پي کی: د انسان مذهبي عقیدو ته تنقیدي نظر

د انځور حقوق UTV
Image caption پي کی په ډېرې سادګۍ او معصوم انداز کې د انسانانو پر مذهبي عقیدو او تر ډېره د دوی پر ناسمو باورونو نیوکه کوي.

کله مو فکر کړی که د یوې بلې نړۍ کس زموږ نړۍ ته راشي نو زموږ د ژبو، کلتورونو، دودونو، مذهبونو او باورونو په اړه به څه نظر ولري؟

د عامر خان د نوي فلم "پي کی" کیسه تر ډېره پر همدې موضوع راڅرخي.

د خان په اړه مشهوره ده چې دی تل د لوړ کیفیت او ځانګړي فلمونو کې کار کوي او کال کې یوازې یو فلم جوړوي.

د مسلکیتوب اندازه یې له دې مالومولی شو چې بالیوډ کې ده ته د پرفکشنیسټ (هغه کس چې غواړي کارونه یې له هر اړخه بشپړ وي او هېڅ راز نیمګړتیا و نه لري) لقب ورکړل شوی دی.

نوموړي د پي کی په فلم کې هم خپل مینه وال نه دي نهیلي کړي او داسې یوه موضوع یې ورته ټاکلې چې د بالیوډ له دودیزو او سوداګریزو فلمونو سره توپیر لري.

بالیوډ کې په عمومي ډول داسې فلمونه جوړېږي چې اصلي موضوع یې مینه وي، یو هلک یوه نجلۍ او یو رقیب یا بدماش لري، خو په دې فلم کې یوې نوې او بېلې موضوع ته کتنه شوې.

پي کی په ډېرې سادګۍ او معصوم انداز کې د انسانانو پر مذهبي عقیدو او تر ډېره د دوی پر ناسمو باورونو نیوکه کوي. فلم دا هم ښيي چې ښايي مذهبونه دومره سره توپیر و نه لري چې څومره انسانانو په خپل عملونو کې ورته توپیر ورکړی دی.

Image caption د فلم ډایرکټر او خپله عامر خان د پي کی رول په ډېرې زیرکۍ او مسلکي ډول انځور کړی چې لیدونکی قانع کوي دی له بلې نړۍ راغلی.

د فلم مرکزي رول چې خان لوبولی "پي کی" نومول شوی دی. پي کی پر انسانانو د یوې څېړنې ترسره کولو لپاره له فضا ځمکې ته راښکته کېږي.

د فلم ډایرکټر او خپله عامر خان د پي کی رول په ډېرې زیرکۍ او مسلکي ډول انځور کړی چې لیدونکی قانع کوي دی له بلې نړۍ راغلی.

له ظاهري څېرې، سترګو او غوږونو نیولې بیا د خبرو او ګرځېدو تر بڼو، عامر خان د فضايي مخلوق رول په ډېر بریالتیوب لوبولی دی.

هندي ژبه کې پي کی هغه چاته ویل کېږي چې شراب یې څښلي وي.

خو فلم کې عامر خان هېڅکله شراب نه وي څښلي او بیا هم دغه نوم پرې اېښودل کېږي ځکه دی د دین او مذهب په اړه له خلکو داسې عجیبې او حیرانونکې پوښتنې کوي چې نور ګومان کوي ښايي دی نشه وي.

د بېلګې په ډول دې پوښتنه کوي چې یوه هندۍ کونډه او یوه عیسوۍ ناوې سپین کالي ولې اغوندي؟ یو ته سپین کالي غم او بل ته ښادي ولې دي؟ ایا مذهب هم یو ډول فیشن دی؟!

د انځور حقوق U TV
Image caption پي کی د هندي فلمونو دودیز هلک نه دی، نه په یو سوک درې کسان وهلي شي، نه ښایسته څېره لري او نه هم په زړه پورې نڅا کولی شي.

بل ځای د خدای او مذهب په اړه د خلکو ناسمو انګېرونو ته په اشاره وايي د هغه خدای عبادت وکړي چې تاسو یې خلق کړي یاست، نه د هغه چې تاسو خلق کړی دی.

ظاهره ده چې فلم پای کې د یوه ځانګړي مذهب یا عقېدې سپارښتنه نه کوي خو د هر مذهب پیروان خپلو بنسټیزو باورونو او عقیدو په اړه فکر کولو ته مجبوروي.

سوداګرۍ او بازار موندنې ته پام سره، فلم کې د هلک او نجلۍ مینې ته هم ځای ورکړل شوی دی.

عامر خان له یوې خبریالۍ (انوشکا شرما) سره معرفي کېږي او دا ورسره انسان پېژندنه کې مرسته کوي.

دلته هم دا په نظر کې نیول شوی چې پي کی د هندي فلمونو دودیز هلک نه دی، نه په یو سوک درې کسان وهلي شي، نه ښایسته څېره لري او نه هم په زړه پورې نڅا کولی شي.

دی په خپلو معصومو حرکتونو، ځانګړې نڅا او سادګۍ د خبریالۍ نجلۍ زړه ګټي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې مذهبي تاوتریخوالي او سخت دریځۍ زور نیولی، پي کی ښايي عادي خلکو سره مرسته وکړي چې د مذهب اصلي پیغام او د انسان ناسم پوهاوي په اړه توپیر وکړي.

ورته مطالب