د سونتوکو بیو لوړېدو مو پر ژوند څه اغېز کړی؟

Image caption د سون توکیو د بیو لوړیدو لګښت وال اندیښمن کړي دي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بازارونو کې د سون توکیو او په ځانګړي ډول د غاز او تېلو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې دي.

سوداګرۍ وزارت د یو کیلو ګرام اوبلن غاز بیه ۵۵ افغانۍ ټاکلې ده، خو یوه اونۍ مخکې بیا یو کیلوګرام غاز په ۶۵ افغانۍ پلورل کېده، خو دوه ورځې کېږي چې د یو کیلو ګرام غاز بیه څه باندې سلو افغانیو یانې دوو ډالرو ته رسېدلې ده.

همدا راز د یو لیتر تیلو بیه له ۶۳ افغانیو تر ۶۸ افغانیو پورې ده.

د سون توکیو د بیو لوړیدو لګښت وال اندېښمن کړي دي، په ځانګړي ډول د هغو ولایتونو خلک چې ژمی په کې په پرتلیز ډول ژر راځي.

د ټاکنیز بهیر اوږدېدل ددغو بیو د لوړېدو يو پام وړ لامل بلل کېږي.

د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې له تاسو اورو چې په سیمو کې مو حالت څنګه دی؟ غاز او نور سون توکي په کومه بیه اخلئ؟ د غازو او تیلو د بیو پورته کېدلو ستاسو پر ژوند څه راز اغېز کړی دی، او ستاسو په باور حل لاره څه ده؟

که پر دې اړه څه ویل غواړئ د یکشنبې پر ورځ زموږ ماښامنۍ خپرونې ته پر دې شمېره زنګ ووهئ: 0202202300، یا هم پر بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه خپل اندونه او تیلېفوني شمېرې پرېږدئ.