ایا د سیمې ښوونځي مو ودانۍ لري؟

د انځور حقوق epa
Image caption ایا په د ښوونځي ودانۍ په نشتوالي کې ممکنه ده، چې د زده کونکو لپاره د مناسبو او معیاري زده کړو زمینه برابره شي؟

د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دوی په وینا له ۲۰۰۱ کاله راهیسې د ښوونځیو لپاره نژدې لس زره ودانۍ جوړې شوې دي.

خو وايي په راتلونکو پنځو کالو پورې د ښوونځیو لپاره اته زره نورې ودانۍ جوړې کړې. پر دغو ودانیو به ۳ میلیارده ډالره لګښت اړتیا ده. هغه ډېرې ښوونځي چې ودانۍ نه لري په ناامنه سیمو کې دي او یا هم په هغو سیمو کې موقعیت لري، چې د حکومت مخالفانو تر کنترول لاندې دي.

د معارف پروژې هم په همدغو سیمو کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.

د دغو سیمو زده کونکي تر شنه اسمان لاندې او یا هم په کېږدیو کې زده کړې کوي. تاسې راته د خپلې سیمې په اړه ووایاست، چې د ښوونځیو ودانیو حالت څنګه دی، د دغو ودانیو د لږوالي یا نشتوالي له کبله مو ماشومان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي؟

ایا په د ښوونځي ودانۍ په نشتوالي کې ممکنه ده، چې د زده کونکو لپاره د مناسبو او معیاري زده کړو زمینه برابره شي؟

د بي بي سي یکشنبې ماښام په (ستاسې غږ ) خپرونه کې به له تاسې سره یو ځای په همدې موضوع خبرې وکړو او نظرونه به مو له نورو سره شریک کړو.

که غواړئ په همدې موضوع مو نظر راسره شریک کړي، د یکشنبې په ماښام اته بجې راته په 0202202300 زنګ ووهئ یا مو د بي بي سي پر پښتو ویبپاڼه خپله شمېره پرېږدئ، چې موږ درته زنګ ووهو.

دغه راز تاسې کولای شئ د بي بي سي پر پښتو فېسبوک پاڼه هم راته خپل نظر پرېږدئ.