له ۹/۱۱ څخه دیارلس کاله وروسته د القاعدې گواښ څنګه ارزوئ؟

پنجشنبه د سپتمبر ١١ نيويارک کې پر نړيوال سوداګريز مرکز د القاعدې له لوري د همغاړه شويو بريدونو ديارلس کاله بشپړېږي.

له دې پېښې راهيسته د امريکا ځانګړو ځواکونو او بي پيلوټه الوتکو د نړۍ په لروبر کې د القاعدې پرضد په سلګونه ځانگړې عمليات او بريدونه ترسره کړل.

د القاعدې مشر اسامه بن لادن او د القاعدې يو شمېر نور مشران د پاکستان په قبايلي سيمو، يمن او سوډان کې ووژل شول.

له دې سره سره چې د القاعدې مشرتابه درانه زيانونه وزغمل خو د ترهګرۍ د چارو يو شمېر کارپوهان باور لري چې شمالي افريقا او منځني ختيځ کې د بوکوحرام او النصره په څېر په القاعدې پورې تړلې يوشمېر ډلې، چې په مستقلانه ډول عمليات کوي پياوړي شوې دي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسې غږ په پروگرام کې غواړو د القاعدې له لوري نن افغانستان، سيمې او نړۍ ته د ورپېښ گواښ په اړه له تاسو سره وغږېږو.

د دې ګواښ کچه څنګه ارزوئ او که ډېر شوى، لامل يې څه کېداى شي؟

نو په دې اړه په پروګرام کې د غږېدا لپاره د پنجشنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنګه کولى شئ چې په بي بي سي پښتو فيسبوک پاڼه کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.

ورته مطالب