د ناټو پوځي اتحاد څومره غښتلی دی؟

د انځور حقوق BBC World Service

د اوکراین جګړې او د بالتیک په سیمې کې د نښتې خطر د لویدیځ د پوځي اتحاد په اړه بنسټیزې پوښتنې را ولاړې کړې دي. ناټو یا د شمالي اتلانتیک تړون د څه لپاره دی؟ او آیا د خپلو دندو د ترسره کولو وړتیا لري؟

د ناټو د تړون په پنځمې مادې کې ویل شوي چې د ناټو پر یوه غړي باندې برید به پر ټولو باندې برید وګڼل شي. آیا تېري کونکي به پر دې خبرې باور ولري؟

د ناټو د پخواني مشر آندرس فو راسموسن په ګډون څلورو کارپوهانو د بي بي سي نړیوالې څانګې په یوې خپرونې کې د پورتنیو پوښتنو په هکله خپل نظریات شریک کړي دي.

’په دفاعي لګښتونو کې خطرناکه کمښت’: پروفیسر الکساندر ماتیلار

د بروکسل د پوهنتون څېړونکی پروفیسر الکساندر ماتیلار استدلال کوي چې د ناټو د غړو تر منځ دفاعي لګښتونه باید له سره تنظیم شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پروفیسر الکساندر ماتیلار اندېښمن دی چې د دفاعي لګښتونو کموالي د ناټو اغېزمنتوب له خطر سره مخامخ کړی

هغه وايی: ’’ فکر کوم ورو ورو دا خبره واضح کیږي چې د دفاعي لګښتونو د کمښت بهیر باید پای ته ورسول شي. داسې ښکاري چې د اروپا په منخ کې اوس دا بهیر پای ته رسېدلی، خو په لویدیځې اروپا کې تراوسه مخ په زوړ روان دی’’.

سږ کال د ناټو د ۲۸ غړو څخه یوازې پنځه هېوادونه خپل دغه ټاکل شوي هدف ته ورسېدل چې د خپل ناخالص ملي عاید ۲ سلنه پر دفاعي چارو ولګوي.

خو د دفاعي بودیجې کمښت یوازینۍ اندیښنه نه ده. اندېښنه دا هم ده چې دفاعي بودیجه پر څه شي باندې لګول کیږي.

د مثال په ډول په بلجیم کې. ’’ په اوسني وخت کې، نژدې درې پر څلورمه برخه دفاعي بودیجه پر کارکونکو یا پرسونل باندې لګول کیږي او ۲۴ تر ۲۵ سلنه پر روانوعملیاتو او روزنې لګول کیږي.’’

دناټو غړي

د انځور حقوق BBC World Service

دجوړېدو نېټه: ۱۹۴۹دغړوشمیر: ۲۸ هېوادونه .نوي هېوادونه چې غواړي غړیتوب ترلاسه کړي: بوسنیا، مقدونیه، مونتنګرو، صربستان

پروفیسر ماتیلار زیاتوي چې: ’’د بلجیم د بودیجې د یو سلنه نه کمه برخه د نویو وسایلو د رانیولو لپاره پر نویو قراردادونو او د وسایلو په عصري کولو باندې لګول کیږي.’’

’’کېدای شي دا ډول تګلاره د لنډې مودې لپاره کارونه پر مخ یوسي خو د اوږدې مودې لپاره به ګټوره نه وي’’.

د ناټو د نورو غړو کارونه هم دا ډول دي. په تېرو څو لسیزو کې د پوځ بشپړې څانګې او د وسلو سیستمونه ړنګ شوي دي.

خو ولې باید دفاعي بودیجه کمه نه شي؟ ناټو اصلا په اروپا کې د شوروي اتحاد د پراختیا د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه نو آیا د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د ناټو دنده پاې ته نه ده رسېدلې؟

’’ کله چې د۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې سړه جګړه په نرمېدو شوه، داسې پرځای غوښتنې کېدې چې د سولې د ګټو څخه باید استفاده وشي او د حکومتونو د بودیجو دفاعي لګښتونه دې پر نورو برخو ولګول شي.

له دې امله دفاعي بودیجو په کمېدو پیل وکړ چې تقریبا دا درې لسیزې کیږي چې دوام لري.’’

’ دهویت بحران ’: پروفیسره ریبیکا موور

د امریکا د مینیسوټا د کانکورد یا د کالج پروفیسره ریبیکا موور چې د ناټو په اړه یې ډېرې لیکنې کړې دي وايي د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ناټو تر ډېره حده سیاسي هدفونو ته مخه کړه خو داسې ښکاري چې په وروستیو کلونو کې ورنه لاره ورکه شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ریبیکا موور اندېښمنه ده چې ناټو خپل وروستی سیاسي هدف له پامه غورځولی دی.

ریبیکا موور وايي: ’’نظریه دا وه چې ناټو کولای شواې د اروپا په متحد کولو او دېموکراتیک کولو کې مهم رول ولوبوي او داسې یو فرصت رامنځته شوی و چې د لیبرالو دېموکراتیکو اصولو پر بنسټ یو نوی اروپايي امنیتي نظم رامنځته شي چې د نفوذ د ساحو یا بلاکونو یا د ځواک د انډول پر بنسټ نه وي ولاړ.’’

پروفیسره موور وايي چې د اروپايي یووالي دا ډول نظریه په هغه کتاب کې بیان شوې وه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د ناټو د غړو هېوادو د عامو خلکو څخه راټولو شویو کیسو نه جوړ شوی و.

’’کله چې زه هغه وخت په پراګ کې وم دا کتاب د چک جمهوریت د دفاع وزارت له خوا د ښونځیو زده کونکو ته ویشل کېده او ویل کیدل چې خلک باید وپوهیږي چې ناټو یوازې د پوځونو په هکله نه ده بلکې د هېوادو تر منځ د لا پراخو اړیکو په هکله ده.’’

’’خو نن ورځ دا ډول استدلال سخت دی. زه وایم ښايي اوس ناټو یو مشترک لرلید نه لري چې د دې تړون نهايي سیاسي هدف څه شی دی.’’

کیدای شي یو مهم علت یې د غړو د شمېر زیاتیدل وي، هغه وخت یې ۱۶ غړي درلودل او اوس ۲۸ غړي لري.

ځينې کسان غواړي چې ناټو یو نړیوال رول ولوبوي، د روزنې او د بحرانونو د اداره کولو ماموریتونه ترسره کړي لکه هغه چې یې په عراق، افغانستان او لیبیا کې ترسره کړل.

ځینې نور بیا وايي چې ناټو باید خپل اصلي او لومړني هدف ته ستنه شي چې د اروپا د سرحدونو ساتنه ده.

پروفیسره موور وايي: ’’فکر کوم ښايي همدا د نظریو اختلاف وي چې ډېر څرګند دی او په دې وروستیو کلونو کې یې د ناټو پر فیصلو باندې ستر اغیز کړی دی.’’

’پوتین دناټوله کمزورۍ نه ګټه اخلي´: دناټوپخوانی سر قوماندان جنرال ویسلي کلارک

امریکايي جنرال ویسلي کلارک په اروپا کې د ناټو د متحدو ځواکونو اعلی سر قومندان و. په ۱۹۹۹ کال کې په کوسوو کې د هوايي بریدونو له پیله مخکې، هغه د صربستان ولسمشر میلاسویچ ته ګواښ وکړ چې که له کوسوو نه خپل ځواکونه و نه باسي نو دی به ورباندې ’’ښه ډېره بمباري’’ وکړي.

جنرال کلارک وايی همدا د عمل لپاره د فیصلو کولو چمتووالی دی چې دې سازمان ته قوت ورکوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال ویسلي کلارک اندېښمن دی چې روسان د قوې په استعمال کې د لویدیځ د زړه نازړه توب نه ګټه اخلي

’’هرهېواد چې له ناټو سره یوځای کېږي د ناټو دا ژمنه لاسلیکوي چې وايی پر یوه غړي باندې برید پر ټولوغړو د برید په معنا دی. نو د مفهوم له نظره ناټو تر ټولو پیاوړی بیساری اتحاد دی.’’

خو هغه دا مني چې دا قوت تر هغوعملي بڼه نه شي لرلی چې تېري کونکي باور و نه لري چې که پر یوه غړي برید وشي نو ناټو به په عملي اقدام لاس پورې کړي.

جنرال کلارک وايي: ’’په دودیزه توګه لویدیځې دېموکراسۍ تل د داسې ډول ګواښونو په وړاندې ګړندی ځواب نه دی ورکړی.

په ۱۹۳۶ کال کې هغه وخت چې هیټلر راینلینډ ونیوه، فرانسې او بریتانیا د هغه ځواب ورنه کړ.

’’نن دا دېموکراسۍ د پوځي ځواک د ننګولو په وړاندې له ستونزو سره مخامخې دي... دوی اعتراف نه کوي چې پوتین، په داسې حال کې چې د سولې د منځګړتوب خبرې کوي د جګړې یو لوی طرفدار دی.’’

جنرال کلارک استدلال کوي چې ولسمشر پوتین د لویدیځ د دې زړه نازړه توب څخه ګټه پورته کوي.

’’هغه سیاسي لوبه کوي. هغه د رسنیو لوبه کوي، هغه اقتصادي کارت لوبوي او مانور کوي. هغه پوهیږي چې لویدیځې دېموکراسۍ څه ډول چلیږي. په شلمې پیړۍ کې لویدیځ دوه ویجاړونکې جګړې درلودې اوهېڅوک بله جګړه نه غواړي. هغه پوهیږي چې لویدیځ د قوې استعمال نه غواړي او ده ته څه نشي ویلاې.’’

جنرال کلارک وايي په داسې حال کې چې دفاعي بودیجې کمیږي، او خلک بله جګړه نه غواړي، سیاستوالو ته به آسانه نه وي چې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

’’دا دغړو هیوادو د سیاسي مشرانو کار دی چې د عامو خلکو د فکرونو په جوړولو کې مرسته وکړي، باید حالات په روښانتیا سره وویني او هر څه چې دي په هماغه نوم یې یاد کړي او ورڅخه ونه تښتي. لویدیځ مشران باید د ولادیمیر پوتین له شورماشور نه و نه ډاریږي.’’

خو ځینې نور کسان وايي چې د لویدیځو مشرانو احتیاط پرځای دی.

په داسې حال کې چې د جګړو خصلت بدل شوی، سړی څنګه پوهیدای شي چې څه ډول عمل باید برید وګڼل شي: د دولتونوترمنځ نیغه جګړه نشته، خو یو شمیرزرغون لباسه کسان- روسي ځانګړي ځواکونه په بې نشانه پوځي یونیفورم کې- له سرحده تیریږي، او د بیلتون پالو ملاتړ کوي؟

’’زرغون لباسي کسان د هیټلر د هغوعسکرو سره توپیر نه لري چې د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د پولنډ پر ضد برید کې ورڅخه کار واخیستل شو. جرمن عسکرو ته یې پولنډي یونیفورم اغوستی و او د جرمني پر یوه راډیو سټیشن یې برید وکړ او یو شمیر خلک یې ووژل او ادعا وشوه چې دا یوه لمسونه وه، او د متقابل برید لپاره ورنه کار واخیستل شو.’’

’’چلونه او توطېې تل موجودې وې. دا زرغون لباسه کسان په حقیقت کې د روسیې ځانګړي ځواکونه و چې شواهد یې څرګند دي، خو موږ په دې اعتراف نه کوو ځکه چې موږ نه غواړو د روسانو د نیغ تیري پر پایلو باندې اعتراف وکړو.’’

’ دروسېې تیری د راویښیدو غږ دی’: د ناټو پخوانی سرمنشي آندرس فو راسموسن

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption آندرس فو راسموسن: د ناټو سرمنشي ۲۰۰۹-۲۰۱۴

د ۲۰۰۹ کال په سپتمبر کې د ناټو د سرمنشي په توګه د آندرس فو راسموسن په لومړنۍ وینا کې هغه روسیې سره د ناټو د اړیکو اهمیت ته پام واړوه.

خو کله چې هغه پنځه کاله وروسته په اکتوبر کې له ناټو ولاړ، روسیې سره د نویو اړیکو په هکله د هغه ستر ارمان عملي نه شو.

ښاغلی راسموسن وايي: ’’له شخصي پلوه زه یقینا له دې امله ډیر مایوسه یم. زه فکر کوم دا زموږ...د نسل فریضه وه چې روسیه په یو رغونکي شراکت کې ګډه کړو.’’

’’د کمونیزم او شوروي اتحاد ړنګیدلو د اروپايانو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړی و چې د ټولې، آزادې او سوله ایزې اروپا آرمان عملي کړي، نو موږ ښه وکړل چې هڅه مو وکړه روسیه په دې لرلید کې شامله کړو. خو روسیه دا ډول لرلید نه لري.’’

’’زه فکر کوم موږ اوس یو نوي پیر یا دوران ته داخلیږو چې د سړې جګړې سره ډیر ورته والی لري.’’

ښاغلی راسموسن وايي د روسیې د جاه طلبیو په اړه د بالتیک دولتونو اندېښنه په ځای ده:

’’زموږ د بالتیک ملګري او متحدین د روسیې د رویې په اړه اندیښمن دي، د روسېې د دوکتورین یوه برخه دا ده چې وايي روسیه حق لري د روسي ژبو ټولنو د ګټو د ساتنې په خاطر په نورو هیوادونو کې مداخله وکړي.’’

’’مونږ ټول پوهیږو چې په تیره بیا په استونیا او لاتویا کې یو زیات شمیر روسي ژبي اقلیتونه شته دي.’’

هغه استدلال کوي چې د روسیې لمسوونکي کارونه یوازې د بالتیک هیوادو ته متوجه نه دي، خپله ناټو یې هم هدف ګرځولی دی.

روسیه په پرله پسې توګه د ناټو اراده ازمویي. څو ځلې یې د ناټو هوايي حریم باندې تېری کړی. یو ځلې یې د استوانیا یو پوځي افسر نیولی و، د لیتوانیا یوه بیړۍ ېې هم نیولې وه.’’

’’ اوس موږ د یو نوي ډول جګړې سره مخامخ یو، د هغې د سمبالولو لپاره باید خپلو وړتیاوو کې ښه والی راولو.’’

دا چې روسیه اوس له بل ډول جګړې نه کار اخلي، نو آیا ناټو ته به سخته وي چې وپوهیږي کوم ډول عمل پر یوغړي هېواد باندې د برید په معنا دی؟

’’هو، دا زموږ کار ډېر سختوي او زه فکر کوم دا د روسیې د دې نوي ډول جګړې یوازینی مهم هدف هم دی چې هڅه کوي د ناټو د تړون د پنځمې مادې د فعاله کېدو مخه ونیسي. خو موږ هم چمتو یو او هغوی به کامیابه نه شي.’’

نو څه فکر کوئ چې څه ډول یو برید به د ناټو د تړون د پنځمې مادې څخه د سرغړونې په معنا وي؟

’’موږ هېڅکله دې پوښتنې ته ځواب نه وایو، ځکه چې دا زموږ د دښمن د مخنیوي د لاروچارو یوه برخه ده چې بالقوه دښمن باید هېڅکله پوه نشي چې کوم ډول برید یا سرغړونه د پنځمې مادې د فعاله کېدو سبب کیدای شي.’’

خو هغه وايي یو بل څه دي چې ناټو ېی باید ډیر روښانه کړي- هغه دا چې ناټو باید ټینګه اراده ولري چې که هر وخت پنځمه ماده فعاله شي باید ځواب ووايي.

’’مونږ باید دا روښانه کړو. موږ پر اوکراین د روسیې له برید نه درسونه زده کړي دي، موږ لیدلي چې روسان ډېر ګړندی عمل کولای شي. یوازینی ډیر مهم شی دا دی چې باید په ختیځ کې د ناټو ځواکونه ډیر شي، او خپل ټولیزه دفاع پیاوړې کړو چې روسان وپوهیږي چې که د ناټو پر یوه ملګري برید وکړي نو له سرې لیکې به تېر شوی وي او نه یوازې د دې هېواد دعسکرو سره بلکې د ناټو ټولو متحدینو سره به مخامخ شي.’’

آندرس فو راسموسن وايی: ’’ د اوکراین پر ضد د روسیې تېری د هر چا لپاره د راویښېدوغږ دی او ناټو باید دې نوي وضعیت ته ځان چمتو کړي.’’

ورته مطالب