د مهاجرو په اړه د اروپا اخلاقي ستونزه

Image caption په زرګونو خلک اروپا ته د رسېدو په خاطر خپل ژوند په خطر کې اچوي.

څو ورځې وړاندې دوه بار وړونکې بېړۍ چې د ۱۲۰۰ نه ډېر کډوال پکې سپاره و د مدیترانې په اوبو کې په خطرناکه توګه پرېښودل شوې وې. دا د انساني قاچاق وړونکو نسبتا نوی تاکتیک دی.

د ایټالیا چارواکو وکولای شول چې دغو دواړو بېړیو ته وخېژي او مساپر وژغوري. یوه یې بار وړونکې بېړۍ او بله یې د حیواناتو ترانسپورتي بېړۍ وه.

خو زیاتره کډوال چې اروپا ته په غیرقانوني توګه داسې خطرناکه او قیمتي سفرونه کوي، دومره بختور نه وي او په لاره کې مړه کېږي.

شخصي غمېزې

دا احصايې دي. خو که په دقت سره انځورونو ته وکتل شي، هغه ټول انسانان دي نه تش شمېرې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې کارکونکی، ویلیام سپینډلر، د دغو مهاجرو په اړه وايي ’’که له دروازې راتلای نه شي نو د کړکۍ له لارې به د ننوتو هڅه کوي’’.

ایټالیا د کډوالو د ژغورنې عملیات محدود کړي او اوس یوازې خپلو ساحلي پولو ته نږدې ګزمې کوي.

خو د کډوالو ډلې وايي د ژغورنې عملیاتو محدودول په دې معنا دي چې مهاجر یې مرګ ته پرې ایښي.

د ایټالیا د سمندري ځواک ادمیرال فیلیپو فافي وايي ’’ که موږ یوازې خپل ساحل اوبه وڅارو، د خطر سره مخامخ شوي خلک نه شو لیدلی او که هغوی مړه شي موږ نه خبرېږو’’.

نو آیا اروپا کډوالو ته شا کړې؟

لندن کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په سمندرکې د کډوالو د لټون او ژغورنې عملیاتو ملاتړ به و نه کړي ځکه چې دا کار کډوال لا هڅوي، هغوی به په دې هیله راځي چې دلته ژغورل کېږي.

ډېرنور اروپايي هېوادونه هم دغسې احساس لري.

په داسې یو وخت کې چې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې اقتصادي ستونزې او بې کاري زیاته شوې ده، د کډوالو د حقونو ملاتړ آسانه کار نه دی- د بهرنیانو په اړه خواخوږي کمه شوې ده.

حیرانونکي انځورونه

یو بل حیرانونکی انځور چې په ۲۰۱۴ کال کې ترې ورځپاڼې ډکې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو شمېر کډوال هڅه کوي له فلزي حصار نه تېر شي او د میلیلا سیمې ته واوړي.

دا انځور ښيي چې دوه کسه د خرما د ونو په منځ کې په یوه ښکلي، موج لرونکي، روښانه، زرغون میدان کې د ګلف لوبه کوي.

خو که د انځور لوړې برخې ته وګورئ، یو ژور نارامونکی شی وینئ.

لس، یولس کسه هڅه کوي د شپږ متره لوړ سیمي حصار نه تېر شي.

دا افریقايي کډوال دي چې غواړي په مراکش کې د میلیلا په نامه یوې اسپانوي سیمې ته ور تېر شي.

د دوی د مایوسۍ نه ډک ژوند او د ګلف د لوبې د لوکس میدان ترمنځ تضاد دردونکی دی.

حتا دغه انځور ته کتل راته د ګنهکارۍ احساس را پیدا کوي.

ما په مراکش کې د یوه خبریال په توګه کار کاوه اود صحرايی افریقا د مهاجرو، چې غوښتل یې د چیوتا او میلیلا سیمو ته ننوځي، د هڅو په اړه مې رپوټونه ورکول.

ما هم هلته د ګلف لوبه کوله.

اروپا د یوې وحشتناکې اخلاقي معضلې سره مخامخ ده.

نه غواړي چې کډوال تشویق او وهڅوي، خو د مهاجرو مړه کېدل هم نه غواړي.

داسې ښکاري چې اروپايي حکومتونه حیران دي څه وکړي.

خو له بلې خوا، پناه وړونکي هم د یوې معضلې سره مخامخ او حیران دي.

د سمندري سفر خطرونه ومني او که په خپلو هېوادونو کې له ځورونو او خوارۍ ډک ژوند؟

مایوسه او نهیلي خلک به تل د ځاني خطرونو منلو ته غاړه ږدي. هغسې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې کارکونکی، ویلیام سپینډلر، وايي: ’’که له دروازې راتلاې نه شي نو د کړکۍ له لارې به د ننوتو هڅه وکړي’’.

ورته مطالب