"سینګارتون" د تېزاب د بریدونو قربانیانو ته پناه ځای

Image caption بشرا وايي خسرګنۍ یې ورباندې په دې خاطر تېزاب وپاشل چې ولې یې په جهیز کې ډېرې پیسې د خاوند کور ته نه وې وړې.

د پاکستان په لاهور ښار کې په یو سینګار ځای/اریشګاه کې له هغو ښځو سره د درملنې په برخه کې مرسته کېږي چې تېزاب پرې پاشل شوي وي.

په دغه سینګارتون کې همدې ښځو ته د فیشن او سینګار کولو زده کړې هم ورکول کېږي چې په دې توګه ځانته روزګار پیدا کړي او د نورو د اوږو بار نه شي. د بي بي سي خبریاله شیما خلیل د مسرت مصباح اریشګاه ته ورغلې او لیکي د لاهور په یوه بډایه سیمه کې د سینګاروونکي په توګه کار کول اسان نه دی، په دې سینګار ځای کې د ښځو خبرې او خنداکانې د ویښتانو د وچولو د ماشینونو او نورو کاري توکو په غږونو کې ښې نه اورېدل کېږي.

په دې سینګار ځای کې د سینګار بېلا بېل خدمات وړاندې کېږي، هغه تصویرونه چې پر دېوال ځړېدلي د سړي پام ځانته اړوي، په دې تصویرونو کې یوازې ماډلې نه دې ښوول شوې بلکې د ویښتانو د پرې کولو بېلا بېل ډولونه هم ښوول شوي.

دلته د داسې ښځو تصویرونه هم شته چې بدرنګه او پر مخونو یې دغونه دي. د ځینو یوه سترګه نشته، د ځینو نورو بیا پوزې او شونډې غټې دي.

Image caption په دې سینګارتون کې د تېزاب د بریدونو ښکار شویو ښځو ته له زده کړو سربېره بېلا بېل خدمات وړاندې کېږي.

دلته د هغو ښځو تصویرونه هم شته چې پر مخونو یې تېزاب پاشل شوي. د همدې تصویرونو ترڅنګ په یو لو پوسټر کې له مرستندویانو غوښتنه شوې له دې ښځو سره مرستې وکړي.

د مسرت مصباح اریشګاه له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د هغو ښځو لپاره پناه ځای دی چې مخونه یې سوزیدلي دي.

د دې پناه ځای کیسه له هغه ځایه پیل شوه چې یوه مخ پټې ښځه مسرت ته راغله.

مسرت مصباح وايي کله چې هغې خپل څادر له مخې لری کړ هکه حیرانه شوم، کیناستم، زما مخې ته داسې یوه ښځه وه چې مخ یې نه درلود، سترګې او پوزه یې نه لرله، سره یې له غاړې سره نښتی و او سر یې نه شو ښورولی.

مسرت مصباح له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د اریشګاګرې په توګه کار کوي، دغه ښځه په دې هیله مسرت مصباح ته ورغلې وه چې د څیرې په ښه کولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه نو مسرت ډاکټران ورغوښتل او له هغوی نه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

له هماغه ځایه د مسرت خیریه کارونه پیل شول.

تراوسه پورې مسرت مصباح له سلګونو هغو ښځو سره مرسته کړې چې پر مخونو یې تېزاب پاشل شوي دي.

له بسپونو سره مسرت توانیدلې چې د دغو ښځو د درملنې لګښتونه وګالي او هغوی د سینګاروونکو په توګه ورزوي څو ځانته کارونه پیدا کړي.

له دې ډلې ځینې ښځې اوس د هغې په خپل سینګارځای کې کار کوي.

د دوی ترمنځ بشرا شفع یوه له تجربه کاروو سینګاروونکو ده.

د خندا په وخت کې د تېزاب د ټپونو نښې د هغې پرمخ له وریا ښکاري. د دې تر سرو شونډو لاندې د هغې سوزیدلې خوله هم ښکاري. بشره وايي پر هغې د خسرګنې له خوا په دې خاطر دغه ظلم وشو چې ولې یې په جهیز کې ډېر پیسې د خاوند کور ته نه وې وړې؟

له هغې ورځې راهیسې چې پر بشرا تېزاب پاشل شوي هغې خپل ماشومان بیا نه دي لیدلی.

هغه له مسرت نه د مرستې په هیله راغلې وه.

اوس له ۱۵۰ ځل عملیات کیدو وروسته هغه د دې جوګه شوې چې یو نوی ژوند پیل کړي.

ما له هغې پوښتنه وکړه چې آیا د نورو ښایسته ښځو په لیدو او سینګارولو یې رخه راځي؟

هغې په خندا سر وښوراوه او ویې ویل: "زه له خدای ډېره راضي یمه چې ماته یې یو ځل بیا ژوند راکړ."

بشرا بختوره وه چې پرې له تېزاب پاشل کېدو وروسته ورسره مرسته وشوه او اوس یې د ځان ساتنې لپاره یو روزګار هم پیدا کړی دی.

خو په پاکستان کې په سلګونه داسې نورې ښځې شته چې خپل غږ نه شي پورته کولای.

ځینو هغو چې پولیسو ته د انصاف ترلاسه کوله په هیله عریضه هم کړې د هغوی د محاکمې جریان کلونه وخت نیسي او ان کله کله اړ کېږي چې په خپله مینځونو کې ستونزه هواره کړي.

Image caption مسرت مصباح هغه سینګاروونکې ده چې د تېزاب د بریدونو ښکار شویو ښځو ته یې خپل سینګارتون په پناه ځای بدل کړی دی.

هما شاهد یوه بله ښځه ده چې مسرت نه د مرستې غوښتنې په خاطر ورغلې ده.

د نورو ښځو برخلاف چې د بې وزلو کورنیو دي، هما د پوهنتون پروفیسوره ده.

پر هغې په لاهور کې د کور مخې ته یې د تېزاب پاشلو حمله وشوه.

هغه وايي لس ورځې یې واده ته پاتې وې چې د تېزاب پاشلو حمله پرې وشوه.

له داسې چاسره یې واده کاوه چې پرې دې مین و خو ژوند یې یو ناڅاپه بدل شو.

هما شاهد څو میاشتې په روغتون کې تېرې کړې او لا ډېر نور عملیاتونه یې پاتي دي. مخ یې په یو ماسک کې پټ وي او نامزاد یې ورسره ډېره مرسته کوي. پر هغې برید کوونکی لا هم نه دی نیول شوی.

زه له هما سره د هغې د کور په باغچې کې کیناستم، ماته یې خپل پخواني تصویرونه وښودل. په تصویرونو کې هغه ډېر ښایسته ښکاري چې اوس یې هغه ښایست نه دی ورپاتی. ما له هغې وپوښتل: کله په هېنداره کې ځانته ګوري څه احساس کوي؟

هغې په ځواب کې وویل: تراوسه مې په هېنداره کې خپل مخ نه دی لیدلی، دغه وړتیا نه لرم چې ځانته په هېنداره کې وګورم، له همدې امله د کورنۍ غړو ټولې هېندارې پوښلې دي.

ورته مطالب