څنګه کېداى شي مثبت اوسو؟

څيړنو ښوولې څوک چې منفي فکر کوي د ژوندانه په هر چانس کې ستونزې ويني خو څوک چې د مثبت فکر خاوند وي آن په ستونزو کې چانسونه ګوري.

که څه هم چې د ژوندانه د ستونزو او ننگونو له کبله ګرانه ده چې انسان تل مثبت اوسي خو تجربو ښودلې چې مثبت فکر کول له خلکو سره مرسته کوي چې ژوند يې ترهغو خوندور او آسانه وي، چې منفي فکر لري.

غواړو له تاسو وارو چې تاسو په خپل ژوند کې څه ډول ياست، مثبت اوکه منفي؟

او څه فکر کوئ چې کورنۍ، ښوونځى او ټولنيز چاپرېيال په انسان کې د مثبتو ځانگړتياو په رامنځ ته کولو کې څه ونډه لرلې شي؟

نو په دې اړه د خپلو تجربو او نظرونو د شريکولو په موخه د سه شنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شئ چې په بي بي سي پښتو فيسبوک پاڼه کې هم په دې اړه خپل پيغامونه پرېږدئ.

ورته مطالب