پښتونخوا کالم - نوی پېښور

Image caption د زوړ پېښور مالکان خو افغانانو ته خوشحاله وو چې د هغوی په روپو یې کار روان کړو او په هغوی یې د خپلې خوښې په کرایه او اډوانس خپل ځانونه شته کړل.

ډېره موده پس د ډېرو بمي چاودنو، نامعلومو جنګونو او وېر او ترهو نه پس، پېښور په دویم ځل نوی کېږي.

یو خو زوړ پېښور و، د ښار زړې دروازې، زاړه بازارونه، زوړ چوک یادګار، زوړ خیبر بازار او زړې لارې کوڅې وې.

پېښور چې درې لسیزې وړاندې نوی کېدو نو خلکو په زوړ پېښور پسې ارمان کولو، زوړ چوک یادګار او زړې دروازې او بازارونه یې یادول.

خو بیا په نوې پېښور کې دومره بلد او عادت شول چې نوي مارکیټونه، دنګ دنګ بلډنګونه یې اودرول او پلازې یې جوړې کړې.

د زوړ پېښور مالکان خو افغانانو ته خوشحاله وو چې د هغوی په روپو یې کار روان کړو او په هغوی یې د خپلې خوښې په کرایه او اډوانس خپل ځانونه شته کړل.

زوړ پېښور چې نوی کېدو نو هغه وخت زړو مالکانو خپل کرایه دار قبضه ګر پاڅول او لویو قبضه ګرو او لویو قبضه ګروپ د وړو قبضه ګرو نه ځایونه خالي کول نو په خپلو ځایونو به یې اورونه ولګول او دا بهانه به یې وکړه چې د بجلۍ په وجه په بلډنګ اور ولګېدو.

بیا په دغه موده کې داسې وخت راغې، قبضه ګرو د خپلو بلډنګونو پلازو دوکانونو په وړاندې سړک باندې قبضې شروع کړې.

اوس چې ډېره موده پس پېښور نوی کېږي نو تنګ بازارونه، لارې، کوڅو پراخه کولو لپاره حکومتي چارواکو دا فیصله وکړه چې قبضه ګروپ خپلو زړو ځایونو ته واپس کوي.

حکومت ورته په سرکاري ژبه تجاوزات وايي یعنې خلک د خپل حد نه د سرکار لارې حد ته راوړیدلي دي.

ټول پېښور چې پراخه کېږي نو ورسره د قبضه ګروپ زړونه تنګېږي ځکه چې کوم خلک واپس خپل حد ته ځي، هغوی په لکونو روپو تاوان سره مخ دي.

پاخه ځایونه نړول کېږي، د سرکار قبضه لارې پر نورو په کرایه خرڅې کړاې شوې وې، هغه دنده یې هم د لاسه لاړه.

داسې کارونه او عملیات په پوځي دورو کې هم نه دي شوي. سیاسي جمهوري حکومتونه خو څوک ځکه نشي خوځولی چې له هغوی سره د اولسي احتجاج او خپګان فکر وي.

خو د پښتونخوا چارواکو له پوځي چارواکو هم زیات په سختۍ دا عملیات پیل کړي او خلک خپلو خپلو حدونو ته واپس کوي.

د پښتونخوا چارواکي وايي: موږ پېښور ښکلی کوو، موږ له پېښوره د ګلونو ښار جوړوو!

خدای دې وکړي چې داسې وشي. دا د هر چا ارمان او هیله ده چې پېښور ښکلی شي او نوی دوران پرې راشي.

سیاستونه وطن ښکلی کوي او ورانوي، دا ټول پښتون وطن پردو جنګونو او غلطو سیاستونو خراب کړو او دومره خراب شو چې هر څوک پکې خانه خراب شو.

اوس په پېښور کې د شپږو اوو کالو پاتې نیمګړي کارونه کېږي.

د ایم ایم ای په دور کې د مولانا مفتي محمود په نوم پُل د ای این پي حکومت ته پاتې شو. هغوی پرې د باچا خان چوک قرباني ورکړه خو کار ختم نشو، اوس دریم حکومت دا کار پای ته رسوي.

په پېښور کې هر پُل، هر چوک او هر سړک باندې د یو نه یو نوم تختۍ لګیدلې ده.

دا پُل د مولانا مفتي محمود په نوم دی د پېښور پُل هم مفتي دی.

په پېښور باندې د مولانا مفتي محمود صیب هم ډېر حق شته هغه د دې صوبې وزیر اعلی و.

ولي خان به ورته نر ملا ویلو ځکه چې د ولي خان د حیدر آباد جیل په دوران کې یې د پښتنو قیادت کړی دی.

د بهټو غوندې زورور وزیر اعظم سره یې ډغره وهلې ده. اوس مفتیان، قاضیان ډېر دي خو بویه چې د نر ملا پشان به بل پیدا شي.

د نوي پېښور خبره زړو واقعیاتو ته اورسیده خو په نوو کې هم د زړو خوند رنګ شامل وي.

د پښونخوا چارواکي د نوي پېښور لپاره زړې ابادۍ ورانوي خو کله کله د آبادېدو لپاره زاړه ورانول هم ضرور شي.

ټول خلک د نوي پېښور په لیدو او هلو ځلو خوشحاله دي چې د سړکونو په غاړو ګلونه هم کرلی شوي دي.

حکومتي چارواکی وایې چې په سوونو مالیان تېر حکومت اخیستې دي او د اعلی بالا افسرانو په ذاتي کورونو بنګلو کې یې کار کولو، هغه مالیانو ته د نوي پېښور ذمه واري سپارلې شوې ده.

هغه د چا خبره چې ښه ته به ښه وايي خو زه چې د پېښور په نوي کېدو کې کوم زوړ څیز ته حیران یم، هغه د کجورو بوټی دی.

د سړکونو غاړو ته د کجورو بوټی نال شوی دی لکه چې د دوی خیال وي په کجوره کې ثواب دی ځکه چې کجوره په عربو کې زیاته ده خو دلته د کجورو نال کېدو او د هغې خصمانه یو شرط ګرځېدلی دی.

د پېښور په مالیانو دا ذمه واري ایښودی شوې ده چې تاسو کوم بوټی نال کړی هغه به د ثبوت په توګه په تصویر کې ښایې چې نتیجه یې څه ده؟

د بوټي په لګېدو به ستاسو ترقي او د معاش اضافه کېږي.

اوس د حیرانتیا خبره دا ده چې موږ د عربو کجوره د ثواب په نیت د پېښور په خاوره کې نال کوو خو په دې باندې فکر پکار دی چې هره ځمکه هره خاوره هر څه نه زرغونوي.

کجوره په پاکستان کې شته خو په پېښور کې نشته، پېښور د ګلونو ښار دی د کجورو نه دی، د پېښور د ګلونو ذکر خو ډېر پخوا په یوې سندرې کې داسې شوی دی.

لاړ شه پېښور ته کمیس تور ما له راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ما له راوړه

د پاکستان چارواکو په ټول پاکستان کې د عربو هغه کلتور ته هم ثواب ویلي چې اوس ورته نړیوال امن کې ترهګري ویلي شي.

اوس د پېښور غریبانان مالیان حیران دي چې موږ د ګلونو په ځمکه د عربو کجوره څنګه زرغونه کړو. دا د ګلونو ښار دی ګلونو ته یې پرېدئ.