پاکستان، بريتانيا او د گټو تضاد

د انځور حقوق Reuters
Image caption جنرال راحيل شريف په يوۀ درې ورځني سفر بريتانيا کې و

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي ډيورنډ کرښې ته نژدې د پاکستاني طالبانو غورځنگ په وړاندې پوځي بريدونو کې هېڅ راز کمى نه راځي، او جگړه به آن په ژمي کې هم روانه وي.

جنرال راحيل شريف دا څرگندونې لندن ته د يوۀ درې ورځني سفر پرمهال کړې دي.

د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې پر يوۀ ښوونځي د طالبانو له لوري شوي بريد ته په اشاره وايي

"موږ دا تمه نه لرله چې دوى به پر ماشومانو بريد وکړي. خو دغې ډله ييزې وژنې زموږ هوډ لا پسې ټينگ کړى دى."

په پېښور کې د چارو څارونکي په دې باور دي چې پوځ يواځې د شمالي وزيرستان له ښارونو د طالب اورپکو په شړلو کې بريالى شوى، او د کليوالي سيمو د پام وړ برخې اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

پياله نيمه تشه او که نيمه ډکه؟

له غليمه د پاکستان د پوځ د تعريف په تړاو اوس هم پوښتنې پر خپل ځاى پاتې دي.

پوځ د تحريک طالبان پاکستان په وړاندې هر اړخيزه جگړه پيل کړې، خو بيا د لشکر طيبه په څېر پنجاب مېشتې اورپکې ډلې اوس هم په آزاده توگه فعاليت کوي.

په شخصي ناستو کې د پاکستان پوځي چارواکي استدلال کوي چې هم مهاله د پنجاب مېشتو اورپکو ډلو او ډېورند کرښې ته ورڅېرمه د طالبانو په وړاندې يې جگړه له وسه نه ده پوره.

خو منتقدين بيا وايي پوځ د هغو پنجاب مېشتو ډلو په وړاندې د جگړې ليوالتيا نه لري چې بريدونه يې تر ډېره پر هندي موخو ور ټول دي.

د افغان طالبانو په وړاندې د پاکستان د پوځ دريځ په تړاو هم ورته بحثونه کېږي، خو د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف ټينگار کوي چې هېواد يې د افغانستان په اړه خپلې تگلارې ته بيا کتنه کړې، او اوس په ريښتونې توگه دې ته ژمن دی چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په دغه هېواد کې يو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي.

د گټو تضاد

د پاکستان د پوځ مشر له بريتانيا د پوځي تجهيزاتو او روزنې ترلاسه کولو په برخه کې خپله ليوالتيا څرگنده کړه، او د دواړو هېوادونو چارواکو په امنيتي برخه کې د همکاريو په تړاو هم سره خبرې وکړې.

جنرال راحيل شريف د حربيار مري په گډون د هغو بلوچ بېلتونپالو په وړاندې د گام پورته کولو غوښتنه وکړه چې په بريتانيا کې مېشت دي.

حربيار مري چې د بلوچ بېلتونپالو مشر بلل کېږي په ٢٠٠٩ م کال کې د بريتانيا د يوې محکمې له لوري د ترهگرۍ له تورونو سپين وبلل شو.

دا ناشونې ښکاري چې بريتانيايي چارواکي دې په دې وتوانېږي چې نوموړى بيا محاکمه کړي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت چارواکو په خپل وار له پاکستاني پلاوي د پاکستان د مهاجر قومي غورځنگ (ام کيو ام) په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې چې اوسمهال د پاکستان په پارلمان کې ٢٠ غړي لري.

د انځور حقوق
Image caption د ام کيو ام مرستيال مشر عمران فاروق په لندن کې ووژل شو

د دغه غورځنگ مشر الطاف حسين له څه د پاسه ٢٠ کلونو راهيسې په لندن کې ژوند کوي.

په ٢٠١٠ م کال کې د ام کيو ام مرستيال مشر عمران فاروق په لندن کې ووژل شو، چې د بريتانيا پوليس يې په تړاو پراخې پلټنې پيل کړې.

بريتانيايي چارواکي له پاکستانه د دوو وگړو محسن علي سيد او محمد کاشف خان د ورسپارلوغوښتونکي دي، پردوى د عمران فاروق د وژنې شک کېږي.

د برتانيا چارواکي په دې اند دي چې دوى دواړه د آى اس آى په توقيف کې دي.

خو د برتانيايي چارواکو او د پاکستاني پلاوي ترمنځ د ښو او دوستانه خبرو اترو سره سره داسې نه برېښي چې دواړې غاړې دې د دوه اړخيزې همکارۍ په موخه عملي گامونه واخلي.

بريتانيايي چارواکي نه پوهېږي چې بلوچ بېلتونپالي په کوم تور ونيسي او بيا بل لوري ته پاکستان هم دې ته زړه نه ښه کوي چې د عمران فاروق په وژنه کې مشکوک کسان پرېږدي.

ځکه تر هغه مهاله چې محسن علي سيد او محمد کاشف خان د آى اس آى په توقيف کې وي د پاکستان د مهاجر قومي غورځنگ پر پارلماني غړو د فشار يوې ارزښتمنې وسيلې په توگه کارېداى شي.