توندلاري سياسي بهيرونه او ځوانان

نژدې يو کال کېږي چې د ځوانو سياسي ګوندونو او ځوانو سياستوالو ترمنځ د روان ډايلاګ د غونډو برخوال يم. دغه غونډې د يوې نادولتي ادارې له لوري جوږېږي چې زما په اند د ځوانانو په نژدې کولو او له روانو سياسي حالاتو سره د هغوی په تعامل کې يې فوق العاده مهم رول لرلی دی.

په غونډو کې د ځوانانو پر بشري وړتيا، انرژي او بشري پانګې بحثونه کېږي خو په هره غونډه کې تر دې هاخوا هم داسې څه وي چې د سړي سترګې ور اوړي. په دغو غونډو کې تر هر څه لومړی ماته دا معلومه شوه چې د ځوانانو ترمنځ واټنونه نشته خو دا چې موږ له يو بل سره د نژدې کېدو هڅه نه ده کړې، نو دغسې فکر کوو.

موږ له يو بل سره د نژدې کېدو تر هڅې مخکې شکايت کوو چې د ځوانانو تر منځ فکري واټن موجود دی او داسې کوم محور نشته چې ټول پرې راټول شي. خو دا خبره همغه مهال ناسمه ثابېږي چې له ځوانانو سره پر هېوادنيو ملي مسايلو بحث ته اړ شو. افغانستان لا هم د منليو نړيوالو معيارونو پر بنسټ په جګړه کې ښکېل او کړکېچن هېواد دی.

په ټوليز ډول په جګړه کې ښکېلو او کړکېچنو هېوادونو کې د مسايلو په اړه توافق خورا ستونزمن وي، په تېره بيا په هغو هېوادونو کې چې د ملت جوړونې بنسټونه پکې يومخنيز وران شوي وي.

له همدې کبله په تېرو څو کلونو کې موږ پر ځينو مسايلو باندې بحث ته زړه نه ښه کاوه. موږ ټولو ځينې ملي مسايل قومي انګېرل او فکر مو کاوه چې په وطن کې ځينې نور خلک کېدای شي ورسره جوړ و نه اوسي.

عيناً همدغه وېره د نورو توکمونو په ځوانانو کې هم وه. هغوی هم زړه نه ښه کاوه چې پر ځينې مسايلو بحث وشي. خلک د ځينې کړيو هغو خبرو وېرولي و چې ويل به يې ((نه افغانستان يو ملت دی او نه هم دلته داسې ملي ګټي شته چې ټول پرې يوه خوله وي.))

له ((هېڅ)) څخه وېره

د ځوانو سياسي ګوندونو او ځوانو سياستوالو ترمنځ په نژدې يو کلن ډايلاګ کې ټولې هغه اندېښنې سرچپه خېژي چې د ځوانانو د نژدې والي په اړه راسره وې. نن مو په افغانستان کې د ځوانانو پر حالت، د هغوی په مخکې پرتو ننګونو او لومړيتوبونو باندې بحث کاوه.

د ښوونې روزنې مسله د ځوانانو د ستونزو په سر کې وه. زموږ د ګروپ اکثره برخوال ناپښتانه و، خو د ټولو نظر هغسې و لکه زموږ دوو-دريو پښتنو چې و. د ښوونې په برخه کې زموږ بحث پر هغو سيمو راچورلېده چې اوسېدونکي يې اکثرا پښتانه دي او جګړه ځپلې دي. د بحث برخوالو پر هلمند تمرکز کاوه چې لويه بشري پانګه پکې پرته ده خو د نه پاملرنې له کبله په غلطه لاره کارول کېږي.

د ټولو باور دا و، تر هغه چې يو هلمندی وګړی زده کړو او نورو حقونو ته هغسې لاسرسی و نه لري لکه يو کابلی چې يې لري، د وطن پرمختګ ناممکن نه، خو هرو مرو ستونزمن دی. د حکومت له لوري د سرچينو په وېش کې هم هلمند او سوېلي وروسته پاتې ولايتونه يادېدل. باور دا و چې که د هلمند يا پکتيکا خلکو ته د ژوند کولو لپاره هغه سرچينې برابرې نه شي چې د بلخ او تخار يو اوسېدونکی يې لري نو د پرمختګ تمه په کار نه ده.

زما لپاره مهمه دا وه چې د بحث هېڅ يوه برخوال ته د سيمې، قوم او سياسي اړيکو محور مطرح نه و په داسې حال کې چې ټول په بېلابېلو سياسي بهيرونو پسې تړلي ول. دوی ټول د وطن هرې سيمې ته د دې وطن د يوې برخې په توګه د مساوي حق ورکولو غوښتونکي ول. زما نتېجه دا وه چې موږ ټول خپل پخواني نسل له يو بل څخه لري ساتلي او له يو بل څخه وېرولي يو.

زما تجربه دا ده چې که ځوانان سره نژدې شي نو د ټولو په منځ کې هومره ډېر فکري مشترکات شته چې فاصلو ته هېڅ ځای نه پاتې کېږي.

افراطيت

زما يو دوست د ځوانانو په منځ کې پر بالقوه ستونزو خبرې کوي. افراطيت يې د وينا مرکزي ټکی دی. وېره يې دا ده چې افراطيت کولای شي د ځوانانو بشري انرژي د وطن د ښېرازۍ پر ځای د وطن پر ويجاړي راټوله کړي. بحث د ښوونځيو او پوهنتونونو پر درسي نصاب غځوي.

نيوکه يې دا ده چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت په نامه داسې توکي تدرېسېږي چې له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي. دغه کتابونه اکثره هغو کسانو ليکلي دي چې له اسلام څخه داسې افراطي تعبير لري چې طالبانو هم نه درلود. د دغسې توکو لوستل په ځوانانو منفي اغېزه کوي.

ددې پر ځای چې ځوانان په رښتيني معنی اسلامي ثقافت ولولي دوی يوازې د يوه ليکوال هغه ليکنه لولي چې د بېلابېلو افراطي جريانونو له تګلارو يې سکښتلې او په زور يې ورته د اسلامي ثقافت رنګ ورکړی وي. اوس دريځ ته د يوه افراطي جريان يو استازی راغی.

ظاهرا يې له نورو ځوانانو سره توپير نشته بلکې تر ډېرو لا ماډرن ښکاري خو په نصاب کې د هغو توکو د تدريس ملاتړ کوي چې د کنفرانس د ټولو برخوالو په وينا ځوانان افراطي جريانونو ته وربولي. د کنفرانس برخوالو په سړه سينه کې ددې ځوان فتوا ډوله نيوکې واورېدې. هېچا د دې ځوان توندو نيوکو ته توند غبرګون و نه ښود. په کنفرانس کې د ځوانانو زغم دا ثابتوي چې په ځوان نسل کې منطق پر سوټي بريالی شوی دی.

خو خبره دلته پای ته نه رسېږي. د ځوانانو تر منځ د تفاهم د يوې ژبې رامنځته کول لا هم کار ته اړتيا لري. نصاب يوې خوا ته، خو يو شمېر نور دلايل هم شته چې ولې ځوانان افراطي جريانونو ته مخه کوي؟ څه موده مخکې په ورته يوه کنفرانس کې پر همدغې موضوع باندې ما وينا درلوده.

زما باور دا دی چې په افغانستان ملي ديموکرات بهيرونه خورا کمزوري دي. دوی د عمر په لحاظ يا د افراطي جريانونو همځولي او يا هم ترې مشران دي خو په عمل کې داسې نه دي. ديموکرات سياسي بهيرونه د هدف پر ځای پر وسايلو ټينګار کوي او افراطي بهيرونه بيا د وسايلو پر ځای خپل هدف ته ډېر پام کوي.

ديموکرات بهيرونه، د ښه او بد په چاڼ کولو بوخت دي او افراطي جريانونه ټول ورتلونکي کسان جذبوي او له خپلې تګلارې سره سم يې تراشي. دا داسې ده لکه د يوې کوټې بام چې سوری وي او د باران اوبه ورتويېږي. يو سړی پر دې فکر کوي چې په هر شي وي خو د بام اوبه بندې شي او بل بيا په دې فکر کې وي چې له خپلې خوښې سره سم توکي پيدا کړي او اوبه پرې بندې کړي.

د ديموکراتو بهيرونو دغه زړه نازړه توب او لرليد په سياسي ډګر کې لويه تشه رامنځته کړې ده. په حقيقت کې دوی په لوی لاس د نويو جذبېدونکو او خوانانو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي، له همدې کبله ځوانان اړ شوي دي چې افراطي جريانونو ته مخه کړي.

يو بل توپير دا دی چې زموږ ديموکرات جريانونه غواړي چې همېشه د واک د ثقل په مرکز کې او يا هم له مرکز سره نژدې پاتې شي له همدې کبله يې ټوله انرژي دغه هدف ته په رسېدو لګېږي خو افراطي جريانونه تر اوسه پورې د ځان په سمبالولو بوخت دي. هغوی دا مهال يوازي بشري پانګه راغونډوي او د سباورځې لپاره تياری نيسي.

زما وېره دا ده چې که همدغه افراطي جريانونه سبا ورځ له ډيموکراتو هغو سره ټاکنو ته وځي نو ټاکنې به ګټي. دلته ديموکرات سياسي بهيرونه فکر کوي چې بايد ارو مرو په دولت کې څوکۍ ولري او د دې څوکۍ لپاره ان د خپل سياسي بهير تاريخي او ملي ځای ځایګی هم قربانوي، خو افراطي بهيرونه له دولته د باندې د سبا په فکر کې دي.

ورته مطالب