سعودي عربستان کې د پاچا ځای ناستي د ټاکلو ستونزې

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ د بېساري ناکرارۍ سره مخ دی، سعودي عربستان کې د واک لېږد ستونزې او منظم انتقال له پخوا نه ډېر اهمیت موندلی.

د سعودي پاچا اوس ۹۰کلن دی، دا چې د هغه ځای ناستی به څوک وي یوه ستونزمنه مسله ده چې تر اوسه بشپړه نه ده حل شوې.

سعودي عربستان یو لوی او بانفوذه هېواد او د اسلام د دوو ډېرو سپېڅلو ځایونو ساتونکی دی چې ځان د نړۍ د ټولو سنیانو مشر بولي.

سعودي عربستان د سنیانو په دې هڅه کې یو مهم لوبغاړی دی چې غواړي په منځني ختیځ کې د شیعه ایران د نفوذ مخه ونیسي.

او د نړۍ د تېلو یو ستر تولیدونکی هم دی.

د سعودي پاچا ځای ناستی معمولا د آل سعود د شاهي کورنۍ د مشرو شهزاده ګانو له خوا ټاکل کېږي.

د پاچا عبدالله نه وروسته به ولیعهد شهزاده سلمان پاچا کېږي، او د هغې نه وروسته به د شهزاده مقرن نوبت وي چې اوس د ولیعهد مرستیال دی.

دا درې واړه د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي، پاچا عبدالعزیز زامن دي.

پاچا عبدالعزیز چې د ابن سعود په نامه هم یادېږي په ۱۹۵۳ کې مړ شوی دی.

د ابن سعود راهیسې د هېواد ټول پنځه پاچایان د هغه زامن و، خو دا کار د تل لپاره ممکن نه دی.

راتلونکې ستونزې؟

شهزاده مقرن چې اوس څوشپیته کلن دی د ابن سعود تر ټولو کشر زوی دی.

د شهزاده مقرن ځینې مشر ناسکه ورونه-لکه شهزاده احمد چې د شهزاده سلمان سکه ورور دی- تر اوسه ژوندی دی.

Image caption ویل کېږي چې ولیعهد شهزاده سلمان د حافظې د کمزورتیا ناروغي لري.

شهزاده احمد او ولیعهد شهزاده سلمان د ابن سعود د ګرانې میرمنې حسن السودایري اولادونه دي.

تر دې وروستیو پورې د السودایري اوه تنه اولادونه د ابن سعود د کورنۍ یوه پیاوړې ډله وه.

خو اوس یوه فرضیه دا ده چې د ولیعهد د مرستیال مقام ته د شهزاده مقرن لوړتیا ښايي په دې معنا وي چې په خپل وخت کې به هغه د سعودي د بنسټ ایښودونکي پاچا وروستی زوی وي چې پر تخت باندې به کیني.

خو کیداې شي شهزاده احمد چې له ده نه د عمر له پلوه مشر دی، ځان مخته کړي.

د ولیعهد شهزاده د مرستیال ټاکنه د پاچا عبدالله له خوا یو بیساری کار و، د دې لپاره چې په نژدې راتلونکي کې د ځای ناستي مسئله بې ستونزو شي.

په تیر وخت کې دوه ولیعهد شهزاده ګان، سلطان او نایف، پاچاهي ته د رسیدو نه وړاندې مړه شوي دي. پاچا عبدالله بوډا اوناروغه دی، ولیعهد شهزاده سلمان هم ۷۸ کلن او روغتیايي ستونزې لري.

د وفادارۍ شورا، د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې غونډه درلوده چې په هغې کې ېې د پاچا عبدالله له خوا د ولیعهد مقام ته د شهزاده مقرن ټاکنه تائید کړه.

دغې شورا دا هم ویلي چې دا فیصله باید هیڅکله بیرته ونه ګرځول شي.

د وفادارۍ شورا د ابن سعود له زامنو او لمسیانو څخه جوړه شوې ده او د پاچا د ځای ناستي د مسایلو د حل په اړه فیصلې کوي.

خو د وفادارۍ د شورا دا فیصله د رایو په اتفاق نه وه، ځینوشهزاده ګانو د ولیعهد مقام ته د مقرن د لوړتیا په پلوۍ رایه ورنه کړه.

کېدای شي د نظریو اختلافونه په راتلونکي کې لا نورهم څرګند شي، کله چې د ابن سعود تر ټولو کشر زوی د پاچا د ځای ناستي مقام ته نژدې کېږي.

اوس به د سعودي خلک دا اټکلونه کوي چې د ابن سعود له زامنو وروسته به د هغه کوم لمسي په راتلونکي کې د مشرتابه لپاره ټاکل کېږي.

په دې هکله د هغه مشهور متل یادول پرځای دي چې وايي هغه کسان چې ډیر غږیږي له هیڅ شي خبرنه دي اوهغه چې خبردي هیڅ نه غږیږي.

په اوسني وخت کې یواځې پیاوړو کاندیدانو ته په کتو سره چې ټول لوړ مقامونه لري یو څه اټکل کېدای شي.

خو باید دا هم له نظره ونه غورځول شي چې واکمن کسان زیاتره کوشش کوي چې خپل زامن هغو مقامونو ته وټاکي چې په راتلونکي کې ېې د پرمختیا امکانات زیات وي.

کله چې پاچاهان او ولیعهد شهزاده ګان بدلیږي، کیداې شي د زامنو موقعیتونه ېې هم بدل شي.

د پاچا عبدالله د څلورو زامنو څخه چې دولتي شخصیتونه دي، د چټکې لوړتیا لپاره وړ کس شهزاده مطیب دی چې اوس څوشپیته کلن دی.

تیر کال هغه د ملي ګارډ د قوماندان او د کابینې د وزیر په توګه په هغه څوکي وټاکل شو چې د ده لپاره نوې جوړه شوې وه.

د تړلو دروازو تر شا

ښايي یو کاندید چې خلک ېې په هکله تر ټولو ډیر غږيږي شهزاده محمد بن نایف وي، چې اوس د کورنیو چارو وزیر دی.

Image caption شهزاده مقرن لومړی کس دی چې د سعودي عربستان د پاچا د مشرو زامنو پر ځای د ولیعهد د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

دا هغه څوکۍ ده چې د ده پلار ولیعهد شهزاده نایف چې د میرمن سودایري له ۷ اولادونو څخه و، ورباندې ډیر کلونه ناست و.

شهزاده محمد نایف، په لوړوحکومتي څوکیو کار کړی، په ولس کې محبوبیت لري او د امریکا متحدو ایالتونو او نورو بهرنیو سفرونو په ترڅ کې ېې ښه نوم ګټلی دی.

سعودي عربستان له ډېرو کورنیو ستونزو سره مخ دی، لکه د ځوانانو د بېکارۍ اوبې روزګارۍ زیاتوالی، د عراق او سورېې څخه د جهادیانو بیرته راتګ، د آل سعود پر خلاف د کورنۍ ټولنیزو رسنیو د انتقادونو زیاتوالی او د ختیځ شیعه میشته ولایت پټه ناکراري.

شک نشته چې چارواکي به دا ستونزې سمبالوي، خو مشر شهزاده ګان به نه غواړي چې د دوې دښمنان فکروکړي چې د آل سعود په عمارت کې درزونه پیدا کیږي.

په داسې حال کې چې ښايي د پاچا د راتلونکو ځای ناستو په اړه به تاوده بحثونه روان وي، چې کوم لمسی به د سعودي د بنسټ ایښودونکي پاچا همسا له ځانه سره وړي، ډیر امکان لري چې دا ډول مسئلې به د عاموغونډو پر ځای، د قصرونو او ماڼیو دننه، د تړلو دروازو تر شا فیصله کېږي.

ورته مطالب