداري فساد کې ښکېله ده.

سیاستوال، رسنۍ، او شتمن وګړي خپلې شخصي ګټې پر عامه ګټو پورته بولي او هغه مبارز فرد چې د دوی سره په ټکر کې دی د خلکو په نظر منفور او لېونی ثابتوي.

که څه هم د ایبسن دا لیکنه ډیره مشهوره نه ده، خو د ډرامې موضوع د افغانستان له ننني حالت سره سمون لري. دا ننداره د ناروې سفارت په مالي او تخنیکي مرسته وړاندې شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

د خلکو دښمن په ننداره کې ځینې وړې ستونزې وې، خو ښاغلی نوري د ستونزو عامل د وخت کموالی په نښه کوي:

"موږ یوازې ۲۵ ورځې د نندارې چمتو کولو ته درلودې، چې د یوې لویې نندارې لپاره دومره وخت هېڅکله کافي نه دی". خو د دې نندارې تر ټولو ډیره ګټه د پوهنځي زده کوونکو ته ور په برخه شوه.

هغوی ته د بهرنیو او کورنيزو مسلک پوهانو سره د کار کولو موقع هرکله نه برابریږي. د ښکلو هنرو پوهنځي د تیاتر د څانګې مشر محمد عظیم حسین زاده وویل: "د ناروې له سفارته مننه کوم. زموږ محصلین داسې عملي کار ته اړتیا لري چې خپل راتلونکي مسلک ته چمتو شي".

که څه هم د افغانستان تیاتر صحنې ته ګڼ شمېر لوېدیز آثار په تېرو اوو لسیزو کې راغلي، خو ښایي د هینریک ایبسن ډرامه لومړی ځل وړاندې شوې وي.

په داسې حال کې چې ایبسن په لوېدیزو هېوادونو کې په تیاتر او ټولنیز پرمختګ څرګنده اغېزه درلوده. ایبسن د تیاتر پخوانی سبک له نوي سبک سره وصل کړ او د نوي تیاتر په بنسټ اېښودنه کې تر ټولو مخکې و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قیوم بېسد د افغانستان د سینما ډېر مشهور لوبغاړی و.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د ملي تیاتر ریاست تر ډېره د عامو خلکو پر وړاندې تړلی وي.

د نوي عصر ډرامه لیکونکي ایبسن د فرد هڅه، روحي پېژندنه او ټولنیزې ستونزې خلکو ته ښکاره کړې او خلک یې د نوي پړاو ټولنیزو غوښتنو ته چمتو کړل.

د "ناوکۍ کور"

ګڼ شمېر لیکوالان د ایبسن پر لاره روان شول. په نتیجه کې لوېدیز تیاتر وده وکړه او تر دې دمه د سینما، ټلویزیون او ټکنالوژۍ له ودې سره سره تیاتر خپل اوسنی موقف وساته. د دې ترڅنګ ځينې پوهان د ښځو نهضت زیږېدنه په ایبسن پورې تړلی بولي.

د "ناوکۍ کور" په نامه ننداره کې یوه مېرمن چې د کورنیزو ستونزو پرمخ ور تړي، په اصل کې د ښځو پر وړاندې د استبداد څپرکی په اروپا کې بندوي او د هغوی د ټولنیزې ونډې ارزښت برمته کوي.

د افغانستان ملي تیاتر د دې هنر د پراخوالي په موخه د خپل اتم فسټيوال لړۍ پیل کړه. په دې فسټيوال کې له ۱۹ ولایتونو تیاتري ډلو خپلې نندارې د ارزونې لپاره د ملي تیاتر ریاست ته وسپارلې.

د کابل، کندهار، فراه، هرات، بامیان، بغلان، ننګرهار، او خوست ولایتونو نندارې دويم پړاو ته وټاکل شوې. دا فسټیوال چې د تلې/میزان په میاشت کې جوړېږي، د ۱۹ ولایتونو د تیاتر استازي به ګډون په کې وکړي او تر ټولو ښې نندارې ته به جایزه ورکړل شي.

د انځور حقوق BBC World Service

په تېرو دیارلسو کلو کې د افغان تیاتر د بیارغونې هڅې پڅې روانې دي. د نړیواله کلتوري پاملرنې او ملاتړ سره بیا هم تیاتر ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې.

په تېرو څو کلو کې د افغان ملي تیاتر ډله د ګاونډیو هېوادو په تیاتري فسټیوالونو کې ګډون کړی او ځینې جایزې یې هم خپلې کړي، خو د تیاتر لیدلو رسم په خلکو کې د پخوا پرتله عمومي شوی نه دی.

د دې مهم عامل نا امني ده، خو د اطلاعات او کلتور وزارت هم د تیاتر پر وړاندې خپل مسؤولیت په سمه توګه سرته نه دې رسولی.

په ولایاتو کې یوازې ځینو مؤسسو د خپلو پروګرامونو د ترویج لپاره تیاتري ډلې په کار ګوماري، چې د هغوی ماموریت خلکو ته وړاندې کړي لکه د واکسین کمپاین، په ټاکنو کې ګډون او د کوکنارو کښت پرضد د دولت دریځ.

ورته مطالب