شیعه ملېشو د دیالي جومات ۳۴ لمونځ کوونکي وژلي

د انځور حقوق b
Image caption دغه کسان د اګست پر ۲۲ مه، د جمعې د لمانځه پرمهال ددیالي ولایت اما ویس کلي په مصعب بن عمیر جامع جومات کې وژل شوي

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د اسلامي دولت پروړاندې له عراقي پوځ او پولیسو سره د (عصائب الحق) په نامه یوځای شویو عراقي شیعه ملېشو د دیالي ولایت په یوه جومات کې لږترلږه ۳۴ لمونځ کوونکي وژلي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، له عراقي پوځ او پولیسو سره د اسلامي دولت پرضد د جګړې په پلمه یوځای شویو عراقي شیعه ملېشو د دیالي ایالت په یوه جومات کې لږترلږه ۳۴ لمونځ کوونکي وژلي دي.

دغه کسان د اګست پر ۲۲ مه، د جمعې د لمانځه پرمهال ددیالي ولایت اما ویس کلي په مصعب بن عمیر جامع جومات کې وژل شوي.

دغه سیمه له بعقوبې ښاره ایله ۵۰ کیلومتره لیرې ده.

عیني شاهدانو او یوه ژغورول شوي کس د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي، په وسلو سمبالو کسانو چې ځیې ینو ملکي کالي او ځینو د عراقي پولیسو یونیفورم درلود، د جمعې پر ورځ د جمعې د لمانځه پرمهال پر جومات برید وکړ، او ۳۲ لمونځ کوونکي، یوه مېرمن او یو ۱۷ کلن زلمی یې ووژل.

عیني شاهدان وايي، ټول وژل شوي هغه ولسي وګړي وو، چې د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته راغلي وو.

د عیني شاهدانو په وینا، وسله والو د جمعې د خطبې پرمهال ملا امام ته هم د وسلې خوله ورواړوله او بیا یې پر نورو کسانو ډزې وکړې.

یوه ژغورل شوي وویل، کله یې چې د ټوپ لومړی ډز واورېد، پرځمکه یې ځان وغورځاوه.

دوی وايي، بریدګرو ګډوډې ډزې وکړې او ګڼ لمونځ کوونکي یې ووژل.

د عیني شاهدانو په وینا، له بریدګرو سره روسي اتومات PK او AK0_47 ټوپک وو.

ځینو عیني شاهدانو ویلي، یوشمېر بریدګر یې پېژندل او نومونه یې هم ورته معلوم دي.

د بشري حقونو د څار سازمان کې د منځني ختيځ د چارو مرستیال مشر جو سټورک ویلي:"د عراقي حکومت پلوو ملېشو په وروستیو کې په وژنو او بېلابېلو جرمونو کې ډېر جرأت ترلاسه کړی دی. عراقي حکومت او پلویانو یې پر دغو بشرضد جرمونو سترګې پټې کړې دي."

د عصائب اهل الحق تورنې ډلې ویاند تېره میاشت له یوې مجلې سره په خبرو کې دا رد کړې چې ګني ملېشې یې د سني مسلمانانو په تښتونو او وژنو کې لاس لري.

د انځور حقوق AP
Image caption ځینو عیني شاهدانو ویلي، یوشمېر بریدګر یې پېژندل او نومونه یې هم ورته معلوم دي

وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې د نړیوال سازمان له خوا داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې دغه ډله د سنیانو په تښتونو، ځورولو او ان وژلو کې لاس لري. د شیعه ملېشو ویاند نعیم عبودي ویلي، دا ډول رپوټونه ددوی د ملېشو پرضد د بهرنیو کړیو له خوا یو ډول پروپاګند دي.

خو د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند سعد معن ویلي، پر مصعب بن عمیر جومات برید شاید د هماغې ورځې د هغه برید په غچ کې شوی وي، چې یوشمېر شیعه ملېشې یې ووژلې.

معن پر جومات دغه برید د غچ اخیستنې یو ډول بللی دی.

که څه هم عراقي حکومت ددغې پېښې په اړه څېړنه نه ده کړې، خو اوازې دي، چې په تور یې درې شکمن کسان نیولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له عراقي چارواکو د برید د عاملینو مشخصولو او نیولو غوښتنه کړې ده، همداراز له امریکا او نورو هېوادونو یې غوښتي چې د شیعه ملېشو له مالي ملاتړه لاس واخلي.

دغه سازمان د عراقي پوځ له مرستندویانو هم غوښتي، چې خپلې مرستې تر هغو پرې ودروي، چې له جنایتونو یې لاس نه وي اخیستی.

ورته مطالب