بل حمزه ته څومره انتظار؟

Image caption د حمزه بابا د شعر یوه ځانګړنه دا ده چې تر خوشحال وروسته یې په خپل شعر کې افغان ډېر ستایلی دی

امیر حمزه خان شینواری د پښتو ژبې وتلی شاعر، اديب، ډرامه لیکونکی، راډیو وياند او ليکوال و.

آیا په اوسني پېر کې د غزل د دغه بابا په څېر کوم څوک شته؟

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان، زه دې بابا کړم

په فبرورۍ میاشت کې د غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري ۲۱ تلین پوره شو. نوموړی په ۱۹۰۷ م. کال کې زېږېدلی او په ۱۹۹۴ کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دی د شلمې پېړۍ د پښتو پخوانیو او وتلیو شاعرانو لکه خوشحال خان او رحمان بابا په څېر ګڼل کېږي.

پوښتنه دا ده چې په اوسني عصر کې د غزل د دغه بابا په څېر کوم بل شاعر شته که نه نو بل حمزه ته څومره انتظار په کار دی؟

شاعر پیر محمد کاروان وايي” په پښتو کلاسیکه شاعرۍ کې د خوشحال، رحمان بابا او کاظم خان شیدا وروسته ، ډېره موده درنې سټې نه وې خو بیا حمزه بابا را ډګر ته شو.

د هغه غزل او شعر موسیقي او اهنګ لري او په زړونو ښه لګېږي. د کاروان په ګومان د ده په غزل کې مینه ډېره تغزلي او ښکلې بريښي.“

نوموړی د حمزه هغه بېلګه راوړي چې وایي: “خلک په محفل کې ګوري یو بل ته موسکېږي ــ ذکر مې د چا کړ، د چا نوم زما په خوله شو.”

د حمزه په شعر کې د انسان ننني احساسات ډېر ښه انځور شوي او د مینې په سپڼسیو اوبدل شوي دي.

ښاغلي کاروان زیاته کړه، د حمزه بابا شاعري له تخیل او مینې ډکه ده.

د حمزه بابا د شعر یوه ځانګړنه دا ده چې تر خوشحال وروسته یې په خپل شعر کې افغان ډېر ستایلی دی. په غمونو یې غمېدلی او په درد یې کړېدلی دی.

که لوی خوشحال د افغان په ننګ توره تړلې او د زمانې ننګیالی خټک و او بیا کاظم خان شیدا چې وایي، په هندي ادا یې وکړې په ماچارې ــ زه شیدا په زړه ساده د روح افعان یم.

د حمزه بابا د دې اړخ په اړه یانې د افغانیت په اړه لندن مېشتی شاعرافضل ټکور وایي” د حمزه شاعري یوازې په غزل کې نه شي را ایسارېدی بلکه هغه څو اړخیز شخصیت دی.

حمزه بابا تر خوشحال وروسته نوموړی په خپله شاعرۍ کې افغان د صداقت، مېلمه پالنې، سرښندنې او غیرت سمبول دی.

ما ټيټ ورته لیمه کړل زما سر نه ټيټېډه ــ شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم.”

د ښاغلي ټکور په وینا، حمزه د افغان په اړه خورا زیات شعرونه لیکلي دي. د حمزه ارمان د افغانانو د یووالي دی.

نن پښتو بڼ کې زیات بلبلان پښتو شعر ته په ښکلو غږونو کې انګازې ورکوي خو ولې د حمزه په کچه شاعران نشته؟

شاعر او لیکوال اباسین یوسفزی وایي” د حمزه په شان شخصتیونه له پېړیو وروسته را څرګندېږي. هغه زیاتوي له رحمانه تر حمزه خانه او له ستر خوشحاله تر غني خا نه درې، درې نیم سوه کاله تېر شوي او وخت به بل حمزه زېږوي.

نوموړی د حمزه په اړه وایي، هغه په پښتو شعر کې نوي پښتني اصطلاحات دود کړل او پخوا عربي او فارسي اصطلاحات په پښتو شعر کې دود وو.

حمزه بابا پښتو ډرامې ته د پښتو د ثقافت رنګونه ور ولېږدول او د هغه رنګ په پښتو غزل خور دی.”

حمزه بابا چې نېږدې ۸۷ کاله ژوند يې وکړ پښتو ادب ته یې لسګونه اثار پښتو ته وړاندې کړي او سلګونه غزل یې د وتلي غزل بول رفیق شینواري په ګډون زیاتو سندرغاړو په خپلو مرغلریزو سندرو پېيلي دي.

حمزه بابا د تصوف د لارې لاروی هم و او په دې برخه کې یې کتابونه لیکلي او خپاره شوي دي.

ورته مطالب