کندهار: د ملا محمد عمر د کور شاوخوا ژوند

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption له هلمند وروسته، کندهار هغه ځای دی چې تر ټولو زیات سرتېري په کې وژل شوي دي له ۳۳۰۰ نه ۵۵۵ تنه

کندهار ته سفر بې له ډار او وېرې ناشونی دی. قندهار د وسله والو طالبانو د مشر ملا عمر د زېږېدو ځای دی او دا ډله له همدې ځایه راپورته شوه.

له هلمند وروسته، کندهار هغه ځای دی چې تر ټولو زیات سرتېري په کې وژل شوي دي له ۳۳۰۰ نه ۵۵۵ تنه.

له دې سره سره چې په تېرو ۱۳ کلونو کې له پاکستان سره په پوله دې لوی ولایت کې امریکايي او کاناډايي سرتېرو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده خو حالات لا خراب شوي دي. ځینې ځواکونه له کندهاره وتي دي او نور بیا د کندهار په هوايي ډګر کې مېشت شوي او د چارو واګي یې افغانانو ته سپارلي دي.

حتی عادي افغانان چې د کابل کندهار له لویې لارې چې ۵۰۰ کیلومتره اوږده ده، خپل ځای ته د رسېدو له پاره دوعاوې کوي. دا په ټول هېواد کې تر ټولو نا امنه لاره بلل کېږي.

د سړک لارې بمونو، د وسله والو ناببره بریدونو چې پر حکومتي کاروانونو کېږي په دې لاره کې سفر خطرناک کړی دی.

پر موټر سایکل سپاره وسله وال چې له ځایي کلو راوځي او د سپرلیو اسناد ګوري، د خلکو د زړه درزا زیاتېږي او ځینې خو یې هدف ته لا نه وي رسېدلي چې مري.

په بدل کې یې د هوايي کرښو شرکتونه غوړېږي. سپرلۍ چې کابل ته الوتنې کوي باید څو ورځې انتظار وباسي چې د دوو هوايي شرکتونو کام ایر او افغان جېټ ټکټونه واخلي.

کله ناکله خو د ټکټونو د رانیولو له پاره واسطې کوي او یا زیاتي پیسې ورکوي. خو موږ له واسطې پرته ټکټ واخیست.

خو یو څه وخت کېږي چې د کندهار امنیتي حالت بدل شوی او ښار بیا له سره ژوند پیل کړی دی.

ما او کمره مین مې عبدالحمید کریمي خپلې ږېرې نه دي خرییلې خپلې اوږدې او خړې جامې مو واغوستې او کندهار ته روان شولو.

هغه کلک امنیتي دیوالونه لا په جوته تر سترګو کېږي په هوايي ډګر کې درول شوي دي.

ښځې په بورکو کې په ښار کې ګرځي

د ناټو د زغره والو ګاډو تګ راتګ کم شوی دی، هغه خړ ګاډي چې د طالبانو د بریدونو هدف ګرځېدل.

خو هغه څه چې ډېر اورېدل کېږي، د کندهار د امنیې ۳۷کلن قومندان جنرال عبدالرازق دی چې د دې نا امنه ولایت مسولیت لري.

ویل کېږي چې جنرال رازق له طالبانو نه ډارېږي.

کم ترکمه څلور ځانمرګي بریدونه پرې شوي خو دی ترې ژوندی پاتې شوی دی. یو ځل یې اوږه او نیم بدن وسوځېد خو اړ شو چې د درملنې لپاره جرمنی ته ولاړ شي. هر چېرې چې طالبان برید وکړي دی ځان ور رسوي.

هغه مهال چې موږ په کندهار کې وو، دی د پوځي عملیاتو لپاره په میوند ولسوالۍ کې و.

د ده تر کوماندې لاندې د افغان پوځ او پولیسو سرتېري دي چې ده ته سخت وفادار دي. د ښار په بېلا بېلو برخو کې حتی د والي د دفتر شاته د جنرال رزاق انځورونه ځوړند دي. په وروستیو کې ده امر کړی چې د پوځي عملیاتو په لړ کې طالبان ژوندي ونه نیول شي بلکې ځای پر ځای ووژل شي.

د برېښنا نشتوالی کندهاریان ځوروي

هغه چلوونکي چې له هلمنده کندهار ته راغلي، وایي چې څه موده وړاندې يې د لارې په اوږدو کې شل مړي لیدلي چې ویل کېږي د طالبانو دي.

رازق پر عدلي سیستم چې دی یې کمزوری بولي ډېر باور نه لري. دی وایی که طالب جنګیالي ونیول شي بېرته خوشي کېږي.

نجونې ښوونځیو ته درومي

د بشري حقونو فعالان نوموړی د قانون پر ماتولو ګرموي، خو ډیری د ده ګامونه د طالبانو د ما تولو لپاره مهم بولي. د کندهار پولیس وايي دوی هم انسانان دی او کېدی شي له دوی هم تېروتنې وشي.

ښایي له همدې کبله ده چې د نوي حکومت په راتګ سره چې شاوخوا یوه نیمه میاشت یې تېریږي، په کندهار کې هېڅ برید نه دی شوی خو په کابل کې تر ۱۰ ډېر ځانمرګي بریدونه او بم اېښودنې شوې دي.

له همدې امله موږ د رپوټ جوړولو لپاره د پنجوايي او ارغنداب ولسوالۍ ته ولاړو چې مخکې ډېرې نا ارامې سیمې وې.

د کندهار مکتبۍ نجونې

یوکال وړاندې طالبانو د پنجوایي په سیمه کې سارايي محکمې تر سره کولې. سپين بیرغونه یې پورته کړي وو او له خلکو یې زکات او عشر راټولاوه. په بڼونو کې يې بمونه اېښودل چې حکومتي ځواکونه پرې وخېژي.

یو کال او څلور میاشتې کېږي چې د سلطان محمد په نوم ځواکمن کوماندان د پنجوايي مسولیت لري. ویل کېږي چې دده لومړنی کار هم پر هغو طالبانو ډزې وې چې نیول شوي وو.

د جنرال رازق له مامورینو څخه

سلطان محمد په ویاړ سره ماته کارت راښيي. دی هېښوونکې شمېرې لري. د طالبانو په لاس جوړ شوي ۳۴ زره او ۲۵۰ ماینونه کشف شوي، د وسله والو ۲۳۲ تنه وژل شوي او په مقابل کې ۲۸ پولیس.

وروسته کوماندان سلطان خپل سمسونګ ګلاکسي تلفون راکړ. هغه بې سیمه موبایل چې یوازې د عکسونو لپاره دی. له لسګونو سیمو نه سلګونه سړک غاړې بمونه چې د غوړو له ټیمونو جوړ شوي، پلاستیکي بنډلونه او بطرۍ حتی د نسوارو په کوتي کې.

د کوماندان څنګ ته یو خندان سړی ناست دی او بادام خوري. ومې پوښت څه کار کوي. وایي د پنجوايي اتل.

سراج الدین افغانمل تر ۷۰۰۰ زیات ماینونه خنثی کړي، د ده کار له مرګ سره لوبې دي. ساعتي بمونه، نښلېدونکي، لمریز، له لرې کنترولېدونکي بمونه. داسې بم نشته چې ده نه وي خنثی کړی. خو د ژوند ترخه شیبه یې هغه ده چې یوه ماین پاکوونکي ملګري یې تر ده وړاندې د ممیزو یو ګدام پرانست او ووژل شو.

امنیت لا هم یوه ستونزه ده

افغانمل د یاسمین په نوم یوه لور لري. ترې پوښتم ولې یې د ۲۰۰ ډالرو په بدل کې دا خطرناکه دنده منلې ده؟ وایي، د دې لپاره چې یاسمين ښوونځي ته ولاړه شي.

د کندهار ولس له لس کلن ځنډ وروسته اوس د کرارۍ ساه باسي.

د ځانمرګو بریدونو وېره چې ښار یې ټوټې ټوټې کړی اوس ډېره کمه ده.

د کندهار انار ډېر شوي دي

ماشومان په خوښۍ ښوونځيو ته درومي. حتی د ملاعمر کور ته نېږدې د کوه فیل په سیمه کې. اوس مېرمنې زړه کوي چې له نارینه وو پرته له کوره ووځي، ځینې یې له بورکې پرته.

د امنیت له ښه کېدو سره د خلکو کاروبار هم ښه شوی دی. د کندهار انار چې تمه ده سږ یې حاصل ۲۵ زره ټنو ته ورسېږي، له مخکې خرڅ شوي دي. د ځمکو بیې لوړې شوې دي، لوکس ګاډي له دوبۍ واردېږي او سوداګري بیا ښه شوې ده.

خو یو شی لا هم کندهاریان ځوروي

حاجی حبیب‌الله چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یې په عینو مېنه کې د خپل کور برېښنا له لاسه ورکړې وایي:” خلک وايي امنیت راولئ خو زه وایم فساد ورکړئ، امنیت به په خپله راشي."

ورته مطالب