دامریکا منځمهاله ټاکنې: بهرنۍ تګلاره به سخته شي؟

Image caption جمهوري غوښتونکی سناتور پاټ رابرټس د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د ولسمشر اوباما ځواب ترپوښتنې لاندې راوست

بارک اوباما هڅه وکړه چې نړۍ کې د امریکا د متحدوایالتونو رول له سره تعریف کړي.

خو اوس چې جمهوري غوښتونکو د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د سنا کنترول ترلاسه کړی،

کیداې شي حالات بدل شي.

ولسمشر اوباما یوه نرمه تګلاره غوره کړه او پر نړیوالو ایتلافونو ېې ټینګار وکړ.

هغه غوښتل چې د احتیاط له امله په بهرنیو هیوادونو کې د امریکايي پوځیانو شمیر کم کړي.

د اوباما دوکتورین او د امریکا ستره ستراتیژي ترعنوان لاندې دیو کتاب لیکوال کالین دیوک وايي

"د اوباما بنسټیزه غریزه د یوې نرمې تګلارې غوره کول و خو اوس د امریکا یوشمیر رایه ورکوونکي فکر کوي چې حالات یوه اندازه له کنتروله وتلي دي"

د اېن بي سي او وال ستریټ ژورنال د یوې وروستۍ سروې له مخې د امریکا له درېیمې برخې نه لږ خلک د اوباما بهرنۍ تګلاره تاییدوي.

د هغه له انتخابیدو راهیسې دا د بهرنۍ تګلارې په اړه تر ټولو ټیټه کچه ده.

د منځمهالې انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې جمهوري غوښتونکو د نړیوالو چارو په اړه د اوباما تګلارو د محبوبیت د کمیدو نه ګټه واخیسته او وايي چې امریکایان د نړۍ په هکله د هغه نظریات نه خوښوي.

خو اوس چې د منځمهالوانتخاباتو په پایله کې جمهوري غوښتونکي په سنا او کانګرس دواړو کې اکثریت دی، د ولسمشر اوباما بهرنۍ تګلاره د ستونزو سره مخامخ شوې.

د مثال په توکه، هغه په وار وار ویلي چې ګوانتانامو زندان به وتړي، خو د کانګرس غړو د هغه مخه ونیوله.

د نیوهامپشایر یو جمهوري غوښتونکي سناتور، کیلي آیوټ، په دې وروستیو کې سپینې ماڼۍ ته یو لیک استولی او وايي چې د ګوانتانامو بندیان باید هلته پاتې شي او نورو ځایونو ته ونه لیږل شي.

د دې نه ښکاري چې اوس به جمهوري غوښتونکي پر دغسې یوې تګلارې ټینګار کوي.

ولسمشر اوباما د ایران سره هم خبرې اترې پیل کړې، په دې هیله چې ایران ته به قناعت ورکړي چې خپل اتومي فعالیتونه محدود کړي.

پرروسېې باندې ېې هم اقتصادي بندیزونه ولګول خو له کرېملین سره ېې له مستقیمې مقابلې نه ډډه وکړه، سره له دې چې زیات شمیر جمهوري غوښتونکو پرې ټینګار کاوه.

محافظه کاره سناتوران لکه د کانزاس ایالت پاټ رابرټس او د کینتکي سناتور میچ مک کونیل چې

د سنا د اکثریت راتلونکی مشر به وي، په دې نظر دي چې ولسمشر اوباما د نړۍ د لانجمنو سیمو

لکه سورېې، اوکراین اوعراق حالاتو ته جدي پام نه دی کړی.

ولسمشر اوباما د پخواني ولسمشر جورج بوش په پرتله د اورپکو ډلو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه څخه ډیر کار واخېست.

په ۲۰۱۱م کې ولسمشر اوباما په لیبیا کې د معمرالقذافي ځواکونو پر خلاف هوايي بریدونو ته اجازه ورکړه خو ویې ویل چې امریکا به په لیبیا کې یو محدود رول ولوبوي.

په سورېې کې د هوايي بریدونو په اړه زړه نازړه و، خو اوس هلته د اسلامي دولت ډلې پرضد هوايي بریدونه کوي.

Image caption ولسمشر رونالد ریګن دخپل کار په وروستیو کلونو کې د شوروي اتحاد سره د وسلو د کنترول تړون په اړه خبرې کولې

زیات شمیر جمهوري غوښتونکي وايي اوباما له حده ډیر احتیاط کوي، او دوی ورته ډیره موده انتظارایستلی.

څو ورځې وړاندې ولسمشر اوباما د کانګرس یو شمیر جمهوري غوښتونکو سره وکتل.

دسپینې ماڼۍ یو ویاند وویل ولسمشر هیله من دی د هغوې سره کار وکړي او غواړي چې د همکارۍ فرصتونه ولټوي.

داسې ښکاري چې ولسمشر اوباما خپله ژبه نرمه کړې.

پخوا هغه ویلي و چې کولاې شي د کانګرس د تصویب نه پرته د اسلامي دولت ډلې پر ضد د هوايی بریدونو امر ورکړي.

خو په یو وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې هغه پر دې موضوع بل ډول خبرې وکړې.

هغه وویل اوس به دی له کانګرس څخه د موافقې ترلاسه کولو په لټه کې وي. هغه وویل نړۍ باید وپوهیږي چې موږ په دې هڅو کې یو موټی او متحد یو.

ډیر ژر به د سنا د کمیټو مشرتوب د جمهوري غوښتونکو لاس ته ورشي، لکه د بهرنیو اړیکو او د وسله والو ځواکونو کمیټې.

ګمان کیږي چې هغوې به په سورېې کې د اسلامي دولت ډلې او نورو مسلو په هکله پلټنې او بحث پیل کړي- او د کمیټو د مشرتوب په مټ به د بهرنۍ تګلارې په اړه ولسمشر ته پیاوړي پیغامونه ولیږي.

په سنا مجلس کې د اکثریت په درلودلو سره به جمهوري غوښتونکي لکه د اریزونا سناتور جان مک کین هڅه وکړي ولسمشر مجبوره کړي چې په نړیوالو چارو کې له قاطعیت نه کار واخلي، د مثال په توکه چې سورېې ته ځمکني ځواکونه ولیږي، او پر روسېې باندې نور سخت بندیزونه ولګوي.

جمهوري غوښتونکي به دایران سره دمذاکراتو په اړه هم سختې پوښتنې راپورته کړي.

په همدې ترڅ کې به ولسمشر اوباما د بهرنۍ تګلارې لپاره نوي سلاکاران وټاکي.

ولسمشر تراوسه څوځلي د ملي امنیت د چارو کارکوونکي بدل کړي دي.

Image caption کیداېشي ولسمشر اوباما د جمهوري غوښتونکو له خوا مجبوره شي چې دفاعي لګښتونه زیات کړي

دا بدلونونه د دې لپاره دي چې سلاکاران د ډیر کار له امله ستومانه کیږي، او بل دا چې نوي کارکوونکي کولاې شي د حکومت د تګلارو په اړه انتقادونه دفع کړي.

په دې اونۍ کې ولسمشر اوباما جمهوري غوښتونکو سره د روغې جوړې رویه غوړه کړه، سره د دې چې هغوی په کانګرس او سنا کې پیاوړي شوي دي، ولسمشر اوباما به د بهرنۍ تګلارې په هکله خپلې فلسفې کې کوم ستر فوري بدلون رانه ولي.

په دې برخه کې دی له نورو ولسمشرانو سره ورته والی لري.

هغوی هم په کورنیو مسلو کې له کانګرس سره نژدې کار کاوه خو په بهرنیو چارو کې یې اکثرا په خپلواکه توکه عمل کاوه.

د نورو ولسمشرانو په توګه به دی هم هڅه وکړي چې د خپل کارد دورې په وروستي کال کې په دېپلوماتیک ډګر کې پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

رونالد ریګن د خپل کار په وروستي کال کې د شوروي اتحاد سره د وسلو د کنترول تړون لاسلیک کړ.

هغه په دې هکله د کانګرس ملاتړ له ځانه سره درلود، خو ولسمشر اوباما داسې تمه نشي کولاې.

سره د دې ښايي هغه هڅه وکړي د خپلې بهرنۍ تګلارې ځینې هدفونه د کانګرس د موافقې پرته ترلاسه کړي.

اوباما به د دوو نورو کلونو لپاره واکمن وي، خو له هغې وروسته به د امریکا متحد ایالتونه یو نوی ولسمشر ولري.

ډیر امکان لري چې هغه به د نړۍ په بیلابیلو چارو کې ښه یا بد خو یو څرګند رول ولوبوي.

ورته مطالب