ایا افغان پولیس ملي دي؟

د انځور حقوق AP
Image caption تاسو د پولیسو دغې درنې دندې ته پر کومه سترګه ګورئ؟

په تیرو ۱۳ کلونو کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره د افغان پولیسو شمیر ۱۵۰ زرو تنو ته ورسید،د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې پولیس د خلکو د سر او مال د خوندیتابه، فردي خپلواکۍ، د جنايي جرمونو د مخنیوي او د ټولنې د نظم ټینګولو دندې پر غاړه لري،خو په افغانستان کې لکه پوځیان په جګړو کې هم ښکیل دی.

تاسو د پولیسو دغې درنې دندې ته پر کومه سترګه ګورئ؟

بله دا چې د افغانستان پولیس په رښتیا هم ملي دي، که بیل ډلیز،ت نظیمې، سیمیز او ژبني تړاوونه لري، که داسې وي څنګه کیدی شي چې افغان پولیس پر ملي پولیسو واوړي؟

همدا راز د پولیسو په لیکو کې هغه څه شته کنه چې اخلاقي فساد بلل کیږي، لکه بچه بازي او نور؟

او ایا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو د میلیاردونو ډالرو لګښت په اړه اندیښه لرئ.

د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې ستاسو نظر پروګرام همدې موضوع ته ځانګړی شوی، د خپرونې پر مهال مخامخ پر دې شمېره زنګ راووهئ 0202202300 یا پر بي بي سي پښتو فیسبوک پاڼه خپل نظر او شمېره پرېږدئ.