هغه هېواد چې خلک بهر ته د تلو لپاره روزي

د انځور حقوق BBC World Service

فیلیپین د آسیا له هغوهېوادو څخه دی چې اقتصاد یې ډېره ګړندۍ وده کوي خو د خلکو لپاره کارونه لږ دي.

نو ځکه هر کال حکومت په زرګونو خلکو ته د اړتیا وړ مهارتونه ور زده کوي چې وکولی شي له هېواده بهر کارونه پیدا کړي.

په مانیلا کې هغې اکاډمۍ ته ورغلم چې د کورونو لپاره ښځینه خدمتګارې یا سوهیلۍ روزي. یوې ډلې یونیفورم لرونکو پاکونکو له جاروګانو سره د خونو د پاکولو تمرین کاوه او په پخلنځي کې یو شمېر ښځو د خوراکونو پخول او د سلاد جوړول زده کول.

داسې راته ښکارېده لکه چې په دغې اکاډمۍ کې د یوې ډرامې لپاره ځای جوړېږي.

په هره خونه کې ټول شیان په دقت سره ایښودل شوي و چې د یوه شانداره استوګنځي واقعیت تمثیل کړي. په ښکتني پوړ کې د ښوونځي د درسي ټولګي په شان میزونه او څوکۍ ایښې وې.

کارکونکو راته وویل چې په دې ځاې کې زده کونکې د کورونو د ښځینه خدمتګارو په توګه د نظافت یا پاکۍ او صفايۍ، درناوي او شخصي اقتصاد په اړه درسونه وايي.

د فیلیپین حکومت هر کال په زرګونو ښځینه خدمتګاران، موټړچلونکي، تخنیکي کارکونکي او د کورونو بڼ پالونکي روزي. د دې لپاره چې له هېواده بهر ورته د اوږدې مودې کارونه پیدا کړي.

په اوسني وخت کې تقریبا ۱۰ میلیونه فیلیپینیان له هېواده بهر کارونو باندې بوخت دي. خپل هېواد ته بهرنۍ پیسې استوي چې د اقتصاد لپاره یې ډیر ارزښت لري.

د انځور حقوق BBC World Service

په داسې حال کې چې هر کال د فیلیپین نفوس څه باندې ۲ میلیونه زیاتیږي، له بهره لیږل شوې پیسې د هغې د اقتصاد لپاره مهمې دي.

د اکاډمۍ یوه زده کونکې، ماریا، راته وویل: “موږ په خپل کار باندې ویاړو، موږ د خپل هېواد اتلانې یو”.

دا هغه جمله ده چې حکومت په خپلو تبلیغاتو کې ورنه کار اخلي. شل تنه هغه ځوانې ښځې چې زما شاوخوا راټولې شوې وې، ټولو صفا او منظم یونیفورم اغوستی و او په ډېرادب سره ولاړې وې. هغوی غوښتل چې دا جمله د دوی په هکله ریښتیا شي.

ماریا وايي: ”د خپلې کورنۍ پریښودل آسانه کار نه دی”.

د ایفلین په نامه یوې بلې ښځې وویل: ”موږ بله چاره نه لرو. زه په کور کې یو وړوکی ماشوم لرم خو د مالي ملاتړ لپاره یې بله چاره نشته. د هغې تنخا په مرسته چې په کویټ کې یې ترلاسه کوم، زما مور کولای شي زما د ماشوم ساتنه او پالنه وکړي.”

ډېرو نورو زده کونکو د سرونو په ښورولو سره د هغوی خبرې تایدولې.

داسې ښکاري چې تقریبا ټول به مجبوره وي چې لږترلږه تر۳ کلونو پورې له خپلو ماشومانو څخه جلا و اوسي. ښايي هغوی به اوږده موده په بهرنیو هېوادونو کې د پردیو کلتورونو درلودونکو خلکو لپاره په خدمت کولو تېرې کړي.

زموږ د خبرو په ترڅ کې د هغوی طبیعت بدل شو او تقریبا نیمې ښځې چې هلته زما مخې ته ولاړې وې په ژړا شوې.

د انځور حقوق BBC World Service

د هغو بهرنیو پیسو تر څنګ چې فیلیپیني کارګر یې هېواد ته استوي، یو بل شی هم شته چې د فیلیپین اقتصاد سره مرسته کوي. ډېرو لویدیځو شرکتونو خپل ځینې کم لګښته دفتري کارونه فیلیپین ته انتقال کړي دي.

د ترانسکام شرکت یو مدیر ډاین ټبزو وايي: ”موږ په دې برخه کې له هند نه مخته شوي یو.”

د هغوی د فیلیپیني ټیلیفون کونکو کارګرانو یو لښکر په دې بوخت و چې د بریتانیا د پارسلونو د لېږلو د یو شرکت په نمایندګۍ ټیلیفوني پیغامونه سمبال کړي. په مانیلا کې نیمه شپه وه، چې د لندن د ماسپښین ۴ بجې کېږي او ښايي تر سهاره به د ټیلیفون بې حسابه زنګونه راځي.

د انځور حقوق BBC World Service

ډاین ټبز وايي: ”بریتانوي شرکتونه موږ ډېر خوښوي ځکه چې زموږ انګلیسي لهجه د دوی سره سمون لري. د پوهنتونونو ډېر لایقه فارغان هڅه کوي دلته کار پیدا کړي. موږ تر ټولو زیرکه کسان نیسو. د روزنې وروسته هغوی حتا له بریتانویانو هم تکړه کیږي.”

د فیلیپین دریمه برخه نفوس تر ۱۵ کلو کم عمر لري.

ښايي دغه هېواد به په نړیوال اقتصاد کې یو بیساری مقام ترلاسه کړی وي او سره له دې چې اقتصادي وده یې ګړندۍ ده خو ګومان نه کېږي چې د خپل نفوس د ګړندي زیاتوالي ځواب به ووايي چې کیدای شي په راتلونکو ۳۰ کلونو کې له ۱۰۰ میلیونو نه ۲۰۰ میلیونو ته ورسیږي.

ښايي له همدې امله وي چې جین جودیلا چې د زېږون د څانګې یوه روغتایي کارکونکې ده او د مانیلا په ډېرو بېوزلو سیمو کې کار کوي، د نفوس د کنترول په خاطر بیوزلو کورنیو ته وړیا کاندومونه وېشي.

د انځور حقوق BBC World Service

د هغه قانون له برکته چې حکومت تېر کال تصویب کړ، جین جودیلا اوس کولای شي چې بېوزلو کورنیو ته وړیا کاندومونه او د حامله ګۍ ضد تابلیتونه وویشي او حتا اوس هغه میندې چې غواړي، کولای شي ځان شنډ کړي.

کاتولیکه کلیسا چې ۹۰ سلنه فیلیپینیان یې پیروي کوي، د دې وروستیو نوښتونو ټینګ مخالفت وکړ خو روحانیون بریالي نه شول.

جین جودیلا، زه له شیر الین ګونز الیس سره معرفي کړم، هغه یوه دیرش کلنه ښځه ده چې لس تنه ماشومان لري او یو بل یې هم پر لاره دی.

له مېرمن ګونزالیس نه مې وپوښتل چې خوشاله ده که نه؟

هغې وویل: ”خوشاله به شم چې که د ماشوم د زېږېدنې وروسته شنډه شم، زما مشر زوی ښوونځی پرې ایښی او د نورو د پوهنې روزنې توان نه لرو. زه خپلو ماشومانو ته وایم چې باید له دوو اولادونو پیدا کولو نه وروسته د حامله ګۍ ضد داروګان استعمال شي.”

که د ګونزالیس د کورنۍ راتلونکی نسل د دې میندې نصیحت واوري د هېواد راتلونکی به یې له هیلو ډک وي.

که نه نو کېدای شي په لسګونو زره فیلیپینیان په خوارۍ او بېوزلۍ کې بند پاتې شي، او بیا به هم بهر کې نوکریو ته احتیاج وي.

ورته مطالب