سرطان لپاره د واکسین جوړولو د "لومړي پړاو بریا"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د څېړنو د دغه پړاو اصلي موخه دا ثابتول دي چې دغه طریقه بې خطره ده.

په وروسیتو کې د جینوا پوهنتون په روغتون کې د سرطان د ناروغۍ واکسین ازمویل شوی دی چې د څېړونکو په وینا که ازموینه بریالۍ شي نو له واکسینه د سرطان ناروغۍ د ټولو ډولونو په درملنه کې کار اخیستل کېدای شي.

په تېرو څو کلونو کې د ناروغ د پروتین په مرسته د سرطان واکسین جوړولو ګڼې څېړنې ترسره شوې دي خو د سویس د څېړونکو د کار تفاوت په دې کې دی چې دوی د واکسین جوړولو لپاره د حجرو له یوې ځانګړې برخې څخه نه، بلکې له بشپړو حجرو کار اخلي.

په دې اساس، که د دغې طریقې په مټ واکسین جوړ شي نو د څېړونکو په وینا به د سرطان د ټولو ډولونو په درملنې یا د ناروغانو د عمر اوږدوالي کې ترې کار واخیستل شي.

دغه واکسین په حقیقت کې د ناروغ دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سرطاني حجرو پر وړاندې یې مبارزې ته چمتو کوي. په دې بهیر کې سرطاني حجرې ناروغ ته خطر نه متوجه کوي او د انټي جېن په مرسته یې دفاعي سیستم قوي کېږي.

د دغې تحقیقاتې ډلې مشر ډاکټر نیکولاس ماک وايي: "دا چې د بدن دفاعي سیستم خپله سرطاني حجرې نه په نښه کوي ځکه نو باید په یوه طریقه ورته د دغو حجرو پېژندلو او له منځه وړلو چل وښودل شي".

سویسي څېړونکو په داسې طریقې کار کړی چې له مخې به یې دغه واکسین د سرطان د ناروغان په بدن کې تطبیقېږي.

دغه څېړنه چې نږدې اووه میاشتې مخکې پیل شوې، په ابتدايي پړاو کې یې مثبتې پایلې لاسته لرلې دي.

داکټر ماک وايي تر اوسه د ۱۵ رضاکاره ناروغان له جملې څخه یوازې څلورو یې د ابتدايي پړاو ازموینه بشپړه کړې ده او "که څه هم لومړنۍ پایلې په زړه پورې دي خو په اړه یې څه ویل لا له وخت مخکې خبره ده".

د کار طریقه

د ابتدايي پړاو ټول رضاکاره ناروغان د سرطان په پرمختللو ناروغیو اخته دي چې د ستندردو درملنو نه وروسته یې ناروغي له منځه نه ده تللې بلکې نوره هم سخته شوې ده.

د ډاکټر ماک په وینا دغه ازمېښتي درملنه دوه پړاوونه لري. په لومړي پړاو کې د ناروغ سرطاني حجرې، له توموره لرې، د ده د پوستکي لاندې ځای پر ځای کېږي.

په دوهم پړاو کې، د بدن په هغه ځای کې چې سرطاني حجرې په کې ځای پر ځای شوې، دوه کپسولونه هم اېښودل کېږي.

دغه کپسولونه ځانګړې ارثي حجرې لري او د (جي ایم – سي ایس ایف) په نامه پروتین تولیدوي. دغه پروتین د وینې د ځینو سپینو ګلوبلونو د ودې او تکثیر لامل کېږي.

په هر کپسول کې نږدې ۸۰۰ زره غیر فعاله سرطاني حجرې ځای پر ځای کېږي. هر کپسول شاوخوا ۱۵ ملي متره اوږدوالی او یو ملي متر پلنوالی لري. د کپسول دېوالونه پر حجرو د دفاعي سیستم د برید مخه نیسي خو دننه موادو ته د بهر وتلو اجازه ورکوي.

د څو ورځو لپاره د پوستکي لاندې د پروتین پیدا کېدل، دفاعي سیستم ته دا فرصت ورکوي چې سرطاني حجرې وپېژني چې دا د دغو حجرو پر وړاندې د دفاعي سیستم د خورا کلک غبرګون لامل کېږي.

له یوې اوونۍ وروسته له بدنه دوه کپسولونه بهر کېږي او دغه کار د نویو کپسولونو او حجرو په مټ پنځه ځلې تکرارېږې خو هر ځل د بدن په یوې نوې برخه کې.

د دغې طریقې له ګټو سربېره، دا چې د دغه واکسین د جوړولو لپاره د ناروغ د بدن له حجرو کار اخیستل کېږي، نو باید د هر ناروغ لپاره ځانګړی واکسین جوړ کړای شي او دغه چاره کار ډېر ګرانوي.

د څېړنو د دغه پړاو اصلي موخه دا ثابتول دي چې دغه طریقه بې خطره ده.

داکټر ماک هیلمن دی چې د ناروغانو ازمېښت به په ښه ډول پر مخ ولاړ شي او د راتلونکې میلادي کال په پیل کې به د درملنې وروستۍ ازموینې ترسره شي.