'عراق ته د داعش پرتله بل لوی ګواښ'

د انځور حقوق Reuters

د عراقي کردستان ولایت د استخباراتو مشر مسرور بارزاني، د عراق لپاره د "اسلامي دولت" (داعش) پرتله د یوه بل لوی خطر په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ هغه دا چې داعش ته په ماتې ورکولو سره به، عراقي شیعه ملېشې توکمپاله سیاست ته لمن ووهي.

بارزاني بي بي سي ته ویلي وو، په عراق کې له شیعه ملېشو ګټه اخیستل د سُنیانو ټولنو ته لوی سرخوږی جوړوي.

دا مهال د عراق له شاوخوا درې سوه کسیزه پوځ سره نژدې شل زره عراقي شیعه ملېشې د تکریت ښار د بېرته نیولو عملیاتو کې د "اسلامي دولت" پروړاندې جنګېږي.

په عراق کې د شیعه ګانو، سني عربانو او کردانو مثلث ترمنځ توکمیز تاوتریخوالی تل یوه اندېښمنوونکې موضوع ده او لاهم دوام لري.

یوه اونۍ وړاندې، د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر یوې خبري غونډې ته وویل: "په عراق کې توکمپالنه د داعش پرضد د ایتلاف تیت پرک کېدو تر ټولو لوی لامل ګرځېدلی شي. یوازې د تکریت جګړه نه ده، بلکې د داعش پرضد جګړه روانه ده چې په ډېرو برخو کې ایران مداخله کوي. نو مهمه دا ده چې په عراق کې توکمیز چلند پراخه نه شي او موږ په دقت سره وضعیت تر خپل نظر لاندې راولو".

په عراق کې توکمپالنه کومه نوی خبر نه دی. د پخواني ولسمشر صدام حسین د درې لسیزو واکمنۍ پرمهال، لږکي عرب سنیان تر یوه بریده پر شیعه ګانو لاسبري وو، خو د عراق په شمال کې کردان له سیاسته ګوښه شوي وو.

د صدام حسین تر پرځېدا وروسته، تر ډېره شیعه ګانو پر واک منګولو ټینګې کړې. ځینې ګوتنیوونکي په عراق کې د داعش رامنځته کېدو اصلي لامل د عراق د مخکیني لومړي وزیر نوري المالکي لخوا توکمپالنې ته لمن وهونکی سیاست بولي.

په تېرو لسو کلونو کې د عراقي سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ خونړي تاوتریخوالي لاهم له ذهنونو نه دي وتلي.

کردان هم د توکم پالنې له کړنو پاک نه دي. یوه میاشت وړاندې د بشري حقونو څارونکو په یوه راپور کې ویلي وو، کردي پولیسو او کردي پیشمرګه ځواکونو له تېرو څو میاشتو راهیسې په عراق کې سني عربان د عراقي کردستان پولو ته څېرمه کلابند کړي وو، هغوی ته یې خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکوله او نه یې هم عراقي کردستان ته د تګ لاره ورته پرانیسته.

تېر اوړی د "اسلامي دولت" (داعش) له پرمختګ سره هم مهاله، ددغو سیمو خلکو په عراقي کردستان کې د خوندي سیمې موندلو په لټه خپل کورونه پرېښودل، خو کله چې ددوی سیمې خوندي شوې، یوازې کردان خپلو کورونو ته ستنېدو ته پرېښودل شول او ویل کېږي عربان له ستنېدو وګرځول شول.

ګڼ هېوادونه په سیمه ییزه کچه په عراق کې د روانې لوبې په چوکاټ کې د ایران په لاسوهنې اندېښمن دي.

د ایران رسمي سیاسي دریځ ظاهراً دا دی چې عراق خپله ځمکنۍ بشپړتیا وساتي، که څه هم د صدام حسین له پرځېدو وروسته، ایران په عراق کې د خپل ستراتیژیک نفوذ ساتلو ته هڅې دوه برابره کړې، هڅه کوي خپل نفوذ وساتي، خو د توکمیزو او مذهبي جګړو له لارې نه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تکریت بېرته نیولو عملیاتو کې ۲۰ زره شیعه ملېشې د ۳ زرو عراقي ځواکونو ترڅنګ جنګېږي

د بېلګې په توګه، د نوي دولت جوړېدو په موخه پر نوري المالکي د لیرې کېدو فشار او په عراق کې د سیاسي اړدوړ لیرې کېدو لپاره ایران همکاري وکړه، یا هم د کردانو جګپوړي مشران هغه کسان وو چې د داعش پروړاندې یې د عراق او کردانو د ملاتړ په موخه د ایران د ملاتړ خبره وکړه، او دوی یې د عراق په لوبه کې د نورو لوبغاړو پرتله ډېر چټک وبلل.

ورته مطالب