ایا افغانستان کې د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه ده؟

تېره ورځ د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله له کوره د وتلو پرمهال د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي له خولې وروستۍ جمله دا وه، چې: غوره به دا وي چې نن ستاسې لاسونه زما په ګرېوان کې وي، او سبا ته زما لاسونه ستاسو ګرېوان.

د ملي یووالي د حکومت جوړولو لپاره د واک د وېش پر سر د دواړو مشرانو خبرې وروسته تر هغه بې پایلې شوې، چې عبدالله عبدالله د اشرف غني احمدزي تازه وړاندیز ونه مانه.

ښاغلي احمدزي د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له درېیم تیلېفوني اړیکي وروسته له دې غوښتنې سره د خپل سیال کور ته ورغی، چې د سیاسي خبرو د وزیرانو د شورا د مشرۍ د څرنګوالي او ملي یووالي د حکومت په اړه یوې پرېکړې ته پکې ورسېږي.

د دواړو ترمنځ د اختلاف یوه مهمه مساله دا ده چې ایا منتخب ولسمشر به د وزیرانو د شورا مشري کوي او که اجراییوي مشر.

د ښاغلي احمدزي د طرحې په هغه یوه برخه کې، چې بي بي سي ته رسېدلې ده، راغلي چې ولسمشر به د اساسي قانون پربنسټ د کابینې مشر وي، خو اجراییوي مشر د اجرایويي چارو د عملي کولو او کابینې د پرېکړو، په اونۍ کې یوځل د وزیرانو د شورا د کمېټې اداره کولو او د وزیرانو د شورا د همغږې کولو مدیریت پرغاړه لري.

یو میلیون رایې

خو د ښاغلي عبدالله لپاره دغه وړاندیز د قناعت وړ نه دی.

ډاکټر عبدالله پر دې اند دی، چې سیال یې له "پراخه پلان شوي پلان سره په درغلیو" وکړای شو چې د ټاکنو په دویم پړاو کې تر ده نژدې یو میلیون رایې مخکې شي، د حل لارې لپاره یوه مشروع لار پاتې ده، هغه دا چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې له خوا پایلې ومنل شي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي هم څو ځلې ویلي، چې د ټاکنو مشروعیت د ماتې خوړلي له خوا د پایلو په منلو سره رامنځ ته کېږي.

د دولت لپاره بشپړ مشروعیت له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ شوی، د دولت خزانه په ختمېدو ده، او له نړیوالې ټولنې سره یې د همکارۍ تارونه په سستېدو دي، خو تر ټولو خطرناکه یې دا ده چې بېلابېلې قومي ډلې یو بل ته په سمه سترګه نه ګوري، چې دې کار د طالبانو بریدونو ته لاره هواره کړې ده، خو د زرګونو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به، چې د افغان ځواکونو ملاتړي دي، د راتلونکي دولت لپاره د امنیت په برخه کې لوی سرخوږی جوړ کړي.

د انځور حقوق White House
Image caption خو د دواړو غاړو ترمنځ د بهرنیو چارواکو د منځګړیتوب په نشتوالي کې بې پایلې ښکاري، لکه څرنګه چې ښاغلي اوباما پخپله وروستۍ تیلېفوني اړیکه کې ژمنه کړې وه، چې شاید د دفتر مشر او یا د بهرنیو چارو وزیر د موافقې د نهايي کېدو لپاره یوځل بیا د کابل سفر ته موزې کش کړي.

د ټاکنیز مشروعیت د خوندي کولو لپاره تر ټولو غوره لار په سیاسي توافق کې نغښتې ښکاري؛ ځکه چې ښاغلی عبدالله سر له اوسه د ټاکنو پایلې رد کړې دي او د رایو د ارزونې بهیر یې ناسالم ګڼلی دی.

د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د نژدې ۸ میلیونو رایو د ارزونې پایله - چې د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د څارونکو تر نظر لاندې پای ته ورسېده – هم له دې کبله اعلان نه شوه او د سیاسي جوړجاړي انتظار باسي.

د واک د وېش پر سر له اشرف غني احمدزي سره د ښاغلي عبدالله چنې وهلو کومه څرګنده پایله ورنه کړه، ښاغلي عبدالله خپل سیال د واک په "انحصارولو" تورن کړی، خو د وزیرانو د شورا، د اجراییوي مشر، د واک د مساوي وېش او په داسې توګه د رایو د پایلو اعلانولو غوښتونکی دی، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د رایو ډېر توپیر پکې نه وي. پر همدې مهال عبدالله د خپلو پلویانو د اټکل خلاف ډېر مخته نه دی تللی، چې شاته پلونه یې پسې ړنګ شي.

پرون داسې اټکل کېده، چې ګني هغه به د ټاکنو په اړه خپل وروستی دریځ اعلان کړی، ان ځینو داسې تمه هم کوله چې ګني د دوو میاشتو مخکې ژمنو پربنسټ به د لویې جرګې خیمه کې خپل دولت اعلان کړي، خو داسې ونه شول، عبدالله ډېره هڅه وکړه چې پلویانو ته معلومات او راپور ورکړي او دوی ته ثابته کړي چې د شخصي معاملې په لټه کې نه دی.

مساوي وېش

جنرال عتیق الله بریالی چې سیاسي مسائل له نژدې څاري، وايي: "فکر کوم پرون د عبدالله دریځ پخپله له اوسني کړکېچه د وتلو بالقوه توان لري".

ښاغلی بریالی چې له عبدالله سره د جګړې په یوه لیکه کې جنګېدلی وايي: "له شک پرته اوسنی کړکېچ سیاسي حل لاره نه لري. زما په اند روان سیاسي وضعیت، چې ظاهراً ډېر پېچلی ښکاري، د پېژندنې وړ ټکي ته رسېدلی او پای ته نژدې شوی دی. د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې اصلي هدف د عبدالله رضایت ترلاسه کول دي، چې د ټاکنو پایلې ومني، طبعاً دلته د پایلو ژر اعلانول مهم دي. خو په عین حال کې، دوی باوري دي چې نه شي کولی دا کار دې په اسانه سرته ورسېږي."

د اشرف غني احمدزي ډله هم وايي، تر هغه ځایه چې توانېدلې ده، خپل دریځ یې نرم کړی دی.

ددغې ډلې یو غړی عبدالعلي محمدي وايي، دوی د ملي یووالي د دولت هغې طرحې ته لاهم ژمن پاتې دي، چې دوه میاشتې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب رامنځ ته شوه. ددغې طرحې اصلي توکي د امنیتي، اقتصادي او خپلواک بنسټونو او ادارو مساویانه وېش دی.

خو هغه ټینګار لري، چې: "زموږ لپاره اساسي قانون سره کرښه ده، چې باید په هر حالت کې یې درناوی وشي. په اساسي قانون کې د وزیرانو د شورا مشري د ولسمشر واک دی."

د افغانستان د ټاکنو معترض نوماند پرون د سیاسي بهیر د کړکېچن کېدو خبره وکړه، خو د سیاسي خبرو لاره یې یاده نه کړه، او دا یې هم ونه ویل چې ایا خبرو ته به دوام ورکړي. د غني ډله هم وايي، دوی پر دې ند دي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

خو د دواړو غاړو ترمنځ د بهرنیو چارواکو د منځګړیتوب په نشتوالي کې بې پایلې ښکاري، لکه څرنګه چې ښاغلي اوباما پخپله وروستۍ تیلېفوني اړیکه کې ژمنه کړې وه، چې شاید د دفتر مشر او یا د بهرنیو چارو وزیر د موافقې د نهايي کېدو لپاره یوځل بیا د کابل سفر ته موزې کش کړي.

د ښاغلي عبدالله ځینې پلویان ګواښ کوي، که چېرې توافق ته ونه رسېږي، نو د زرغون او نارنجي خوځښتونو پیلولو ته به ملا وتړي.

خو جنرال بریالی پر دې باور دی، چې پای کې به سیاسي هوکړه کېږي: "زه په سیاسي معامله کې ډاکټر اشرف غني احمدزی منونکی کس وینم. هغه د راتلونکي حکومت د ګواښونو په اړه پوهېږي."

ورته مطالب