کلېک: د ټکنالوژۍ له نړۍ تازه خبرونه

د انځور حقوق
Image caption د کلېک ټکنالوژۍ پروګرام د هرې دوشنبې په ورځ پر بي بي سي پښتو ټلویزیون لیدلی شئ

په امریکا کې د ټویټر، نیټ فلیکس او ریډېټ په ګډون انټرڼټ پاڼو د انټرنیټ د بیطرفۍ په اړه په یوه پروګرام کې ګډون وکړ.

د اصولو له مخې پر انټرنیټ باید له ټولو سره یو ډول چلند وشي خو د دوی په څېر کمپنۍ اندېښمنې دي، که چېرته نوي مقرارت پلي شي نو دوی اړ دي چې پر انټرنټ د چټک پاتې کیدو لپاره اضافي لګښتونه وګالي.

اوس مهال دغه مقرارت ډېر روښانه نه دي خو د کیبل کمپنۍ غواړي چې د نیټ فلیکس په څیر کمپنۍ باید د خپل مصرف په اندازه لګښت وګالي، مخالف لوری بیا وايي چې دا به نامناسبه او د انټرنیټ دوه مخي وي.

د مایکروسافټ نوې هڅه

د راپورونو تر مخه مایکروسافټ د هغه ویډیوګیم سټوډیو د اخیستلو په هڅه کې دی چې د نړۍ مشهور ګیم "ماین کرافټ" په کې جو شوی.

داسې اټکل دی چې دغه سویډنۍ سټوډیو به په څه باندې دوه ملیارده ډالر وپلورل شي.

د جون په میاشت کې دغې سټوډیو ادعا وکړه چې د ګیم ۵۴ میلیونه کاپیانې پلورل شوې او له هغه وروسته دغه ګیم د ایکس باکس ون او پلی اسټیشن څلور لپاره هم راووت.

تري ډي موټر

په شېکاګو کې د نړۍ لومړی چاپ شوی تري ډي موټر راووت چې چلوول کېدی هم شی.

دغه تري ډي موټر ۴۰ پورزې لري چې په ۴۴ ساعتونو کې سره یوځای چاپېږي.

دغه موټر ته بریښنا، بېټرۍ او نور توکي له نورو شیانو اخیستل شوي.

جوړونکي یې "لوکل موټرز" وايي دا موټر به د سږکال په وروستیو کې امریکا کې مارکیټ ته وړاندې کړي.

ډېسټيني ګېم

Image caption ډېسټيني د تاریخ یوازینی ګېم دی چې ۵۰۰ مېلیون امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی

او د ډیسټيني ګېم جوړول د اکټي ویژن لپاره د ګیم جوړونې په تاریخ کې تر ټولو لوی قېمار وو خو داسې ښکاري چې تاوان یې په کې نه دی کړی.

دا ګیم چې له ډیر وخت راهیسې یې انتظار کېده تېره اونۍ بازار ته وړاندې شو او وار له واره یې څه باندې ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ګټلي دي.

دغه ګیم د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی و، او شاوخوا ۵۰۰ کسانو د څه باندې ۵ کلونو لپاره پرې کار کړی دی.