هندۍ هنرمنده چې د یوټیوب له لارې یې شهرت موندلی

د انځور حقوق shirleysetia
Image caption شېرلي سېتیا پر خپل یوټیوب کانال نژدې ۴۲۰۰۰ ملګري لري او سندرې یې له درې میلیونو هم زیاتو خلکو لیدلي

شېرلي سېتیا نوي زېلانډ میشتې هندۍ سندرغاړې ده چې د خپل یوټیوب کانال او خواله رسنیو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی.

۲۱ کلنه شېرلي سېتیا د خپلو مینه والو په غوښتنه د هندي فلمونو بېلا بېلې سندرې له نوي کمپوز سره په خپل غږ ثبتوي او بیا یې پر خپل یوټیوب کانال خپروي.

د نوموړې سندرې د هند په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې خورا مشهورې دي او له دې لارې یې زرګونه مینه وال پیدا کړي.

نوموړې پر خپل یوټیوب کانال نژدې ۴۲۰۰۰ ملګري لري او سندرې یې له درې میلیونو هم زیاتو خلکو لیدلي.

شېرلي لا هم زده کوونکې ده او د اکلېنډ پوهنتون کې د هنر او ادبیاتو په زده کړې بوخته ده.

نوموړې وايي له کوچنیوالي یې بالیووډ او هندي سینما سره مینه وه او غوښتل یې سندرغاړې شي.

شېرلي د سوشل مېډیا یا خواله رسنیو پرمختګ د نویو سندرغاړو لپاره یو ښه فرصت بللی.

د نوموړې په آند بالیووډ کې د یوې سندرغاړې په توګه کار موندل اسانه چاره نه ده نو د دې لپاره چې خپل غږ او خپل هنر تر نورو خلکو ورسوئ د یوټیوب کانال یې غوره لار ده.

نوموړې ښکلی غږ لري او د کلاسیکو، رومانوي سندرو تر څنګ د موسیقۍ د پاپ سبک سره هم مینه لري.

نوموړې د زده کړو تر څنګ د آکلېنډ په "ترانه" راډیو کې نیمه ورځ د ویاندې دنده هم لري او خپرونه یې "شو ټایم وېد شېرلي" خورا مشهوره ده.

شېرلي سېتیا څه موده وړاندې د سندرغاړو په یوه آنلاین ازموینه کې چې له ټولې نړۍ په کې زرګونه سندرغاړو ګډون درلود لومړی مقام خپل کړ.

له هغې را وروسته د نوموړې سندرې، غږ او هنر د بالیووډ وتلیو سندرغاړو ستایلی او د ډیرو په آند هندي سینما کې د نوموړې راتلونکی روښانه دی.

شېرلي سېتیا په یوې مرکه کې د بالیووډ وتلی هنرمند عامر خان د خپل د خوښې فلمي لوبغاړی په ګوته کړ او دا یې هم په ډاګه کړه چې په نژدې راتلونکې که به د هند په ګډون د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې کنسرتونه ولري.

شېرلي وايي لومړی غواړي خپلې زده کړې بشپړې کړي او بیا په هندي سینما کې خپل بخت وازمویي.

ورته مطالب