د تښتول شویو افغانانو کورنۍ د خوشالۍ د خبر په انتظار دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خدا بخش کورنۍ، یو له هغو دیرشو کسانو چې د کابل کندهار پر لویه لار وتښتول شو

د ورځې پیل و چې د کابل لوېدیځ کې هغه سیمه کې چې تر ډېره په کې بې وزله کورنۍ اوسېږي، د خدا بخش د کورنۍ لیدو ته ولاړم.

خدا بخش لس ورځې مخکې تری تم شو، نوموړی له دیرشو نور کسانو سره د کابل-کندهار پر لویه لار وتښتول شو.

د هغه له کورنۍ سره لیدل اسان کار نه دی، د کورنۍ د هر غړي سترګې د کور پر دروازه دي.

دلته ټول ژاړي، سترګو کې پوښتنې دي، آیا د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی خدا بخش به ستون شي؟

د خدا بخش مېرمن قمر وايي اوس هم چې کله سهار له خوبه را ویخه شي نو د خاوند پر شمېره زنګ وهي، په دې هیله چې یو ځل بیا به د هغه غږ واوري.

مېرمن یې چې سترګو کې یې اوښکې څرګندې وې وویل:

"د خور زوی یې ناروغ و، ډاکټر ته یې یوړ خو پایله یې ور نه کړه، د هغه لپاره هرات ته ولاړ، او و یې ویل غواړم دې وېسم چې کورنۍ یې سرګردانه ده، غواړم و یې رسوم. د بېرته ستنېدو په وخت له هغه نور خبر نه لرو، یو دوه خبرې مو ورسره وکړې خو له هغه وروسته تر اوسه بل هېڅ خبر نه لرو".

Image caption د خدا بخش مور وايي خپل زوی روغ غواړي

د خدا بخش کورنۍ بې وزلې ده او ډېر په ګرانه خپل ژوند روزګار پر مخ وړي. خدا بخش پنډي و او له دې لارې یې د کورنۍ اته غړي مړول، که څه هم ستونزې وې خو د خدا بخش د نشتوالي غم د ډوډۍ او د سون توکو له نشتوالي ډېر دروند دی.

د خدا بخش مېرمن وايي ماشومان یې تر سهاره نه ویده کېږي او د خپل پلار پوښتنه کوي.

خدا بخش د یوه کار لپاره هرات ته تللی و خو د ستنېدو په وخت له دیرشو نور کسانو سره چې ټول هزاره ګان دي د سړي تښتونکو لاس ته ورغی.

مېرمن یې وايي وروستی ځل یې له تښتول کېدو څو ساعته مخکې ورسره خبرې وکړې، هغه مهال چې موټر ته سپرېده چې کابل ته راشي.

قمر وايي له دې وروسته د خدا بخش موبایل تیلیفون مړ شو او څو ساعته وروسته یې د رسنیو له لارې خبر تر لاسه کړ چې د دوو مساپر وړونکو ګاډو سپرلۍ د ناپېژندل شوو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د خدا بخش ورور وايي د تښتول شوو د حالت د څرنګوالي په اړه هېڅ خبر نه لري او دې چارې دوی په جدي ډول اندېښمن کړي دي.

د خدا بخش ورور وايي: "له هغه هېڅ خبر نه لرو، د زابل له سپین ږیرو مننه کوو، هغوی له پیله ډېرې هڅې وکړې خو نتیجه یې ور نه کړه او اوس عملیات پیل شوي خو موږ تر اوسه هېڅ خبر نه لرو."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خدا بخش کورنۍ د کابل په هغه سیمه کې اوسېږي چې تر ډېره په کې بې وزلې‎ کورنۍ مېشتې دي

د سیمې د سپین ږیرو د هڅو د بې پایلې ختو وروسته افغان حکومت په زابل کې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي. خو د عملیاتو له پیله یوه اوونۍ وروسته هم د تښتول شویو کسانو د ځای او موقعیت په اړه خبر نشته.

د دې هر څه تر څنګ د تښتول شویو کسانو هویت او د دغه ډله اییز تښتونې انګېزه هم لا څرګنده نه ده.

خو دا چې تښتونکي څوک دي او څه غواړي، د خدا بخش کورنۍ ته مهمه نه ده. د خدا بخش مور له تښتونکو غواړي چې زوی یې په روغ حالت کې خوشې کړي.

د خدا بخش مور وايي: "هغه دې خوشې کړي، خوشې دې کړي چې ستون شي، دولت او حکومت، خدای دې هغوی په خېر او روغ حالت کې ستانه کړي چې خپلو کورنیو سره یوځای شي."

د خدا بخش پنځه ماشومان، که څه هم لا کوچنیان دي خو د پلار د دروند سیوري نشتوالی احساسوي، اوس یې افغان امنیتي ځواکونه یوازینۍ هیله ده چې پلار یې کورنۍ ته ستون کړي.

د پېښې تازه جزیات

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مېرمن یې هر سهار د خپل خاوند په شمېره زنګ وهي چې یو ځل بیا د هغه غږ واوري

د سړي تښتونې له دغې پېښې لس ورځې تېرې شوې دي، دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ (د حوت څلورمه) هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوه مساپر وړونکي بسونه له کندهاره د کابل پر لور روان وو، د لمر پرېواته پر وخت د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ پر لار د ناپېژندل شوو وسله والو کسانو دام کې پرېوتل.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال ویلي په زابل ولایت کې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو په موخه دوه ورځې وړاندې د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه څه دپاسه سل اورپکي وژل شوي دي.

ښاغلي دانش پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره سیاسي ګامونو او خبرو اترو پایله ور نه کړه او "د حکومت د مشرتابه له خوا پرېکړه وشوه چې د هېواد پوځي او امنيتي ځواکونه په پوره دقت او احتیاط سره" د تښتول شویو د خوشې کولو لپاره له "هرې لارې او وسیلې چې په واک کې لري" کار واخلي.

هغه عملیات چې په زابل کې پیل شوي ګډ دي او په کې اردو، پولیس او ملي امنیت ګډون لري. د ښاغلي دانش پر فیسبوک پاڼه راغلي چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې څه دپاسه سل کسان وژل شوي چې د همت په نامه د اورپکو یو ځايي مشر او د دغې پېښې یو مهم عامل چې د ملا منان په نامه هم پېژندل کېږي شامل دی.

په ورته وخت کې جنرال عبدالحمید حمید په کندهار کې د ۲۰۵ اتل لښکر قومندان بي بي سي ته ویلي چې د عملیاتو په بهیر کې د عبدالله کاکړ په نامه د اورپکو یو بل ځايي مشر چې خپل ځان یې د اسلامي دولت نومې ډلې استازی معرفي کاوه هم وژل شوی دی.

ورته مطالب