د ۲۰۱۴ کال اسیايي لوبو خاطرې - '۲' برخه

د انځور حقوق
Image caption بالاخره ميدان ته ننوتو، په زرګونو خلک ناست دي، خو کله مو چې خپل بيرغ په غټ سکرین ولېد، خوشحاله شوم، چې بيا د الله شکر دی، چې په نړۍ کې خو ېادېژو.

هغو رسمي مراسمو ته وبلل شوو، چې ټولو هېوادونو په کې ګډون کاوه.

په ۳ بجو منېجر د کریکټ ټېم بس ته راوستو ځکه چې ۳ بجې وخت یې راکړی و.

پخپل بس کې کېناستو او د فوټبال، تېکواندو او څو افغان نجونې هم راسره بس کې وې.

غوړه ښوروا

له یوه ساعت انتظار وروسته د سټډیم پر لور روان شوو، د نورو لوبو افغاني لوبغاړو کیسې مې چې واورېدې نو زموږ د کریکټ له لوبغاړو سره یې دومره توپیر و، لکه زموږ او استرالیايي لوبغاړو د مالي او اسانتیاوو ترمنځ.

موږ خو له دا ډول خبرو سره اشنا وو، خو بيا مې هم زړه ورته بد شو، خو ډاد مې ورکړ چې موږ خو په میاشت کې غوړه ښوروا هم نه خوړله.

جامې به مو په مياشت کې یوځل هم نه مینځلې. لامبل خو په اوونیو کې نه وو، تاج ملک به سوال کاوه چې څه ناڅه پيسې راپيداکړي او خپلې خیټې مړې وساتو.

خپل کوښښ مې وکړ چې ویې وهڅوم. له يو ساعت درنګ وروسته لوبغالي ته ورسېدو او د سویلي کوریا یوې نجلۍ راته وویل چې خپل بس ته راځئ چې پروګرام خلاص شي.

موږ وویل سمه ده. څه ناڅه له خپل عادت سره سمه مو یوه ټوکه هم ورپورې وکړه، نجلۍ مسکه شوه او 'تنکيو' يې وویل. که په ژباړه پوهه شوې وای، نو بيا مو خير نه و. له تالاشي تېر شوو او پخپل انتظارځي کې کېناستو.

خلک تلل راتلل او عکسونه يې اخيستل او د اولمپیک نښان يې غوښته، موږ سره خو نه وو خو د اولمپیک کمېټې والو له ځان سره راوړي وو.

پروګرام ځنډڼی شو، موږ هم ګرځېدل راګرځېل پیل کړل. ۵ ساعته وروسته په کتار شوو، یوه کوریایۍ نجلۍ مو مخکې شوه او دغسې ټول هېوادونه.

د انځور حقوق b

نورو کې موږ ورک شوو، ځکه چې لږ وو. دلته مې هم په زړه کې راتېر شول چې هېواد مو بې وزله دی، او د غمونو ځاله هم ده، که امن وای، نو موږ به تر ۱۰۰ ډېر وای، هرې یوې ډلې خپلې ملي ترانې ویلې، زموږ ۱۵ کسیزه ډلې هسې شور جوړ کړ؛ ځکه ځینو ویل چې الله اکبر ووایو.

چا ویل چې 'وطن عشق تو افتخار' ملامت سره نه وو دا زموږ ګناه نه ده، د مشرانو ګناه ده؛ ځکه که يو ملي سرود مو وای، نو که په چينايي هم وای، زده به مو و.

بالاخره ميدان ته ننوتو، په زرګونو خلک ناست دي، خو کله مو چې خپل بيرغ په غټ سکرین ولېد، خوشحاله شوم، چې بيا د الله شکر دی، چې په نړۍ کې خو ېادېژو.

ورته مطالب