داعش په افغانستان کې!؟

اسلامي دولت نومې ډله د انځور حقوق AFP
Image caption داعش يا اسلامي دولت نومې ډله تر ډېره په سوريې او عراق کې فعاله ده

میاشتې کیږي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت په نامه یوې تروریستي‌ ډلې احتمالي حضور ته په پراخه کچه تبلیغات کیږي او په داخلي رسنیو کې یې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره کیږي.

عنایت الله نظري، د ملي‌دفاع سرپرست وزیر په دې وروستيو کې د مشرانو جرگې ته وویل چې ګواکې افغان طالبانو څېره بدله کړې او د طالبانو ډېری ډلې اوس د «اسلامي دولت» په نامه په افغانستان کې فعالیت کوي.

دا به داسې حال کې ده چې مخکې جنرال مراد علي او جنرال محمود خان، د ملي دفاع وزارت له آدرس څخه، پرته له دې چې د نوموړې وزارت لخوا ورته د موضوع په اړه مطبوعاتي کرښې روښانه وي، داخلی او خارجي رسنیو ته په افغانستان کې د «اسلامي دولت» یا داعش شتون او فعالیت تائید کړی و.

آیا داعش په رښتیا په افغانستان کې حضور او فعالیت لري؟

د هېواد ځینو کورنیو رسنیو پرته له دې چې خپل اجتماعي مسوولیت او د هېواد ملي ګټې په نظر کې وساتي او د خبر او - یوې ترورستي ډلې ته - تبلیغ تر منځ توپیر وکړي، هره ورځ د داخلي او خارجې منابعو په اساس داسې خبرونه او راپورونه نشر وي چې ګواکې داعش په هلمند، زابل، لوګر، سرپل او د افغانستان په داسې نور ولایتونو او سیمو کې فعالیت لري او په خلکو کې یې خپل جلب و جذب هم پیل کړی دی.

داخلي رسنیو ته ځایي خلکو او دولتي سرچینو ویلي دي چې په سیمو کې یې نقاب لرونکي بهرني افراد چې په خارجې ژبو خبري کوي او تور بیرغونه ګرځوي، لیدل شوي دي. دغه بهرني تروریستان د عام وګړو په مقابل کې له هر ډول تشدد او خشونت څخه کار اخلي...

که د هېواد د وروستیو څو کلونو حالاتو ته دقت وکړو، کله چې لا چا شاید د داعش نوم په افغانستان کې نه و اورېدلی، د پاکستاني پنجابیانو او نورو پردیو نقاب پوشه تروریستانو حضور او فعالیت په کونړ، نوریستان، لوګر، بدخشان او د هېواد په نورو سیمو کې (په خاصه توګه ډيورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې) تل څرګند و.

پردیو لاسونو په تېرو کلونو کې ډېر څه کړي او لا یې هم کوي چې د داعش ډوله تروریستي ډلو په واسطه د ناامنيو، تروریزم او بې ثباتۍ لمن منځی آسیا، روسې او چین ته وغځوي. دغو هېوادونو خپلې اندیښنې په دې اړه تل د پخواني ولشمر حامد کرزي د واکمنۍ له چارواکو سره شریکې کړې وې.

اسلام اباد په تېرو کلونو کې څو ځلي د افغانستان د پخواني حکومت له رهبرۍ څخه غوښتي وه چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې تاجکستان ته لاره ورکړي، خو ولسمشر کرزي هیڅ کله دا ورسره ونه منله، ځکه د نورو ملحوظاتو تر څنګ، هغه په دې کار کې د سیمې ناآرامي او بې ثباتي لیدل.

نن ورځ، په افغانستان کې د داعش یا «اسلامي دولت» د فعالیت په اړه د دولتي چارواکو او مسوولینو ډول، ډول څرګندونې او د ځینی کورنیو او بهرنیو رسنیو خبرونو او راپورنو، زموږ هېوادوالو ته یک نا مکمل - خو ډېر و حشتناکه - تصویر وړاندې کړی دی.

د افغانستان بیچاره او رنځور ملت، له کلونو راهیسي د طالبانو په نامه د پردیو استخباراتي سازمانونو د لویو اهدافو لپاره جوړو شویو ډول، ډول تروریستي ډلو (لشکرې طیبه، لشکرې جنګوي...) د ترور، ظلم او خشونت قرباني دی.

په دغسې روانو حالاتو او ورسره رواني جګرې کې، افغانانو ته دا دی یوه بله توره بلا پیدا شوه چې خدا خبر په دغه نامه (داعش) به اوس نور څو کلونه افغانان قرباني ورکوي او خاور به یې لا هم د پردو د جنګ میدان وي.

د دې لنډې لیکنې هدف دا نه دی چې داعش حضور او فعالیت په افغانستان کې رد کړي. د روسيې ولسمشر هم په دې وروستیو کې رسما تأئید کړه چې «اسلامي دولت» اوس به افغانستان کې حضور لري او ځینې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي.

داعش په حقیقت کې هر څه چې دی او څنګه چې دی، لمن یې د عراق، سوریې، لیبا او مصر څخه نیولې بیا تر شمالي‌ افریقا او جنوبي، منځنی او شرقي آسیا پورې د غځېدو په حالت کې ده.

خو کوم څه چې هم دا اوس په افغانستان کې د داعش په نامه روان دي، ریشه یې بیا هم په اسلام آباد کې ده.

پاکستان په خپل بهرني سیاست کې د افراطي ډلو د کارولو څخه لاس اخیستونکى نه دی. دپاکستان مهم نظامي بنسټونه له ځانګرو افراطي ډلو سره ستراتیژیک اتحاد لري او د دغو افراطي ډلو په واسته خپل تروریستی عملیات تر سره کوي او لا هم په افغانستان کې د جنګ د ډګر اور بل ساتي. په دې کار سره هم غواړي چې په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې ګټې تظمین کړي او هم د نورو لپاره د قراردادي دنده تر سره کوي.

د افغانستان نوې ادارې ته په کار ده چې له پاکستانې پوځيانو سره په ډېر مهارت، دقت او یو واقعبینانه لیدلورې په وړاندې گام واخلي. د ولسمشر غني سفر پاکستان ته او په ادامه یې د پاکستاني لوړ رتبه پوځي چارواکو سفرونه کابل ته، په داخل او پاکستان کې ځینې غږونه را پورته کړي دي چې ګواکې افغانستان د خپل امنیت او ثبات په بدل کې، مقابل لورې ته څه وړاندي کړي دي.

که څه هم د دغو څرګندونو صحت، عدم صحت او یا څرنګوالی رسمآ نه دی تائید شوی، خو بیا هم افغان چارواکي باید له پاکستان سره په اړیکو کې زموږ هغه عام متل په یاد وساتي چې د لاس په ورکولو سره، مقابل لوری لاس له اوږې څخه پرې نه کړي!

ورته مطالب