جرمني کې افغان ماشوم روزل

  جرمني کې کډوال ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سهار له اته بجو تر مازدیګر څلورو پورې ماشومان په وړکتون کې وي

زوی مې کور ته راننوت. په دهلیز کې یې غږ وکړ: ( مه مو، یورې خو روشه په کور مې یې). ځواب مې ورکړ. (ښه دېرڅم)

. په کوټه کې ناسته مېلمنه راته وايي: دا خو نه جرمني ده نه پښتو. دا کومه ژبه ده؟

په جرمني کې د افغان کورنیو لپاره د نورو کلتوري ستونزو تر څنګ یوه هم د ژبې ستونزه ده.

دا ستونزه بیا په هغه کورنیو کې ډېره محسوسیږي چې له ډېرو کلونو راهیسې بهر میشت دي.

د دوی ماشومان یا په واړه عمر کې راغلي او یا هم دلته زېږېدلي دي.

وړکتون، ښوونځی او لوړې زده کړې یې همدلته پوره کړي دي.

دوی په خپله مورنۍ ژبه د لیک او لوسته لرې پاتې شوي دي.

حتی دا چې په مورنۍ ژبه غږېدل یې هېر کړي دي.

علت یې څه وبولو، د کورنیو بې غوري که د چاپیریال اغیز؟ زما دواړه ماشومان دلته زېږېدلې دي.

تر هغه مهاله چې دوی ټوله ورځ له ما سره په کور کې وو نږه پښتو یې ویله.

یاد مې دي چې د وړکتون په لومړۍ ورځ یې یو ټکی جرمني ژبه هم نه وه زده.

خو، یوه میاشت وروسته پښتو جملې د جرمني ژبې په چوکاټ کې وکارول شوې.

د سهار له اته بجو تر مازدیګر څلورو پورې ماشومان په وړکتون کې وي.

کور ته له راتګ وروسته نیم ساعت د ډوډۍ پر وخت له کورنۍ سره بیا تلویزیون هغه هم په جرمني ژبه او بیا خوب.

په شپږ کلنۍ کې چې کله ما شوم ښوونځي ته ځي بیا هم هماغه ستونزه. زموږ ټوله پاملرنه د هغې ښوونځي او دهغې زده کړو ته وي.

دا مو هېره وي چې خپله ژبه هم لیکل، لوستل او خبرې کړل غواړي.

ډېرې کورنۍ دي چې دا ورته مهمه نه ده چې ماشوم یې په کومه ژبه خبرې کوي. دوی په دې اند دي چې پښتو خو مورنۍ ژبه ده دا خو نه هېرېږي.

خو بهتره دا ده چې جرمني ژبه سمه زده کړي چې په ښوونځي کې له نورو شا ته پاتې نه شي.

ځينې بیا دا ستونزه لري چې په کورنۍ کې یې لوستي کسان نه وي. هغوی دې ته خوشحاله وي او غنیمت یې ګڼي چې ماشوم یې ښوونځي ته ځي.

لیک او لوست زده کوي. دا چې په کومه ژبه دا مهمه نه ده. زما ماشومان چې په کور کې زما په ژبه غږېږي بیا هم ستونزه لرم.

د ورځې نیم ساعت پښتو درس وچ په زور د توریو جنګول دي. دوی په کتابي پښتو نه پوهېږي.

زما د دوستانو کړۍ ټول د افغانستان له بېلابیلو ولایاتو څخه راغلي دي. د هر یوه لهجه بل ډول ده.

زموږ ماشومان په خپلو کې بیا هم په پښتو نه غږېږي ځکه چې نه پرې پوهېږي.

په لویو ښارونو کې لکه هامبورګ او فرانکفورت چې د افغانانو شمېر پکې ډېر دی، دري ژبي افغانانو د خپلو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي او په اوونۍ کې یوه ورځ ماشومانو ته د دري ژبې لیک او لوست تدریسیوي.

خو له بده مرغه چې موږ په دې کار کې هم پاتې راغلي یو. زموږ تلویزیوني پروګرامونه هم دومره په زړه پورې نه دي چې د ماشوم پاملرنه ځان ته ورواړوي او لږ تر لږه یې غوږنه له معیاري پښتو سره روږدي کړي.

د لویدیځ ارامه او هوسا ژوند که ښېګړې لري نو تر څنګ یې دا هم د فکر وړ ده چې زموږ څو نسلونه دلته وزېږېدل، رالوی شول او خپلې ژبې یې هېرې کړې.