پښتونخوا کالم: زما کابل مه سوځوئ

د انځور حقوق Reuters
Image caption که څه هم اوسنۍ هوکړه د افغانانو د هيلو او ارمانونو ښکارندوی نه دى خو د تېر ټپونو ټکور به ورته ضرور وايُو چې لږ دردونه یې قرار کړې دي

او اخر هم ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشر شو، او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایوي مشر وټاکل شو.

کابل د نوي ولسمشر په جشن کې د خونړي تخت سوله ایز دود جوړ کړو.

حالاتو چې هر څومره څه کول هغه یې وکړل خو د افغانستان ځمکني حقایق چې څه وو، افغاني ټولنې چې د جنګونو د دود څخه ډډه وکړه، ټولټاکنو ته په کتار کې ودرېدل نو اوس د ډېرو خوارو زارو نه وروسته د روغ او سالم افغانستان وجود په خېر راجوړ شو.

موږ چې د تاريخ په اوږدو کې ډېر شاته ولاړ شو، د افغانستان د تخت او تاج، واک او اختيار او انقلابونو تاريخ ته په وګورو نو هر واکمن خپل سياسي سیال په داسې بوږنوونکو سزاګانو له منځه وړى دى چې يادول یې هم په بنده غونى زيګ زيګ کړي. دا سلسلې د واک خاوندانو په افغانستان کې څو څو ځلې تکرار کړې دي:

  • د لوى احمد شاه بابا د لمسي تېمور شاه د زوى زمان شاه په امر د خپل ورور نه سترګې ايستل او د کابل په بالاحصار کې یې بندي کول.
  • د شاه شجاع له خوا د بالاحصار د نيولو پر مهال د خپل ورور شاه محمود بندي کول.
  • د شاه محمود د زوى شهزاده کامران له خوا د سردار پاینده محمد خان د زوى او پاچا جوړونکي وزير فتح خان ړندول، د بدن يو يو غړى یې پرېکول او په نا ترسه مرګ وژل.
  • د واک د تر لاسه کولو د دسیسې پر بنسټ د امير حبيب الله خان وژنه.
  • د غازي امان الله خان د سياسي واک د شنډولو لپاره که څه هم د بدني وژنې عمل تکرار نه شو خو ځینو یې په سياسي مرګ د وژلو په دسیسه کې حتما لاس درلود.
  • د ظاهر شاه د واک ختمول هم لکه د غازي امان الله خان دور تکراروي.
  • په سردار داود د ثور انقلاب چپاو وکړ او هغه د کورنۍ له نورو غړو سره له منځه ولاړ.
  • د ثور د انقلاب د څلورو دورو نومونه ''نورمحمد تره کۍ، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله'' د افغانستان د خونړي تخت واکمنان پاتې شوي دي او له ببرک کارمل پرته نور ټول یې په خپلو وينو لمبېدلي دي.
  • د جهادي ګوندونو دوو دورو (صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني) د افغانستان لارې کوڅې په وينو سرې پرېښې دي. دوى هغه وخت خپل سرونه خوندي کړل خو ولسونه یې د ناترسه ورور وژنې سره مخ کړل.
  • د طالبانو دور د کابل د تخت او تاج د وينو دود په داسې عجيبه بڼه ولمانځه چې په افغانستان کې د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې په پایله کې امریکا برید وکړ.

د بون له هوکړې او د حامد کرزي له دورو نه وروسته يو ځل بيا دا وېره پیدا شوې وه چې د کابل تخت او تاج به په وينو سور شي او د قومي شخړو په نوم به يو بل جنګ د وينو زاړه دودونه تازه کړي.

ډېرو پټو لاسونو د جنګ لپاره خپل نوکونه وجنګول، ډېرې کیسې کتارې وشوې او ان دا چې د پاکستان په خپل سياسي بحران کې پنجابی طالبانو اعلاميه کې وویل:

(موږ به په پاکستان کې له ترهه ګرۍ ډډه کوؤ او دلته به د تبليغ له لارې د خلکو اصلاح کوؤ. زموږ جهاد به اوس په افغانستان کې وي!!)

دا اعلاميه په دومره واضحه ټکو په داسې وخت کې مخې ته راغله چې د پاکستان لومړی وزیر د صابون په چکۍ ولاړ و او افغانستان د خپل ولسمشر د خوندیتابه لپاره د قومي، ژبني، مذهبى او مسلکي شخړو نه ډډه کوله او له هغه زوړ دود څخه یې ډډه کوله چې تاريخ وایي د کابل تخت او تاج د وينو دى.

که څه هم اوسنۍ هوکړه د افغانانو د هيلو او ارمانونو ښکارندوی نه دى خو د تېر ټپونو ټکور به ورته ضرور وايُو چې لږ دردونه یې قرار کړې دي.

خو د ټپونو خولې یې اوس هم خامې دي. اوس بيا دا دسیسه روانه وه چې دا خام ټپونه وشکوي او افغانستان وينې کړي خو دا هڅه شنډه شوه.

روڼ اندي، مترقي او افغان ولس د سوله ایز، کرار او خوشال افغانستان لپاره د کابل د واک پر لېږد خوشالۍ څرګندوي.

خو افسوس صد افسوس چې په داسې حساس او نازک وخت کې پنجابي طالبانو افغانستان کې د جهاد اعلاميه ورکړه، حال دا چې د افغانستان د ولسمشر له ټاکل کېدو نه مخکې د هند نوي لومړي وزیر لپاره د پاکستان لومړی وزیر نواز شريف په شنه منډه هند ته ولاړ.

اوس هم د هغه دورو پټ ټپونه په پوځ ټکوروى. ي

و خوا په افغانستان کې د پنجابي طالبانو د جهاد اعلان او بل خوا د پاکستان له خوا د افغانستان د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسمو ته د وفد لېږلو حکومتي دود پوره کول دي.

د خواشينۍ خبره دا ده چې پنجاب د افغانستان د ډېموکراسۍ پر ضد نظر څرګند کړ او پنجابي طالبانو ورته د جهاد بډې راښکلې.

د پاکستان حکومت باید په دې اړه له تېرو حالاتو څخه عبرت واخلي چې د جهاد په ټېکه دارۍ کې ډېموکراسي ګټونکې نه وي.

د چاودېدونکو توکو په بدل کې څو چاته د ګلونو ګلدستې نه ورکوي. د بل په کور کې به د جهاد له کبله به موږ هم له فساد سره مخ کېږو.

پوښتنه دا ده چې پاکستان به تر کله د چپو مجاهدینو جوړولو ته ادامه ورکوي؟

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي

ورته مطالب