د کابل سیند حوزې برېښنا بندونه، هیلې او لومړیتوبونه

کابل سيند
Image caption د کابل سيند په حوزه کې د گڼو برېښنا بندونو د جوړېدا امکان شته

څو ورځې وړاندې ولسمشر ډاکټر اشرف غني د ابوظبي له پرمختيايي صندوق سره تفصیلي ناستې وکړې او د کابل سیند پر حوزې باندې یې د برېښنا بندونو پر جوړیدا بحثونه وکړل.

تر بحثونو وروسته، په دې هوکړه وشوه چې د کابل سیند حوزې په مسیر کې د برېښنا بندونو په اړه به لومړنۍ څېړنې د ابوظبۍ د پرمختيايي صندوق په مرسته ترسره کیږي، او نوموړی صندوق به د دغو برېښنا بندونو د تمویل لپاره د یو نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي.

د ولسمشر دا وروستی سفر او په ځانګړي ډول د برېښنا بندونو د موضوع مطرح کول، په تېره په کور دننه په انرژۍ د ځان بسیا کولو په تړاوو ډیرې هیلې را ژوندۍ کړي.

لومړی به دا وڅېړو چې د کابل سیند حوزه څومره اوبه لري؟ د ځینو راپورونو پر بنسټ چې د نړیوال بانک په مرسته چمتو شوي؛ دا په ډاګه کیږي چې کابل سیند په پورتنۍ برخه کې ٤٩٥ میلیون متر مکعب اوبه په کال کې جریان لري، د کابل سیند حوزې دوهمه فرعي حوزه چې د پنجشیر په نوم یادیږي، په دې حوزه کې په کال کې درې اعشاريه ٢٥٨ میلیارده متر مکعب اوبه جریان لري.

د کابل سیند د حوزې ښکتنۍ برخه چې دا اوبه بیا پاکستان ته داخلیږي، په کال کې ١٩ اعشاريه ٢٨٧ میلیارده متر مکعب اوبه تخمین شوی دي. هغه اوبه چې پاکستان ته داخلیږي، د اوبو جریان یې ٦١١ متر مکعب په یوه ثانیه کې دی.

همدارنګه، پخوانۍ څیړنې دا په ډاګه کوي چې د کابل سیند حوزه چې لس ولایتونه په کې شامل دي، تقریباً درې میلیونه هکتاره ځمکه خړوبولای شي.

په څومره ظرفیت برېښنا تولیدولای شي؟

مختلف پخواني راپورنه دا وایې چې د افغانستان د اوبو برېښنایې ظرفیت ٢٣ ګیګاواټه دی، خو تراوسه دقیقو څېړنو دا شمیره نه ده ثابته کړې.

همدارنګه د کابل سیند د حوزې د انرژۍ د تولید ظرفیت په کال کې ٢١٨٠ ګیګاواټ ساعته ښودل شوی.

که چیرته ټول پلان شوي د برېښنا بندونه په نوموړې حوزې کې جوړ شي، نو ظرفیت به یې ١٩٧٠ میګاواټه وي.

دا ظرفیت بیا تر ډېره کچه د هایډرولوجۍ او د اوبو جریان او زېرمو پوره اړه لري.

کوم بندونه جوړیدلی شي؟

د پنجشیر په فرعي حوزه کې د ګلبهار او باغدرې بندونه په نظر کې نیول شوی دي. د باغدرې لومړني مطالعات به د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې پاى ته ورسېږي.

لومړني مطالعات به دا په ګوته کړي چې د باغدرې برېښنا بند لپاره د اوبو څومره ذخیره پکار ده، د اوبو هایډرولوجي په کوم ډول ده، د برېښنا بند ظرفیت به څومره وي؟ لګښت او د جوړېدو وخت هم روښانه کولای شي. د باغدرې برېښنا بند په اړه څېړنې ښيي چې ٢٢٥ میګاواټه ظرفیت به ولري او ۸۰۰ میلیونه ډالر به پرې لګښت راشي. د جوړیدو وخت یې د شپږو نه تر اتو کالو پورې وي.

د ګلبهار برېښنا بند لومړني مطالعات په ٢٠١٣ کال کې بشپړ شوي دي، د نوموړي بند ظرفیت ١٢٠ مېګاواټه دی، د ګلبهار بند د دوو موخو لپاره په نظر کې نیول شوی دی، لومړی د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره او بله دنده یې د اوبو رسونې ده .

نيم ميليارد ډالر یې لګښت دی. د دې بند ۳۵ سلنه انرژي د واټر پمپونو لپاره ځانګړي کیږي او نوره برېښنا یې مرکزي شبکې ته ورکول کیږي.

همدارنګه د کابل سیند د حوزې په ښکتنۍ برخه کې د دوهم سروبي برېښنا بند هم په پلان کې نیول شوی دی.

د دوهم سروبي بند به روانې اوبه وي، یعني د اوبو د ذخیرې لپاره به ځاى ونه لري. لګښت یې ٤٢٠ میلیونه ډالر اټکل شوی او پنځو کلونو کې به جوړ شي.

د دوهم سروبي بند لومړني مطالعات ٣٠ کاله وړاندې ترسره شوي دي. نوموړي مطالعات بايد تازه شي او د ډیزاین کار یې ورسره پیل شي.

د سروبي نه ښکته د کونړ برېښنا بندونو ته وار را رسېږي.

په کونړ کې په پنځو نقطو کې تر لومړنيو مطالعاتو وړاندې چارې ترسره شوي او یوې نقطې کې چې د شال یا کونړ الف ورته وایې، تفصیلي لومړني مطالعات ترسره شوي.

په شال نقطه کې لومړني مطالعات دا ښیې چې د ٧٩٨ میګاواټو په ظرفیت برېښنا بند جوړیدلای شي او په څاګي نقطه کې چې په ماستر پلان کې د کونړ بې په نوم یاد شوی، د ٣٠٠ میګاواټو په ظرفیت برېښنا بند جوړېدلی شي.

دا دواړه بندونه به دوه اعشاريه دوه میلیارده ډالر لګښت وغواړي او له اتو نه تر ١٠ کلونو کې یې د جوړیدو امکان شته.

د کونړ بندونو بله ځانګړنه دا ده چې په ژمي کې هم د برېښنا انرژي تولیدولی شي.

د کونړ له بند نه پرته، د کامې او ګامبیري د برېښنا او اوبو رسولو بندونه هم په پلان کې نیول شوي دي. د کامې بند ٤٥ مېګاواټه ظرفیت لري او ګامبیري بند ٤٠ مېګاواټه توان لري.

دلته یوه یادونه ضروري ګڼم چې پورته یاد شوي بندونه یوازې د کابل سیند حوزې په مسیر کې پراته دي او په دې لیکنه کې یوازې د کابل سیند په حوزې بحث شوی.

ټول افغانستان کې د سیندونو پنځه حوزې (د کابل سیند حوزه، د امو سیند حوزه، د هریرود او مرغاب سیند حوزه، هلمند سیند حوزه او شمالی حوزه) شته چې له یوې حوزې پرته د نورو حوزې اوبه یې ګاونډیو هیوادونو (ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترتکمنستان) ته داخلیږي.

اوس لومړیتوب څه شی دی؟

اوس وخت کې حکومت ته لومړیتوب دا دی چې له پاکستان سره د اوبو شریکولو تړون باندې بحث پیل کړي او څومره چې ژر کیدلای شي، دا تړون نهایې کړي.

کارپوهان وایي چې د کابل سیند حوزې د اوبو د شریکلو تړون له پاکستان سره ډیر اړین دى، که هر څومره دا معاهده ځنډیږي، په نهایې کولو کې یې به یې ستونزې ډېریږي.

په ١٩٦٠ کال کې د سند د اوبو د شریکولو معاهده د هند او پاکستان ترمنځ لاسليک شوه، کارپوهان وایې چې په کومو حالاتو کې چې هند او پاکستان خپل داخلي اختلافات ترشا پرېښودل او د اوبو شریکولو دغه معاهده یې امضاء کړه او تر ډېرو شدیدو اختلافاتو او حتی د جګړو پر وخت یې هم د اوبو شریکولو تړون فسخه نه کړ، د اوبو ډیری نړیوالو کارپوهانو د هند او پاکستان چارواکي په دې کار ستایلي دي.

اوس مهال افغانستان کې د هلمند د سیند د اوبو د شریکولو له تړون نه پرته چې ایران سره یې لاسلیک کړی، د اوبو شریکولو بل تړون د نورو حوزو لپاره نه دی ترسره شوی.

یو لامل چې تراوسه مرسته کوونکو ادارو د کابل سیند حوزې په نویو بندونو باندې پانګونه نه ده کړې، همدا ده چې له پاکستان سره د اوبو شریکولو ستونزه نه ده حل شوې.

له پاکستان سره د اوبو د شریکولو بحث به ډیر جنجالي او تخنیکي وي، په دې مذاکراتو کې تکړه او ځیرکه سیاسي، اقتصادي، د اوبو او انرژۍ او د چاپیریال ساتنې کارپوهانو ته اړتیا لیدل کیږي چې په ډیر غور له پاکستاني پلاوي سره بحث وکړي، او شاید دا مذاکرات ډیر وخت ونیسي.

خصوصي سيکتور

که چیرته اوسني حکومت په خپلې پنځه کلنې دورې کې له پاکستان سره د اوبو د شریکولو ستونزه هواره کړي، نو زما په اند، دا به یې په دې برخه کې ستره لاسته راوړنه وي.

دوهم لومړیتوب د حکومت لپاره دا کیدای شي چې په سترو برېښنا بندونو باندې د پانګونې لپاره خصوصي سکتور وهڅوي چې پانګونه په کې وکړي.

چینایې شرکتونه په بیلابیلو هېوادونو کې د اوبو په برېښنا بندونو پانګونه کوي.

که چیرته اوسنی حکومت په دې وتوانیږي چې لږ تر لږه یوه برېښنا بند ته هم پانګوال پیدا کړي، دا به یې د داخلي برېښنا په تولید کې او د انرژۍ په ځان بسیا کولو په لوري یو مهم ګام وي.

او یا لکه څنګه چې د ابوظبۍ پرمختيايي صندوق دا چمتوالی ښودلى و چې د افغانستان د برېښنا بندونو په اړه به یو نړیوال کنفرانس را وغواړي او د کنفرانس په ترڅ کې به پانګوال او مرسته کوونکي پانګونې ته وهڅوي، نو چارواکو ته پکار ده چې له دې موقع نه پوره ګټه پورته کړي.

د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره به د اوبو قانون، د اوبو نه د استفادې پالیسي، د اوبو د تنظیم کوونکو جوړښت، او تر هر څه مهمه، له ګاونډیو سره د اوبو د شریکولو تړون مخکيني شرطونه وي.

کابل کې حکومت ته پکار ده چې په دغو برخو غور وکړي او خصوصي سکتور ته د پانګوونې کاري او قانوني چاپېریال اماده کړي