دعرب پسرلي ګټونکي او بایلونکي څوک دي؟

Image caption بشارالاسد اوس په سورېې کې برلاسی دی

عراق کې اسلامي دولت پرشا تمبول کیږي، ولسمشر اسد په سورېې کې برلاسی دی، مصر بیا د پوځیانو تر کنترول لاندې دی او په لیبیا کې بشپړه کډوډي ده.

نو آیا په رېښتیا یو عربي پسرلی و؟ که دا یواځې یو لړ پاڅونونه و چې کله ېې یو له بله سره تړاو درلود او کله ېې نه درلود؟

د هغه بل سترنړیوال سیاسي بدلون په پرتله چې په ۱۹۸۹ کې ېې په منځنۍ او ختیځې اروپا کې مارکسیزم- لینینیزم نسبتا ژر خو له وینې تویدنې پرته له منځه یوړ، د منځني ختیځ دا وروستي بدلونونه ورو او نیمکړي و، په داسې حال کې چې د سلګونو زرو خلکو د ژوند په بیه تمام شول.

حتی د ۲۰۱۱ په جنوری کې، د عرب پسرلي دا اصطلاح چې یو امریکايي پوهګړي اختراع کړې وه، ډیره نا مناسبه ښکاریده.

دا د یوې تبلیغاتي جملې په توګه ښکاریده، په لویدیځ کې ېې خلک دې هیلې ته هڅول چې دا به د عام ولس له خوا، د اوږد مهالو فاسدو حاکمانو پر ضد یو لړ سوله ایز پاڅونونه وي.

او داسې ګمان کیده چې د ولس د ارادې په وړاندې به فاسد نظامونه ړنګیږي.

Image caption لیبیا د رقیبو ډلو د جنګ په اور کې سوځي

په لومړي سرکې همداسې ښکاریده.

څو ورځې وروسته له دې نه چې د بازاریوخرڅونکي، طارق الطیب محمد بوزیزي، د ورځني ظلم له امله د تونس د سیدي بوزید په ښار کې خپل ځان وسوزاوه، د تونس حکومت په ړنګیدوشو.

د بوزیزي له مړینې لا یوه میاشت نه وه تیره شوې چې جمهوررییس زین العابدین بن علی ،

د۲۳کال مطلقې واکمنۍ وروسته سعودي عربستان ته وتښتیده.

ډیر ژر د الجزایر، اردن او عمان حکومتونو د اصلاحاتو او حتی حکومتي بدلونونو اعلان وکړ.

په یمن کې علي عبدالله صالح د واک پرېښودلو ته مجبوره شو.

د مصر ګډوډي

د مصرد تحریر په میدان کې مظاهرې هغه څه و چې ډیرو فکرکاوه د برلین د یوال د نړیدو په ډول پیښې رامنځته کیږي.

خو د خټیځې اروپا د ۱۹۸۹ کال د پیښو د عربي بڼې هیلوهم ډیر دوام ونکړ.

Image caption لنډه موده وروسته ولسمشر مبارک له واکه لیرې کړای شو

په مصرکې د قدرت د خلا د ډکولو په خاطر د اخوان المسلمین ګوند انتخابات وګټل، او د اسلامي عقیدې او د یو سېکیولر دولت ترمنځ نازک انډول له منځه لاړشي.

پولیس او پوځ چې د مبارک ملاتړي و او د سېکیولاریزم ساتنه یې کوله د پخواپه شان پیاوړي پاتې شول.

هغوی د اخوان المسمین ګوند پرضد کودتا وکړه او مصر ېې بیرته تر خپل کنترول لاندې راوست خو ترخه اختلافونه پرځای پاتې دي.

د ۱۹۸۹ اروپا پرخلاف، دلته داسې کومه زړه ایدیالوژي نه وه موجوده چې باید له منځه وړل شوې وای.

ریښتیا ده چې له تونس نه نیولې تر یمن پورې ټولو خلکو د پراخې آزادۍ ترلاسه کولو هیله درلوده، خو دغو نویو بدلونونو دوه متضاد اصول رامنځته کړل.

له یوې خوا د سېکیولاریزم ساتنه او له بلې خوا د اسلامي بنسټیزوحکمونوعملي کول.

نتیجه ېې لویه دښمني او دوامداره تاوتریخوالی شو.

په سورېې اوعراق کې د اسلامي دولت ډله (داعش) را پیدا شوه، چې د اوسنۍ نړۍ تر ټولو تیری کونکی او اورپکی سیاسي اومذهبي غورځنګ دی.

Image caption عرب پسرلی په تونس کې پیل شو

په لومړي سر کې داسې ښکاریده چې د اسلامي دولت ډلې له خوا د مخالفینو بې رحمانه وژنو ورته نتیجه ورکړې، خو ډیر ژر روښانه شوه چې هغوی ته تسلیمیدل بې مفهومه دي، د هغوې دښمنان وپوهیدل چې باید په لا ټینګه اراده د اسلامي دولت ډلې پرضد وجنګیږي.

د جګړې په ډګر کې د مقاومت نوې روحېې، او ورسره د امریکا، برتانیا او نورو هیوادونو هوايي بریدونو، د اسلامي دولت ډلې په زیان حالات بدل کړل.

چا ګټه وکړه؟

د اسلامي دولت په څیر، عربي پسرلی که حتی داسې وبولو چې په اصل کې موجود هم و، ډیره موده کیږي چې په ټولو عربي هیوادو کې ختم شوی دی.

نو ګټونکي او بایلونکي څوک دي؟

لیبیا د قذافي پر ضد د انقلاب نه وروسته د دوامدارې ګډوډۍ له امله ویجاړه شوې ده.

مصر په ټپه دریدلي حالت کې دی، اقتصاد ېې د تیرو څو کلونو پیښو له امله سخت زیانمن شوی دی.

په سورېې کې بشارالاسد وکولې شول چې د انقلابیونو په وړاندې روغ رمټ پاتې شي.

که څه هم لویدیځ هیوادونه دا خبره نه کوي، خوپه دې باور دي چې د اسلامي دولت په پرتله ورته اسد ښه دی.

عراق هم وکولاې شول چې د اسلامي دولت ډلې د توپان په وړاندې روغ پاتې شي، او داسې ښکاري چې په ۲۰۰۳ کې د امریکا او برتانیا د برید او د ټولو ناخوالو په زغملو سره عراق کې دېموکراسي ژوندۍ پاتې ده.

په اردن کې سیاسي نظام تر خطرلاندې و خو تر اوسه روغ پاتې دی.

لبنان یو موټی پاتې شوی. الجزایر او تونس کې وضعه ارامه ده.

ترکیه له لیرې نه حالات څاري، اکثرا اندیښمنه وه، خو تر اوسه ورته کوم زیان نه دی رسیدلی.

خو،آیا بهرنۍ نړۍ څه وکړل؟

ولسمشر اوباما، بشارالاسد ته خبرداری ورکړ چې د مخالفینو پرضد دې کیمیايي وسلې نه کاروي، او کله چې هغه وکارولې ده څه ونه کړل.

له هغې راهیسې ولسمشر اوباما ونشو کولاې چې له ځانه د کمزورۍ او بې تصمیمۍ تورلیرې کړي.

د بریتانیا پارلمان د ۲۰۰۱۳ په آګست کې فیصله وکړه چې سورېې باندې دې بمباري نه کوي، د ډیرو له نظره په دې کارسره ېې خپل نړیوال دریځ کمزوری کړ.

که څه هم یو کال وروسته ېې د اسلامي دولت پر هدفونو باندې د بمبارۍ فیصله وکړه خو دغه نظر بدل نشو.

پدې وروستیو کې یو مشر امریکايي دېپلومات وویل، د عرب پسرلي ټوله کیسه له هماغه پیله یو مصیبت و.

د دې خبرې سره مخالفت کول سخت دی.

ورته مطالب