ننداره: 'د پنځمې مېرمنې په هیله' فلم

Image caption دا فلم د افغانستان شمال په لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوی، چې‎ څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر لګښت یې د افغان سوداګرو لخوا ورکول شوی.

په افغانستان کې هر کال د ګوتو په شمېر هنري فلمونه جوړېږي. ''د پنځمې ښځې په هیله''، د هغه فلم نوم دی چې تېره شپه په کابل کې د فلم مینه والو ته وړاندې شو.

دا فلم افغاني دود او ناخوالې انځوروي. د دې فلم نندارې ته د افغان سینما استازي، مینه وال او چارواکي راغلي وو.

دغه فلم د کابل د استقلال لیسې په تالار کې د ''آلتین '' فلم شرکت له خوا نندارې ته وړاندې شو.

دا فلم د افغانستان شمال په لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوی، چې‎ څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر لګښت یې د افغان سوداګرو لخوا ورکول شوی.

د فلم پانګونې‎ او پروډیسر مراد حمیدي وايي:

''په ډېرو سختو شرایطو کې د بلخ او فاریاب ولایتونو کې دا فلم ثبت شوی. بهرني او کورني هنرمندان دلته له موږ سره یوځای وو. د ایډیټ کارونه مو د هندستان په ممبۍ ښار کې ترسره کړل.''

د فلم کیسه د یوه شتمن سړي په ژوند راڅرخي چې څلور مېرمنې لري او غواړي پنځم واده هم وکړي. دا فلم تر اوسه په ګڼ شمېر نړیوال فیستوالونو کې شامل شوی، او د امریکا د بوسټن فلم په فیستوال کې د ۲۶۰۰ فلمونو په منځ کې د څلورو غوره فلمونو څخه یو دی.

د دې ترڅنګ داسې هڅې روانې دي چې دا فلم د اوسکار نړیوال سینمایي فیستوال ته د ګډون په موخه په راتلونکي کال کې وړاندې شي.

د فلم لوبغاړی، لیکوال او جوړوونکی صدیق عابدي د پردیو له سینما تقلید غندي:

Image caption ننداره کوونکي د فلم په لیدو خوښ معلومېدل.
Image caption دغه فلم د کابل د استقلال لیسې په تالار کې د ''آلتین '' فلم شرکت له خوا نندارې ته وړاندې شو.

''موږ باید په ښکلي، هنري او اکاډیمیک ډول دودونه د سینما پردې ته راولو، او د افغانستان موضوع په سینما کې ښکاره کړو. ددې پرځای چې پردیو فلمونو ته حیران شو، ښه به وي چې پخپلو مټو او کمال سره فلمونه جوړ کړو. ''

ننداره کوونکي د فلم په لیدو خوښ معلومېدل.

افغان سینما په تېرو دیارلسو کلو توانېدلې چې نړۍ ته خپل ظرفیت وښيي، خو بیا ځینې نور فلمونه هم جوړ شوي چې د لیدو ارزښت نه لري.

د پنځمې مېرمنې په هیله فلم ته د چارواکو لخوا فلم جوړونکي او پروډیسرانو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.

ورته مطالب