له اړمنو سره مرستې څنګه اغېزناکه کېدای شي؟

د انځور حقوق Getty

ملګري ملتونه هر کال د سپتمبر میاشتې پنځمه نیټه د خیر او ښیګڼې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په همدې مناسبت په خپل پیغام کې ویلي د خیریه مؤسسو مرستې او داو طلبانه کارونه کولای شي د انسانانو په ژوند ژور مثبت اغیز وکړي.

ملګرو ملتونو د نړۍ له خلکو غوښتي چې د انسانانو د ژوند د ښه والي او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره د خیر ښیګڼې کارونو ته مخه کړي.

په افغانتسان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د نړیوال بانک په څیر یو شمیر نړیوالو سازمانونو ویلي افغانستان د بې وزلۍ د کچې د راټیټولو لپاره له لویو ننګونو سره مخامخ دی. په افغانستان یو شمیر خیریه مؤسسې فعالیت کوي او لیدل شوي چې د طبیعي پیښو پرمهال او په نورو وختونو کې یې له خلکو سره مرستې کړي دي.

د بي بي سي راډیو د روانې اونۍ په ستاسې غږ خپرونه کې له بې وزلو او اړمنو کسانو سره د خیریه مؤسسو او اشخاصو د مرستو په اړه غږیږو.

خو پوښتنه داده چې آیا په افغانستان کې خیریه بنسټونه توانیدلي چې له بې وزلو سره مرسته وکړي؟

آیا په شخصي توګه او د یا د خیریه بنسټونو له لارې مو له نورو سره مرسته کړې ده؟

څنګه کیدای شي چې فردي مرستې تنظیم او اغېز یې زیات شي؟

که د افغانستان په کومه سیمه کې پیښه وشي او خلک مرستې ته اړتیا ولري نو څه باید وشي ، مرستندونه بنسټونو ته انتظار کوئ او که د خلکو په مرسته خپله مرسته کوئ؟

که غواړي په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ ، نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې له اتو بجو تر اتو بجو او دیرشو دقیقو پورې په 0202202300 شمیره زنګ ووهئ او یا خپل نظر او یا د ټلفون شمیره دلته ولیکئ چې موږ له تاسې سره اړیکه ونیسو.