په یو موټر کې ګڼې سندرې او غږونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوسمهال سپرلۍ خوشاله ښکاري خو د لارې په اوږدو کې یې ښايي پر دې لانجه پیدا شي چې کومې سندرې به اوري.

یوه امریکايي کمپنۍ غواړي داسې ټکنالوژي جوړه کړي چې په ګاډي کې، په یوه وخت کې د څو ډوله موسیقۍ یا غږونه غږولو وړتیا ولري خو د یو بل مزاحمت هم ونه کړي. د موټر هره سپرلۍ به د خپل خوښې څه اورېدلی شي.

په دې اړه زموږ همکار پاینده څرګند په خپل رپوټ کې لیکي دا یوه عامه ستونزه ده چې په یوه موټر کې ناست کسان ټول د یوه شي په اورېدو سره نه سلا کېږي. هر یو کس غواړې د خپلې خوښې څه واوري.

اوس یوه امریکايۍ کمپنۍ غواړي دغه ستونزه آواره کړي چې په یوه ګاډي کې، څو ډول غږونه وکړي شي په یوه مهال لګېدلي وي، په داسې حال کې چې هر څوک به خپل د خوښې غږ اوري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption موټر کې به له داسې ټکنالوژۍ کار اخیستل کېږي چې د نورو د موسیقۍ غږونه ټیټ کړي.

د بي بي سي د کتنې پرمهال ولیدل شول چې د یوه څلور کسیزه موټر د څوکیو په بالښتونو کې کوچني سپیکرونه ځای پرځای شوي او د موټر په چت کې هم د هرچا ځان ځان ته سپیکرونه لګول شوي وو.

موټر کې یوکس کولی شي سندرې او بل هم کولی شي خبرونه واوري او یا هم په خپل ټیلیفون کې خبرې وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه نوښت ښايي د اوږد واټن سفرونو او پر لاره د میلو خوند لا زیات کړي.

د دې ټکنالوژۍ جوړونکې کمپنۍ (هرمن) وايي نه یوازې دا چې هر څوک کولی شي بېلا بېل شیان واوري، بلکې دوه کسان یو شی هم اورېدلی شي، کېدای شي یو وغواړي چې لوړ یې واوري او بل کس ټیټ.

هرمن کمپنۍ د موټر جوړولو له کمپنیو سره پر دې خبرې کوي چې په نوو جوړېدونکو موټرونو کې دغه ټکنالوژۍ وکاروي. ویل کېږي چې یوې بلې کمپنۍ هم د ورته ټکنالوژي د جوړولو کار پیل کړی دی.

وروسته به دا هم شونې شي چې دغه ټکنالوژي په اوسنیو موټرونو کې ولګول شي، خو ویل کېږي چې لګښت به یې لوړ وي.