د بریتانیا د پارلمان لنډ تاریخ

Image caption د لندن د ویستمینستر په سیمه کې د هېواد پارلمان ۹۰۰ کلن تاریخ لري

پارلمان لومړی په انګلستان کې رامنځته شو. خو هغه وخت هغه پارلمان نه بلکه د تشو خبروځاې و- پاچا او شتمن کسان به پکې غږیدل.

پاچا به له هغوی نه مشوره غوښته خوفیصله به ېې یواځې خپله کوله.

دا غوڼډې د وخت په تیریدوسره په رسمي ترتیباتو بدلې شوې او ورڅخه د مشرانو یا لارډانوغونډه (House of Lords) رامنځته شو.

هغه وخت د څوپیړیولپاره انګلستان د سکاټلنډ او ویلزسره په جګړه بوخت و.

زیاتره دولتي مراسم تراوسه پورې هم د ویستمینسترپه تالارکې ترسره کیږي

تر ۱۳ میلادي پیړۍ پورې، پارلمان داسې یوځاې و چې پاچا به د انګریزي لارډانو یا اعیانواو شتمنو سره غونډه کوله او د جګړولپاره به ېې پيسې ټولولې.

زیاتره جګړې هم د سکاټلنډ پرضد وې.

د انګلستان د ۱۲۱۵ کال د تاریخي ستر منشور له مخې پاچا مکلف و چې د یوچا څخه د پیسو د اخیستلو نه مخکې له هغه نه غوښتنه وکړي.

خو سره له دې ځینې اعیان د پاچا درېیم هینري نه خوابدي شول ځکه چې د ویلز سره ېې جګړو ډیر لګښت درلود او نتیجه ېې نه وه.

Image caption زیاتره دولتي مراسم تراوسه پورې هم د ویستمینسترپه تالارکې ترسره کیږي

د انګریزي اعیانو څخه یو تن هم سایمن دي مونت فورت و چې د پاچا هینري په مخالفت کې ېې خپله د پاچاهۍ اعلان وکړ.

دي مونت فورت د پارلمان یو ستر پلوی و.

د ۱۲۶۵کال پارلمان کې د لومړي ځل لپاره ’’عادي خلکو’’ ته هم دګډون اجازه ورکړل شوه.

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره انتخابات وشول او د ولسي جرګې (House of Commons) بنسټ کیښودل شو.

د غوڼډوځای معمولا په ویسټمینسټرکې و، هلته یوپاچا یو سترتالارجوړکړی و چې وروسته د ویستمینسترپه ماڼۍ باندې بدل شو.

د ویستمینستر تالار کې اوس هم لوېې غونډې کیږي.

د سکاټلنډ خپلواکي- یو تریخ پاې

Image caption ویلیام والاس: د سکاټلینډ د خپلواکۍ دلارې یو نامتو مبارز

سکاټلنډ د ۱۳مې پیړۍ څخه خپل پارلمان درلود، چې کله کله به ېې په آزاده فضا کې غونډه کوله. خوپه هغه وخت کې اصلي واک له پاچا سره و.

د خپلواکي لپاره یولومړنی کمپاین د یو انګریزي پاچا، لومړي ادوارد، پرخلاف پیل شو چې ځان ېې د سکاټلنډ د پاچا په توکه هم اعلان کړی و.

ویلیام والاس د هغه پرضد راپاڅید او د لڼد وخت لپاره ېې د سکاټلنډ واک ترلاسه کړ. د هغه وخت وسلې لیندۍ اوغشي و.

خوپاچا ادوارد، والاس ته ماتې ورکړه او هغه ېې د خیانت په تور پړ وباله، د لندن په کوڅو کې ېې لوڅ راکش کړ، په دارېې وځړوه او بیا ېې څلور ټوټې کړ.

د پیسو خبرې

په پخوانیو وختو کې د رایه اچونې په اړه کوم مقررات نه و موجود. خو د چارواکو دې ته پام شو چې ډیرشمیر غریب او خوار خلک راېې اچوي.

نوځکه ېې د ۱۴۳۰ کال نه وروسته دا مقررات رامنځته کړل چې یواځې هغه څوک رایه ورکولی شي چې د ۴۰ شلینګ په ارزښت شتمني ېې درلوده.

هغه وخت د پیسو واحد شلینګ نومیده.

دا قانون تر ۴۰۰ کلونو پورې پرځای پاتې شو.

هماغه پاچا- بل پارلمان

Image caption د متحده پاچاهي دولت د پارلمان بنسټ په ۱۵۴۲ کې هغه وخت کیښودل شو چې ویلز د بریتانیا سره ګډشو

آیرلنډ هم له ۱۳مې پیړۍ څخه خپل پارلمان درلود. په ۱۵۴۲کال کې د آیرلنډ د پارلمان غړو فیصله وکړه چې هر هغه څوک چې د انګلستان پاچا وي د آیرلنډ پاچا به هم وي.

خوخپل پارلمان ېې هم جاري وساته.

د متحده پاچاهي دولت د پارلمان بنسټ په ۱۵۴۲ کې هغه وخت کیښودل شو چې ویلز د بریتانیا سره ګډشو.

یو نیمګړی اتحاد

پاچا جیمز هڅه وکړه دانګلستان پارلمان وهڅوي چې د سکاټلنډ پارلمان له ځانه سره یو کړي خو د انګلستان د پارلمان غړو دا خبره ونه منله.

د انګلستان ولسي جرګې یا د نمایندګانو مجلس د ۱۶۲۰ لسیزې په څپانده کلونو کې یو لړ قاطع ګامونه پورته کړل.

د پارلمان د غوڼډې دننه جګړې وشوې، پاچا هڅه وکړه استازي بندیان کړي.

خو په پاې کې پاچا لومړی چارلز د ۱۱ کلونو لپاره پارلمان منحل کړ.

خووروسته ېې بیرته رامنځته کړ خکه چې د سکاټلنډ پر ضد جګړې لپاره ېې پیسې پکار وې.

د پارلمان او پاچا ترمنځ لانجه لا نوره هم ژوره شوه. پاچا ېې محاکمه اوبیا اعدام کړ.

په نننیو ورځوکې ېې فکر هم نشي کیدای، ولسي جرګې په بشپړ ډول د پاچاهي نظام د لغوه کولو لپاره رایه ورکړه.

د متحده پاچاهي دولت یو لنډ مهاله پارلمان

Image caption کرامویل: د متحده پاچاهي دولت لومړنی پارلمان تاسیس کړ

د کورنۍ جګړې وروسته، د اولیورکرامویل تر مشرۍ لاندې، انګلستان په یو جمهوريت بدل شو. کرامویل سترنظریات درلودل.

هغه سکاټلنډ او آیرلنډ د انګلستان سره یو ځاې کړل چې د لندن په ویستمینسترکې ېې یو واحد پارلمان درلود.

په ۱۶۵۴ کال کې دا لومړنی پارلمان و چې ټولې بریتانیا په کې استازیتوب درلود.

خوکله چې دپارلمان غړو د کرامویل وړاندیزونه ونه منل پارلمان ېې ژر منحل کړ.

یو پراخیدونکی واحد دولت

د ۱۷۰۷ کال څخه پارلمان کې بیا ستر بدلون راغی او سکاټلنډ د انګلستان د پارلمان په بشپړغړي بدل شو.

هغه وخت په سکاټلنډ کې د کاتولیکانو د یو سیال دولت د جوړیدو ویره موجوده وه.

همدا راز په مرکزي امریکا کې د استعماري پلانونو د ناکامۍ له امله سکاټلنډ له افلاس سره مخامخ شو او پیسو ته ېې سخته اړتیا درلوده.

په ۱۷۰۷کال کې انګلینډ او سکاټلینډ سره يوځاې شول، یو پاچا ېې درلود او پارلمانونه ېې هم په لندن کې سره یوځاې شول.

خوداسې شکایتونه و چې ویل ېې’’ سکاټلینډ د انګریزي سروزرو په مقابل کې وپلورل شو’’.

وروستۍ ټوټه- آیرلینډ

د اتلسمې پیړۍ په پاې کې، له انګلستان څخه د آیرلنډ د خپلواکۍ لپاره یو پیاوړی کامپین موجود و.

خو انګریزانو، بغاوتونه په شدت سره وځپل او آیرلنډ ېې په ټینګه بریتانیا سره ګډ کړ.

دا د آیرلنډي پارلمان پاې و، د آیرلنډ د پارلمان سل تنه غړي لندن ته راغلل. دبریتانیا په ولسي جرګې کې ښه ګڼه ګوڼه وه.

ستر بدلونونه

په نولسمه پیړۍ کې د بریتانیا د نوي جوړشوي، کم تجربه پارلمان په وړاندې، چې د انګلستان، آیرلنډ، سکاټلنډ او ویلز له استازو څخه جوړشوی و، ډیر کارونه پراته و.

یو صدراعظم ترور شوی و، پارلمان د سترو بدلونو په درشل کې و، ډیرو نورو خلکو ته د رایې حق ورکړل شوی و او خلکو کولای شول پټه رایه واچوي.

د آیرلنډ مسله

Image caption د شمالي آیرلینډ پارلمان د بلفاست په ښاري تالارکې غوڼډه وکړه

په ټوله نولسمه پیړۍ کې، په آیرلنډ کې د بریتانیا پرضد پرله پسې بغاوتونه وشول.

خو په پاې کې منځلاريو یاغیانو کورنۍ خودمختاري ومنله-چې له امله ېې د آیرلنډ پارلمان بیا جوړشو.

په داسې حال کې چې په لندن کې د ویستمینستر پارلمان دغې روِغې جوړې ته چمتو کیده، لومړۍ نړیواله جکړه پیل شوه.

په ۱۹۲۰کال کې- د یو بغاوت نه وروسته چې په کورنۍ جګړې بدل شو- د یو نوي قانون له مخې آیرلنډ پر دوو شمالي او جنوبي برخو وویشل شو.

شمالي آیرلنډ ته بیا خپل پارلمان ورکړل شو، چې وروسته په ۱۹۷۲ کال د ناکراریو په نتیجه کې موقتا لغوه شو.

جنوبي آیرلنډ په یو نوي خپلواکه دولت بدل شو. خو دا مسله د شلمې پیړۍ په اوږدو کې همداسې ناندره ایزه پاتې شوه.

د ښځو رایه

د تقریبا ۸۰۰ کلونو لپاره پارلمان یواځې د نارینه و ځاې و.

خو د ښځو د حقونو د مدافعینو د مبارزو له امله په ۱۹۱۸ کال کې ښځو د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ.

نانسي آستور، لومړنۍ ښځه وه چې په ۱۹۱۹ کې د پارلمان پرڅوکۍ کیناسته.

ندی هیرشوی

د سکاټلینډ د خپلواکۍ هیله هیڅکه له منځه لاړه نه شوه.

په ۱۹۳۴کې د سکاټلینډ ملي ګوند جوړشو او په ۱۹۴۵کې ېې په لندن کې د پارلمان لومړۍ څوکۍ ترلاسه کړه.

په ۱۹۷۴ کې د سکاټلینډ ملي ګوند په بې ساري توګه د لندن د ویستمینستر په پارلمان کې ۱۱ څوکې وګټلې.

پنځه کال پس، سکاټلینډ ته د ځینو کورنیو واکونو د ورکولو په خاطر یوه ټولپوښتنه یا ریفراندوم وشو.په یو وړوکي اکثریت سره ېې راېې وګټلې.

خو۴۰٪ راېې ېې چې د قانون له مخې ورته پکار وې ترلاسه نه کړلې.

په ۱۹۴۵کې د ویلز نشنالیستانود’’ پلایډ کیمري’’(Plaid Cymru) ګوند جوړکړ چې په ۱۹۹۲ کې ېې په لندن کې د پارلمان ۴ څوکۍ وګټلې.

ددې نشنالیست ګوند لپاره دا یو عجیب حالت و، پداسې پارلمان کې ناست وچې دوې نه غوښتل پکې ګډون ولري.

خو دآیرلنډ نشنالیست ګوند، شین فین، د سیاستوالو تګلاره داوه چې پارلماني څوکۍ وګټي خو په لندن کې په غوڼډو کې ګډون ونه کړي.

د بیلتون پیل؟

کله چې په ۱۹۹۷ کال کې په بریتانیا کې کارګر ګوند واکمن شو، پارلماني نظام سخت ولړزیده.

صدراعظم ټوني بلیر، غوښتل چې ځینې نیمکړي کارونه بشپړکړي. په سکاتلینډ کې ېې داسې یو پارلمان رامنځته کړ چې

کولای ېې شول د پوهنې روزنې، روغتیااوجنایتونو دمخنیوي په هکله خپل قوانین جوړکړي.

کارګرګوند هیله من وچې د دغسې ځینو کورنیو واکونو ورکول به سکاټلنډی نشنالیزم د تل لپاره ختم کړي.

خو د سکاټلنډ ملي ګوند په ۲۰۰۷ کال کې د سکاټلنډ پارلماني انتخابات وګټل.

شمالي آیرلینډ او ویلز هم خپلې سیمه ایزې شوراګانې یا اسامبلۍ ترلاسه کړې چې یو لړ کورني واکونه لري.

راتلونکی به څنګه وي؟

صدراعظم ډیویډ کامرون، د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې له بریتانیا څخه د سکاټلنډ د جلا کیدو په اړه به یوه ټولپوښتنه یا ریفراندوم کیږي.

د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په اتلسمه دا ریفراندوم ترسره شو.

۴۵٪ خلکو د خپلواکۍ په پلوي او ۵۵٪ خلکو د هغې پرخلاف راېې ورکړې.

د ریفراندوم نه مخکې، مرکزي حکومت، سکاټلنډ ته د نورو کورنیو واکونو د ورکولو وعدې ورکړې.

دقوانینو د بدلون لپاره داسې غوښتنې هم رامنځته شوې چې د مثال په توګه که په لندن کې دپارلمان غړي یواځې د انګلستان د پوهنې روزنې په اړه بحث کوي نو یواځې د انګلستان استازي به د فیصلې کولو حق لري.